اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.

ژوندی پوښښ

  1. د ملګرو ملتونو عمومي منشي په غزه کې د اوربند غوښتنه تکرار کړه

    ګوتېرش

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش یو ځل بیا په غزه کې د اوربند او هغو یرغمل کسانو خوشي کېدو په هکله چې حماس نیولې، خپله غوښتنه تکرار کړې.

    ښاغلي ګوتېرش نیپال ته په خپل سفرکې ''د سملاسي بشري اوربند'' غوښتنه تکرار کړه او بې قید او شرطه یې د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

    نوموړي دغه راز وویل، باید د غزې خلکو اړتیاوو سره سم باثباته مرستو ته اجازه ورکړل شي.

    ښاغلي ګوتېرش وویل: ''زه افسوس کوم چې د بشري وقفې پر ځای چې د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، اسرائیل خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی.''

    نوموړي یو ځل بیا د اکتوبر پر ۷مه د حماس ''وحشتناک بریدونه په سختو ټکیو'' وغندل.

  2. د خوړو نړیوال سازمان: په غزه کې د مرستو د وېش پر مرکزونو د یرغل تمه کېده

    عبیر اتفا

    د خوړو د نړیوال سازمان ویانده عبیر اتفا وايي، په غزه کې د مرستې پر مرکزونو یرغلونو نه ده حیرانه کړې.

    عبیر اتفا وايي، په شنبه په غزه کې د مرستو د وېش پر مرکزونو د ګڼو کسانو د یرغل تمه کېده ځکه "خلک له سختو شرایطو سره مخ دي".

    عبیر اتفا بي بي سي ته وویل: "واقعیت دا دی چې خلک ناچاره دي، دوی وږي دي".

    اتفا وايي، د شنبې په ورځ د تلفوني شبکو او انټرنېټ پرې کېدو هم ښايي پر ګودامونو او د مرستو د وېش مرکزونو کې په شوو پېښو کې رول لرلی وي.

    د خوړو نړیوال سازمان اړ شو چې د خوړو د وېش مرکزونه وتړي ځکه په ساحه کې يې له خپلو ټیمونو سره اړیکه پرې وه.

    دا وايي: "موږ نن بېرته کار پیلوو او خدمات په آرامه بېرته پیلېږي".

  3. وروستی, اسرائیلي ځواکونه وايي، تېره ورځ یې ۴۵۰ پوځي هدفونه په نښه کړي دي

    اسرائیلي دفاعي ځواکونه وايي، د دوی جنګي الوتکو تېره ورځ ''په غزه تړانګه کې د حماس ترهګرې ډلې اړوند ۴۵۰ پوځي هدفونه په نښه کړي دي.''

    پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې اسرائیلي ځواکونو ویلي، په نښه شویو ځایونو کې پوځي مرکزونه، څار پوستې او هغه ځایونه شامل دي، چې د ټانک ضد راکټونه او توغندي ترې ویشتل کېدل.

    په پیغام کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د دوی ځمکنیو پوځونو هم برخه درلوده.

  4. وروستی, ملګري ملتونه: د غزې اوسېدونکي زېرمتونونو ته ننوتي او د مرستې توکي یې له ځان سره وړي

    د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یواین راو مسوولین وايي، د غزې تړانګې په مرکزي او سویلي برخو کې زرګونه غزې اوسېدونکي زېرمتونونو ته ننوتي او هلته زېرمه شوي اوړه او د اړتیا نور توکي یې له ځان سره وړي دي.

    یواین راو مسوولینو په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویلي: ''دا خواشینونکې علامې دي، چې د غزې له درې اونیو سختې محاصرې او جګړې وروسته ملکي امنیت په ماتېدو دی.''

    په اعلامیه کې زیاته شوې: ''خلکو کې وېره، خپره ده، قهریدلي دي او مایوس دي. د مخابراتي او انټرنېټي شبکو پرچاوۍ له کبله د ویرې او تاوتریخوالي حالت لا ناوړه شوی دی.''

