
اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.
ژوندی پوښښ

وروستی, امریکا مني چې پر غزه یې بېپیلوټه الوتکې چورلېږي, مکس مټزا/بيبيسي نیوز

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالتونو په لومړي ځل منلې ده چې د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته یې د غزې تړانګې پر اسمان بې پیلوټه څارګرې الوتکې چورلېږي.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند برید جنرال پټ رایډر په یوه بیان کې ویلي، چې ډرون الوتکې یې د یرغمل شویو "د ملاتړ د هڅو پخاطر" فعالیت کوي.
په بیانه کې راغلي چې "د امریکا متحده ایالتونه د غزې پر اسمان د بېپیلوټه بېوسلو الوتکو څارګره څارنه کوي او سربېره پر دې خپلو اسرائیلي ملګرو ته د یرغمل شویو د خلاصون د هڅو په باب مشورې او ملاتړ وړاندې کوو".
له "ریپر" ډرون الوتکو په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال هم په بریدونو کې ګټه اخیستل شوې ده، خو دا چې پر یوه سیمه په یو ځل د پاسه څه باندې ۲۰ ساعته د چورلېدو توان لري، د ډرون څارګرو الوتکو په توګه په لومړي غوراوي کې ګټه ترې اخیستل کېږي.
بشپړ رپوټ یې دلته لوستلی شئ
د الشفاء روغتون دروازه کې پر امبولانس د اسرائیلو بمبارۍ ۱۳ کسان وژلي
د اسرائیلو پوځ د جمعې په ورځ ومنله چې په غزه ښار کې یې د الاکبر روغتون دروازه کې یو امبولانس په نښه کړی چې په وینا یې دغه امبولانس "د حماس اړوندو (ترهګرو) عناصرو له لوري کارول کېده".
د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي بمبار کې "لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي".
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانونم ګیبریسوس ویلي "ژور ټکان یې خوړلی دی".
ده پر اېکس لیکلي: "یو ځل بیا وایو: په هر وخت کې باید ناروغان، روغتیاپالان، مؤسسې او امبولانسونه خوندي وساتل شي".
په فلسطیني نیول شویو سیمو کې د ملګرو ملتوونو د بشري چارو همغږې کوونکې مشرې لین هسټینګر ویلي پر هغه امبولانس د برید له کبله بوږنېدلې ده چې ناروغان یې خوندي ځای ته لېږدول.

د عکس سرچینه، Reuters
وروستی, د غزې شمال کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو برید ۲۰ کسان وژلي
په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې شمال کې پر یوه ښوونځي برید شوی چې لږ تر لږه ۲۰ کسان پکې وژل شوي.
د وزارت په یوه بیان کې راغلي چې دا ښوونځی د غزې شمال الصفطاوي سیمه کې د بېځایه شویو خلکو د کمپ په توګه کارول کېده چې مستقیما برید پرې شوی دی.
د وزارت په وینا، پر ښوونځي مخامخ د "ټانکونو بریدونه شوي".
په غزه کې ترټولو لوی روغتون الشفا ته څېرمه چاودنه شوې
د راپورونو او يو شمېر ويډيوګانو له مخې په غزه کې تر ټولو لوی روغتون الشفا ته نژدې چاودنه شوې ده.
بي بي سي د یو شمېر ویډیوګانو له مخې تائیدولی شي چې پېښه کې یو شمېر کسان سخت ټپیان شوي او پر سړک پراته دي.
د غزې روغتیايي اداره چې د حماس تر کننټرول لاندې ده، وايي د امبولانسونو یو کاروان د روغتون په دروازه کې د اسرائیلو له خوا په نښه شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د اسرائیلي پوځ له قوله ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې کوي.
بي بي سي دری ویډیوګانې کتلي، چې یوه یې خورا زړه بوږنوونکي عکسونه لري، او تائیدوي چې دا انځورونه د الشفا روغتون د بهرنۍ برخې دي، چې نن ماسپښین خپاره شوي دي.
له دې په يوه ویډیو کې خلک لیدل کېږي چې د موټرو تر څنګ په وینوککړ پراته دي، ځینې سخت ژوبل دي او ځینې یې حرکت نشي کولی.

