د سوناک او د قطر امیر په لیدنه کې سیمې ته د تاوتریخوالي نه غځېدو پر اړتیا هوکړه شوې
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک او قطر امیر شیخ تمیم بن حماد آل ثاني په لیدنه کې غزې ته د خوړو، اوبو، او دارو درملو رسولو پر ''بېړنۍ اړتیا'' هوکړه شوې.
د بریتانیا لومړي وزیر دفتر یوه ویندوی په دې هکله ویلي، په دې لیدنه کې سیمې ته د تاوتریخوالي غځېدو مخنیوي پر اهمیت هم ټینګار شوی دی او په وینا یې دا هم ویل شوي، چې ''مشران دا مسوولیت لري چې له هرې شونې لارې دا مخنیوی وکړي.''
ښاغلی سوناک به نن وروسته مصر ته هم سفر وکړي او په هغه هېواد کې به له خپل سیال سره وویني.