    د یواین راوا په اعلامیه کې چې پر یکشنبه خپره شوې دا نه دي ویل شوي، چې خلکو پر کومو زېرمتونونو او کله یرغل کړی.

    د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو بشري مرستو چارو مشر مارتین ګریفیتس پر پنجشبه ویلي و، تېره اونۍ غزې ته د مرستو رسېدو چاره ځکه ''خورا ټکنۍ'' وه، چې اسرائیلي بمبارۍ په ډېرېدو وې.

  5. وروستی وضعیت

    اوسمهال په اسرائیل او غزه کې نژدې نهه نیمې بجې دي، دلته د تازه پېښو یو لنډیز وړاندې کېږي.

    • په غزه کې له نژدې ۲۴ ساعتونو وروسته پرچاو شوي انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه بېرته فعال شوي دي.
    • تېره شپه هم په غزه کې د اسرائیلي پوځ عملیاتو دوام درلود او بل لور د فلسطینیانو وسله والو ډلو پر اسرائیل د راکټونو بریدونه کړي دي.
    • د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، هغه ځای ته یې اضافي پوځونه استولي، چې ده ''د بدۍ لوی مرکز'' وباله او په ظاهره یې اشاره غزې ته وه.
    • نوموړي زیاته کړه، چې ''په ټوله غزه کې قوماندانان ځای پر ځای شوي دي.'' هغه زیاته کړه، د برمته شویو کسانو ازادول د پوځي عملیاتو ''لازمي'' برخه ده، خو په وینا یې تر ټولو ستر لومړیتوب یې ''د حماس له منځه وړل دي.''
    • د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دې کړکېچ کې د سر درانه زیان او د ځورېدنې داسې کچې له کبله چې په وینا یې د ''زغم وړ نه ده'' د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ د تاوتریخوالي سملاسي کمولو غوښتنه کړې.
    • د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرائیل راکټي بریدونه وکړل، نژدې ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او ۲۲۹ یې یرغمل کړل، اسرائیل پر غزه پرلپسې بمبارۍ کوي.
    • په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو بریدونو کې تر اوسه له اته زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
  6. وروستی, غزه کې تلیفوني خدمات بېرته پیل شول

    د فلسطین پال‌ټېل مخابراتي شرکت پر خپله اېکس خواله رسنۍ لیکلي چې غزې تراړه کې د ثابتو او ګرځنده تلېفونونو او همدا راز انټرنېټ خدمات په کرار کرار بېرته د ټینګېدو په حال کې دي.

    پال‌ټېل فلسطین کې تر ټولو ستر مخابراتي شرکت دی.‌

    دې کمپنۍ زیاته کړې "زموږ تخنیکي‌ ډلې په ننګونکو شرایطو کې په جديت سره د کورنې شبکې بنسټونو ته اوښتو زیانونو ته د رسېدو په حال کې دي."

    تر دې لږ مخکې په ځینو رپوټونو کې هم ویل شوي وو چې په غزه کې انټرنېټي خدمات بېرته کرار کرار د ټینګېدو په حال کې دي.

  7. وروستی, انتوني ګوتېرېش: د اسرائیل لخوا د عملیات شدت حیران کړی یم

    ګوتېرېش

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ملګرو ملتونو سرمنشې انتونیو ګوتېرېش ویلي، پر غزې د اسرائیل د پوځي بریدونو سختېدو حیران کړی دی.

    هغه یوه بیان کې ویلي، "په دې وروستیو ورځو کې داسې ښکارېدل چې په نړیواله ټولنه کې دې... په شخړه کې د یوه بشري ځنډ د اړتیا به اړه ډېرېدونکي اجماع موجوده وي او دې زه هیله من کړی وم."

    هغه زیاته کړې "په خواشنۍ سره، د ځنډ پر ځای د بمباریو بې مخینې شدت او د هغو ویجاړونکو اغېزو ته، چې پام کې نیول شوي بشردوستانه اهداف کمزوري کوي، حیران شوم."

    د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د رایو په لوی اکثریت د اسرائیل او حماس ترمنځ د سملاسي اوربند غوښتنه وشوه،‌ چې غزې ته د بشري مرستو رسول شوني شي.