د عکس سرچینه، Reuters
وروستی, اسرائیلو غزه کې د لنډمهالي اوربند غوښتنه بیا رد کړه
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حماس ډلې سره د لنډمهالي اوربند غوښتنه یو ځل بیا رد کړې ده.
نوموړي په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، تر هغې به اوربند ته غاړه کېنږي چې د د حماس له لوري د اوکټوبر پر اوومه ټول یرغل شوي ازاد شوي نه وي.
د اسرائیلو لومړي وزیر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له هغو څرګندونو وروسته دا خبرې کولې د لنډمهالي بشري اوربند غوښتنه په کې شوې وه.
ښاغلي بلېنکن دا هم ویلي، چې دغه ډول اوربند به د یرغمل شویو لپاره "غوره چاپیریال برابر کړي" چې ازاد کړل شي.
خو نتنیاهو وايي، اسرائيل به داسې لنډمهال اوربند ونه مني چې د ټولو یرغمل شویو ازادېدل په کې نه وي ډاډمن شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فلسطیني وګړو د خوندیتوب لپاره د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه وکړه
انتوني بلېنکن چې دمګړۍ په اسرائيل کې دی. وويل،دغه هېواد ته یې يو ځل بيا سفر وکړ،ترڅو له امريکايي متحدینو سره د ډيپلوماسۍ له لارې ډاډ ترلاسه کړي، چې د اکتوبر د اوومې نېټې د بريد په څېر بريد به بيا هيڅکله نه کېږي.
نوموړی وايي، چې د دې کار د ترسره کولو لپاره باید یو لړ مهم ګامونه واخیستل شي. لکه، د جګړې د زیاتیدو او نورو سیمو ته د خپریدو مخنیوی.
ښاغلي بلېنکن دا هم وویل،چې د فلسطيني وګړو د خوندیتوب لپاره بايد زيات تدبيرونه ونيول شي چې د دې لپاره د اسرائيلي عملياتو د ډولڅرنګوالى مهم دى.
بلېنکن زیاته کړه، ملکي وګړي باید "د حماس د وحشت" پایلې ونه ګالي.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې غزې ته بايد د بشري مرستو رسول زیات شي.

د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان حزب الله ډلې په اړه لنډ معلومات
د لبنان حزب الله غورځنګ یو سیاسي ګوند او شیعه وسله واله ملېشه ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا یې ملاتړ کېږي.
حسن نصرالله له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دغه غورځنګ عمومي منشي او مشر دی.
حزب الله غورځنګ د ۱۹۸۰ لسېزې په لومړیو کې د اسرائیلو له خوا د لبنان د اشغال پر مهال د ایران د حکومت په مالي او پوځي مرسته جوړ شو.
حزب الله ډله د سویلي لبنان د شیعه ګانو د دفاع لپاره د یوه ځواک په توګه راڅرګنده شوه، چې په دودیز ډول له واک څخه بهر پاتې وو.
دې ډلې په تدریجي ډول د لبنان په سیاسي سیستم کې هم رېښې وځغلولې او له خپلې سیاسي څانګې سره د لبنان په یوه مهم سیاسي ګوند واوښت، چې اوس ان د کابینې د پریکړو کې د ویټو کولو ځواک هم لري.له هغه وروسته چې حماس د اکتوبر پر اوومه په اسرائیلو ناڅاپه خونړی برید وکړ او لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول، د حزب الله او اسرائیلو تر منځ هم سرحدي سیمو کې په پرله پسې ډول ډزې پیل شوې.
په اوس وخت کې د دغه غورځنګ وړتیا له ځینو اړخونو د لبنان پوځ په پرتله لوړه ده او د پام وړ ځواک هم لري، چې له اسرائیلو سره د ۲۰۰۶ کال په ۳۳ ورځو جګړه کې څرګند شو.د حزب الله غورځنګ د اصلي رېښې پیدا کول اسان نه دی، خو لومړنۍ نښې يې په ۱۹۸۲ کال کې د فلسطیني اورپکو د بریدونو په ځواب کې پر سویلي لبنان باندې د اسرائیلو له برید وروسته ترسترګو شوې.ویل کېږي په ۱۹۸۳ کال کې د امریکا پر سفارت او د امریکا د سمندري ځواکونو پر اډې بمي بریدونه، چې ۲۵۸ امریکایان او ۵۸ فرانسويان په کې ووژل شول، د همدې ډلې کار و.
دا بریدونه له لبنانه د لویدیځ سوله ساتو ځواکونو د وتلو لامل شول.
په ۱۹۸۵ کال کې د حزب الله غورځنګ په رسمي توګه د یوه پرانیستي لیک په خپرولو سره خپل موجودیت اعلان کړ او امریکا او روسیه یې د اسلام اصلي دوښمنان یاد کړي وو.

