دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
سره میاشت: د القدس روغتون حالت "له کنټرول وتلی"
د عکس سرچینه، Reuters
د سرې میاشت او سره
صلیب نړیوال فدراسیون ویاند توماسو دیلا لانګا بي بي سي ته ویلي، په القدس روغتون
کې حالت "له قابو وتلی".
هغه زیاته کړې: "خلک
په دهلیزونو، زینو، بهر او دننه کې اوسېږي. پر دې سربېره ۵۰۰ ناروغان هم ژوند
ژغورونکو خدماتو ته اړ دي، چې په دې کې آی سي یو (ICU) یا د جدي مراقبت برخې او اکسیجن ته اړ
نوي زیږيدلي ماشومان هم پکې شامل دي.
د فلسطين سره میاشت هم
وايي، د القدس روغتون د بیړني پرېښودو امر ورته شوی خو وايي دا چاره شونې
نه ده.
هلته کارکوونکي وايي،
په روغتون کې ۴۰۰ ناروغان دي او شاوخوا ۱۴۰۰۰ ملکي وګړو هم هلته پناه اخیستې.
پر ټولنیزو شبکو شریکو
شوو وېډیوګانو کې ښکاري چې د روغتون دهلیزونه له خلکو ډک دي.
د فلسطین د سرې میاشتې
ویاندې نیبال فرسخ بي بي سي ته ویلي، له پرون راهیسې "په سیمه کې بمبار پام وړ
زور اخیستی" او "د روغتون د ودانۍ یوه برخه د یوه نږدې هوايي برید له
امله نړېدلې هم ده.
دا وايي، که د ناروغانو
د لېږدولو هڅه وکړي، مري.
په روغتون کې یوه
ډاکټر بي بي سي ته د یوه غږیز پیغام له لارې هلته حالت ډېر خطرناک بللی.
تېره شپه هم د روغتون خالي کولو د ورته امر صادرېدو ريپوټونه ورکړل شوي وو، خو نن چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه په
دې اړه پوښتل شوي چې ایا دا امر لا هم پر ځای دی؟ ویاند يې په ځواب کې ویلي: "دا
روغتون په شمال کې دی، نو هو".
تر دې
مخکې رشدي ابوالعوف له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و چې له پرون راهیسې په سیمه
کې د اسرائیلو هوايي بریدونه کم شوي او له مصر څخه غزې ته ډېرې مرستې رسېدلې دي.
دی وايي دغه برید روغتون کې پراته خلک او روغتیایي
کارکوونکي ویرولي او ګومان کوي، چې ګوندی دا یوازې یو خبرداری و او بل توغندی به د
روغتون ودانۍ په نښه کړي.
د فلسطین سرې میاشتې ټولنې مشر وايي، د دغه روغتون تخلیه
ځکه ناممکنه ده چې ګڼ شمېر ناروغان په بېړنۍ خونه کې بستر دي او دوی یې لېږدولو
لپاره هېڅ امکانات نه لري.
وروستی, غزه کې القدس رغتون ته نږدې برید
پر ټېلېګرام خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د غزې شمال کې له القدس روغتون
سره نږد له چاودنې وروسته لوګي پورته کېږي.
یکشنبه تر دې ورمخکې ډاکترانو او د فلسطین سرې میاشتې چې په دغه روغتون کې
کار کوي ویلي وو، چې د اسرائیل پوځ ورته د سملاسي وتلو امر کړی دی.
خو د سرې میاشتې په وینا په القدس روغتون کې ۴۰۰ ناروغان تر درملنې لاندې
دي او لېږدول یې امکان نه لري.