    خو اسرائیل دا پرېکړه لیک به رد کړ.‌

  8. وروستی, د فلسطین روغتیا وزارت: غزه کې د وژل شویو شمېر له ۸۰۰۰ اوښتی

    په غزه کې د حماس له خوا اداره کېدونکی روغتیا وزارت وايي،‌ په دې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۸۰۰۰ اوښتی دی.

    اسرائیل د اکتوبر ۷مه له هغې وروسته پر غزې درانه هوايي ګوزارونه پیل کړل، چې حماس وسله والو پر دغه هېواد یوه ناڅاپي برید کې ۱۴۰۰ کسان ووژل.

    فلسطیني وسله والو شاوخوا ۲۲۹ کسان یرغمل کړي هم دي، چې ویل کېږي غزه کې ساتل کېږي.‌

  9. غزه کې د بي بي سي يو خبريال چې حالت یې د ډار او ګډودۍ بللی، وايي د غزې شمال کې یې لويه بمباري ليدلې چې په بې مخينې کچې وه. غزه کې د تېرې شپې بمباريو پر مهال د مرګژوبلې شمېرې نه لا نه دي روښانه، خو مرستندويه اېجنسۍ وايي وروسته له هغه چې د ټليفونونو او انټرنېټ خدمتونه پرې شوي، خپلو کارکوونکو سره یې تماس پرې شوی دی.

    د بي بي سي نړيوالو چارو خبریال جېرېمي بووېن له بيت المقدسه دا راپور راستولی دی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  10. نتنیاهو: موږ په جنګي جرمونو مه تورنوئ

    د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو وویل، اسرائیلي پوځیان او قومندانان "اوس په غزه کې دي او په ټولو ځايونو کې ځای پر ځای شوي."

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې اسرائیل په جنګي جرمونو تورن کړی و.

    ښاغلي نتنیاهو د چا له نامه اخیستو پرته وویل، "موږ په جنګي جرمونو مه تورنوئ." که تاسو فکر کوئ چې زموږ پوځيان په جنګي جرمونو تورن کړئ، دا دوه مخيتوب دی. موږ په نړۍ کې تر ټولو بااخلاقي پوځ يوو."

    نوموړي وویل، د اسرائیلو پوځ د ملکي وګړو د ساتنې لپاره احتیاطي تدابیر نیولي او حماس یې د بشر پر ضد په جرمونو تورن کړ چې "له خپلو خلکو د انساني سپر په توګه کار اخلي."

  11. وروستی, نتنیاهو: ځمکني عملیات د جګړې دويم پړاو دی

    د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو وايي، په غزه کې روان ځمکني عمليات د "ډېرو څرګندو موخو" سره د جګړې دويم پړاو دی.

    نوموړي غزې ته په اشاره وویل، نور ځواکونه د "شیطان اډې" ته تللي، تر څو حماس له منځه يوسي او یرغمل شوي وګړي بېرته خپلو کورونو ته راولي.

    نتنياهو
  12. نتنياهو د يرغمل شويو وګړو له کورنيو سره وکتل

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او میرمنې یې د حماس لخوا د یرغمل شویو اسرائيلي وګړو د کورنیو له استازو سره وکتل.

    ښاغلي نتنیاهو له دغو خلکو سره په خبرو کې وويل، "موږ به هر هغه څه وکړو چې دوی بېرته خپلو کورنو ته راوستل شي او دا د جګړې یوه مخه دی."

    نوموړي وویل، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هڅې نه دي درېدلې، بلکې دوام لري او لا به چټکې شي.

    نتنياهو او د يرغمل شويو کسانو کورنۍ

    د عکس سرچینه، Government Press Office of Israel

  13. په لندن او د بريتانیا په نورو ښارونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاريونونه

    د فلسطين په ملاتړ لاريون

    د عکس سرچینه، Reuters

    د فلسطين په ملاتړ لاريون

    د عکس سرچینه، EPA

    د فلسطين په ملاتړ لاريون

    د عکس سرچینه، EPA

  14. له غزې د اسرائیلو پر جنوبي سیمو توغندي توغول شوي دي

    د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلو پر لور څو توغندي توغول شوي دي. د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې ځینې یې په سویلي ښار اشکلون کې لګېدلي دي.