د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، حسن نصرالله له ۱۹۹۲ کال راهیسې د حزب الله غورځنګ مشر دی د حزب الله مشر حسن نصرالله خپله وینا پیل کړه
دا د حماس له خوا پر سویلي اسرائيل له بريد او پر غزې د اسرائيلو د غچ اخيستو له بريدونو وروسته د حسن نصرالله لومړۍ وينا ده.
دا چې نوموړی له کومه ځایه خبرې کوي دا معلومه نه ده، خود حزب الله ډلې د پلویانو په ګډون زرګونه کسان په بیروت کېراټول شوي،چې د ښاغلي نصرالله وینا واوري.
د حزب الله ډله په بریتانیا، امریکا او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي.
د حزب الله ډله د لبنان په موقت حکومت کې پیاوړې برخه لري او د دې هېواد په پارلمان او سیاسي چاپیریال کې یو له فعالو ګوندونو څخه دی.

د عکس سرچینه، EBU
اسرائيل وايي، پوځ یې له لبنان پولې سره د "لوړې کچې" خبرداري حالت کې دی
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري په خبري کنفرانس کې وویل، چې پوځ یې د اسرائیلو په شمالي پولو کې د "لوړې کچې" خبرداري حالت کې دی.
په وروستیو اوونیو کې له لبنان سره د اسرائیلو شمالي پوله د اسلامپالې ډلې حزب الله سرتېرو او اسرائیلي پوځ ترمنځ د تاوتریخوالي د پېښو شاهده وه.
د حزب الله ډله، چې په بریتانیا، امریکا او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي، تمه ده، چې نن له اوونیو وروسته خپله چوپتیا ما ته کړي او وینا وکړي.
د رویټرز خبري اژانسپر بنسټ هاګاري وايي: "پرون موږ په پراخه کچه بریدونه وکړل او د حزب الله د ډزو په ځواب کې چې یو شمېر ملکي وګړي یې ټپیان کړل، موږ د هغهیو شمېر ترهګریز مرکزونه په نښه کړل."
نوموړي وویل:"موږ به د اسرائیلو پر ملکي وګړو هر ډول برید ته سخت ځواب ورکړو، او موږ دا مهال په شمالي پولو کې د هر ډول پېښې د ځوابولو لپاره خورا لوړ چمتووالی لرو."
بلېنکن په تل اویو کې له بنیامین نتنیاهو سره وکتل
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره د بنیامین نتنیاهو د لیدنې انځورونه خپاره کړي دي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر په ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په تل اویو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره شخصي لیدنه کوي.
همدارنګه دوی لیکلي، چې: "د کابینې له غړو سره به هم وویني."
د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا له خونړیو بریدونو وروسته دا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دریم سفر دی، چې اسرائیلو ته یې کوي.

د عکس سرچینه، @IsraeliPM
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسرائیلو ته تللی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به دې سفر په لړ کې د اسرائیلو له واکمن سره وویني.
ویل کېږي، چې ښاغلی بلېنکن به د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وغواړي، چې غزه کې د ولسي خلکو د ساتنې لپاره "کوټلي ګامونه" پورته کړي.
دا په ډېره لنډه موده کې د امریکا لوړ پوړو چارواکو پرله پسې سفرونه دي، چې اسرائیلو ته یې ترسره کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفر مخکې په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، له اسرائیلي چارواکو سره د خبرو په لړ کې په دې هم غږیږو، چې غزه کې ملکي وګړو ته د زیان د رسیدو کمولو لپاره "کوټلي ګامونه" واخلي.

