بولیویا اسرائیل سره دېپلوماتیک اړیکې پرې کړل
بولیویا غزه کې د روانو پوځي عملیاتو له کبله اسرائیل سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پرې کېدو اعلان وکړ.
بولیویا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر "فریدي ماماني" د اسرائیل کړنې د "یرغلیزو او غیر متناسبو" ګامونو په توګه وغندلې.
بولیوا د لایتنې امریکا لومړنی هېواد شو چې د روانې شخړې له کبله یې اسرائیل سره اړیکې خرابېږي.
دغه هېواد د اوربند غوښتنه کړې او وايي غزې ته به بشري مرستې واستوي.
بولیوا پخوا هم اسرائیل سره پر غزې تراړې د بریدونو له کبله دېپلوماتیکې اړیکې پرې کړې وې، خو دا اړېکې له یوې لسیزې پرېکون وروسته په ۲۰۱۹ کال کې بېرته پیل شوې.






