    شنبې ماسپښین مهال په تل ابیب او شاوخوا ښارونو کې د سایرنونو غږونه اورېدل شوي.

    د اسرایلو خبري ویبپاڼې "وای نېټ" راپور ورکړی چې یو راکټ له تل ابیب څخه بهر د موټرو تم ځای کې لګېدلی دی.

  15. د ترکیې په استانبول کې د فلسطینیانو په ملاتړ لویه غونډه

    د نړۍ د ګڼو ښارونو تر څنګ د ترکیې په استانبول کې هم د فلسطینیانو په ملاتړ لویه غونډه شوې ده. په استانبول کې په زرګونو کسانو د فلسطین بيرغ په لاسونو کې نيولی او په دغه لاریون کې ګډون وکړ.

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، موږ به نړۍ ته اسرائیل د یوه داسې هېواد په توګه ور وپېژنو چې "جنګي جنایتونه"یې کړي دي.

    نوموړي وويل، "په غزه کې د وژنې تر ټولو ستر مسوول پخپله لوېديځ دى. د غزې وژنه په بشپړه توګه د لوېدیځ کار دی."

    ترکيه کې د فلسطين په ملاتړ لاريون

    د عکس سرچینه، Getty Images

  16. "غزه کې کمسارې بمباري"؛ اسرائیلو فلسطینیانو ته بیا خبرداری ورکړی چې د غزې جنوب ته کډه شي

    که تاسې د غزې په اړه زموږ له ژوندي خبري پوښښ سره تازه یو ځای شوي یئ، د ورځې د څو مهمو خبرونو سرټکي دلته لوستی شئ:

    • له تېرې شپې راهیسې غزه کې اسرائیلي پوځي الوتکي "په کمساري ډول پرلپسې بمونه غورځوي." هممهاله،‌ اسرائیلو یو ځل بیا د غزې په شمال کې خلکو ته ویلي، چې جنوب ته کډه شي.
    • د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه کې د اسرائیلو بریدونه "ټولوژنه" وبلله او وايي، اسرائیل به د "جنګي مجرم" په ډول وپېژني.‌
    • په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي،‌ د غزې د تړانګې په شمال کې دومره لویه بمباري شوې چې مخکې مو نه وه لیدلې.
    • له تېرې شپې راهیسې پر غزې په بشپړ ډول مخابراتي شبکې او انټرنیټ‌ پرې شوي دي. د ټوېتر مشر اېلون ماسک اعلان کړی چې د سټارلینک شبکې له لارې به نړیوالو پېژندل شویو خیریه ټولنو ته به غزه کې انټرنیټي خدمتونه برابر کړي.
    • د امریکا د ملي‌ امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، امریکا به اسرائيلو ته د "حماس ځپلو" لپاره خپلې مرستې روانې وساتي.‌
    • د تازه رپوټونو له مخې، تېرو درېیو اوونیو کې،‌ غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۷۰۰ اوښتی دی.
  17. د اسرائیل دفاع وزیر: 'موږ په جګړه کې پړاوونه بدل کړي'

    د اسرائیل دفاع وزیر یواف ګالانت وايي، د هېواد پوځ یې په جګړه کې پړاوونه بدل کړي او په خبرخ یې ''تر بیا ځل اعلانه پورې به عملیات روان وی.''

    هغه له اسرائیلي ټلویزیون کان ۱۱ سره خبرو کې وویل، ''نن شپه په غزه کې ځمکه ولړزېده.''

    نوموړي زیاته کړه: ''موږ پر ځمکه او ترې لاندې بریدونه وکړل. موږ پر ترهګریزو عاملینو له هر لوري او په هره کچه بریدونه وکړل. د ځواکونو لپاره لارښوود معلوم دی: تر بیا ځل اعلانه پورې به عملیات دوام کوي.''

  18. لندن کې زرګونو احتجاجیانو پر غزه د بمبارۍ بندیدو غوښتنه کړې

    د لندن ښار مرکزي برخې ته به سر ورښکاره کړو، چې زرګونه خلک پکې د فلسطینیانو په ملاتړ یو ځای کېږي او پر غزې د اسرائیل برید پای ختمېدلو غوښتنه کوي.

    تېره اونۍ د بریتانیا پلازمېنې په لارو، کوڅو کې تر ۱۰۰ زره پورې کسان راوتلي وو او پر غزه یې د بمبارۍ ختمولو غوښتنه کوله او اوس هم پولیس وايي، ښايي همدومره شمېر خلک بیا هم یو ځای شي.

    تمه کېږي چې د مانچسټر او ګلاسګو په ګډون به د بریتانیا په نورو ښارونو کې هم ورته غونډې وشي.

    دا غونډې په داسې حال کې کېږي چې پر اسرائیل د حماس له بریدونو درې اونۍ وروسته اسرائیلي ځواکونو پوځي عملیات پراخ کړي دي.

    لندن

    د عکس سرچینه، Reuters

  19. پر غزه د اسرائیلي ځواکونو له بیګانۍ بمبارۍ وروسته د سویلي رفح ښار تصویرونه

    موږ داسې تصویرونه ترلاسه کړي، چې نن د غزې په سویل رفح کې اخیستل شوي دي. هغسې چې په سیمه کې زموږ خبریال رشدي ابوالعوف وايي، د غزې په شمال کې خورا سخته بمباري شوې، د سیمې په سویل کې هم اسرائیلي ځواکونو هوايي بمبارۍ کړې.

    په تصویرونو کې د رفح ځینې اوسېدونکي لیدل کېږي، چې د ویجاړو شویو ودانیو په خاورو، خځلو کې ګرځي او ځینو نور بیا په لارو، کوڅو کې اوبه لېږدوي.

    دا معلومه ده، چې په رفح کې مخکې هم بمبارۍ شوې، ځکه موږ په کره توګه نه شو ویلای چې په تصویرونو کې تر سترګو کېدونکې ویجاړې شوې ودانۍ هغه دي، چې د تېرې شپې په بمباریو کې زیان وراوښتی.

    دا ټول تصویرونه د یوه عکاس لخوا اخیستل شوي، چې په سیمه کې د اې ایف پي خبري اژانس لپاره کار کوي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

  20. د اسرائیلي پوځ ویاند وايي، د دوی ځواکونه اوس هم په غزه کې دي

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د اسرائیلي ځواکونو ویاند دانئل هاګاري لږ مخکې یوې خبري غونډې ته تازه معلومات ورکړل. نوموړي د لاندنیوتازه پېښو یادونه وکړه.

    هاګاري تائید کړه، چې د اسرائیل ځمکني ځواکونه د غزې شمال ته ننوتي او د هوايي او سمندري ځواکونو په مرسته یې هلته ځمکني فعالیتونه زیات کړي دي.

    د هاګاري په وینا د اکتوبر ۷مې خونړیو بریدونو کې د یوه ''مهم فعال'' په ګډون حماس قوماندانان وژل شوي دي.

    نوموړی وايي اسرائیلي ځواکونه اوس هم پر ځمکنیو عملیاتو بوخت دي او زیاته یې کړه، چې اسرائیلي پوځیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

    هاګاري وايي، بشري مرستې به نورې هم وغځول شي او نن به هم خوړو، اوبو او درملو ته اجازه ورکړل شي، چې غزې ته ننوځي.

    هاګاري په دې څرګندونو سربېره وویل، اسرائیل ځواکونو د خپل هېواد په شمال کې د حزب الله پر هغو تاسیساتو بریدونه کړي، چې پر اسرائیل د برید لپاره ترې کار اخیستل کېده.

    هاګاري وايي، تر اوسه دوی د ۳۱۱ پوځیانو وژل کېدو او ۲۲۹ کسانو یرغمل کېدو معلومات لري او په خبره یې کورونو ته د یرغمل شویو کسانو ستنېدل د دوی لپاره ''ملي لومړیتوب'' دی.