د عکس سرچینه، Reuters
وروستی, 'له غزې څخه به اسرائیلو کې هېڅ وګړی د کار اجازه ونه لري'
اسرائیلي حکومت ویلي د غزې هغه اوسېدونکي به بېرته کلابندو شویو فلسطیني سیمو ته ستانه کړي چې اسرائیلو کې کار کوي.
دا اعلان پر اسرائیلو د حماس له لوري له برید او بیا پر غزه د اسرائیلو تر یوې میاشتې بریدونو وروسته شوی دی.
د اسرائیلو د وزارتي امنیتي ناستې په بیان کې راغلي چې "اسرائیل له غزې سره هر ډول اړیکه پرې کوي او له غزې څخه به اسرائیلو کې هېڅ کوم کارګر پرې نه ږدي".
دوی زیاتوي چې "د غزې دغه کارګر چې اسرائیلو کې د جګړې تر ورځې پورې موجود وو، بېرته غزې ته ستانه کړل شي"، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره کسان به بېرته ستنول کېږي.
د فلسطیني ملکي چارو اړوندې د اسرائیلو دفاعي ادارې د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو او حماس ترمنځ له جګړې پیلېدو مخکې اسرائیلو نژدې ۱۸۵۰۰ د غزې اوسېدونکو ته د کار جوازونه ورکړي وو.
وروستی, د امریکا استازو جرګې له اسرائیلو سره د مرستې لایحه تصویب کړه، خو مشرانو جرګه کې چانس نه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د استازو جرګې له اسرائیلو سره د ۱۴٫۳ میلیارد ډالرو مرستې یوه بسته تصویب کړه، خو په مشرانو جرګه کې دیموکراټانو خبرداری ورکړی په دې جرګه کې د تصویب لپاره چانس نه لري.
د جمهوریپالو دا طرحه د ۱۹۶ رایو په مقابل کې ۲۲۶ استازو د ۱۲ دیموکراټانو په مرسته تصویب شوه.
د دیموکراټانو مشران غواړي په دې لایحه کې له اوکرایین سره مرستې شاملې شي، خو جمهوریپال په دې طرحه کې له اوکرایین او اسرائیلو سره د مرستې له مدغمولو سره مخالف دي.
دیموکراټانو همدارنګه د دې طرحې له جوړښت سره هم مخالفت لري: د دې طرحې هدف دا دی چې میلیاردونه ډالره له اسرائیلو سره د داخلي عوایدو سازمان (ای ار اېس) د بودیجې په کمولو سره چې دده یې مالیې راغونډول دي، تامین کړي.
په سنا کې د دیموکراټانو مشر چاک شومر د استازو جرګې دا لایحه ډېره نیمګړې وبلله او وویل چې د کانګرس عالي جرګه به – چې په لږ اختلاف د دیموکراټانو په واک کې ده- دا تصویب نه کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، په کانګرس کې د تصویب په صورت کې به یې ویټو کړي.
"تلوېزیون کې د خپلې کورنۍ د ۲۶ غړو په وژل کېدو خبره شوم"
زینب سلیمان له خپلې مور او پلار او خور سره له دریو کلونو راهیسې د مصر قاهره کې اوسېږي. د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه، په غزه تراډه کې د ماماګانو پر کور د بمبار پر خبر وبوږنېدله.
پر تلوېزیون یې د خپلې کورنۍ ۲۶ وژل شوي مړي ولیدل چې د کور له کنډوالو رایستل کېدل چې ۱۷ پکې ماشومان وو. دا وايي "د تلوېزیون ښیښې ته په کتلو اوتر شوو.. یوه شېبه ټول چوپ شول او څه مو چې لیدل زړه ته مو نه لوېده چې رښتیا دې وي، مور مې بېهوښه شوه.
بشپړه کیسه یې دلته لوستلی شئ:

غزه ښار
وړاندې د اسرائیلو پوځ ادعا کړې وه چې ځواکونو یې غزه ښار کلابند کړی چې د غزې تړانګې یوه لویه برخه جوړوي.
له جګړې پیلېدو مخکې، دا د د غزې تړانګې تر ټولو لویه نفوس لرونکې برخه وه.
د اټکل له مخې، هلته ۷۷۵٫۰۰۰ خلک مېشت وو، چې تر ټولو ګڼ مېشته سیمه وه.
خو ګڼ یې اوس له هغه ځایه وتلي او د اسرائیلو د پوځ له خبرداري سره سم د اکتوبر د ۷مې له بریدونو وروسته د غزې له شماله ګڼ خلک جنوب ته تېره میاشت ولېږدېدل.
د اسرائیلو پوځ غزه د حماس د فعالیتونو د "مرکز" په توګه یاد کړی.



وروستی, نړیوال کارپوهان: د فلسطین ولس له ډله ییزې نسلوژنې سره مخامخ دی
په نیول شوې فلسطیني خاوره کې د بشر حقونو اړوندې ځانګړې ډلې په ګډون نړیوالو کارپوهانو په یوه بیان کې ویلي، چې د فلسطین ولس "د ډله ییزې نسل وژنې له لوی خطر سره مخامخ دی".
دغو خپلواکو کارپوهانو ویلي: "تر اوسه موږ پر دې نظر یو چې د فلسطین ولس د ډله ییزې نسل وژنې له لوی خطر سره مخامخ دی او په غزه کې د نسل وژنې او بشري ناورین د مخنیوي وخت په ختمېدو دی".

د عکس سرچینه، Getty Images
د فلسطین سرې میاشتې ادارې ویلي، د اسرائيلو بمبارۍ کې د القدس روغتون زیانمن شوی
د فلسطین سرې میاشتې اداره وايي، د غزې ښار پر مرکزي روغتون د اسرائیلو بریدونه د هغو زرګونو ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، چې هلته مېشت دي.
يادې سرې میاشتې د اسرائیلو پوځ په "بې توپیره ډزو" تورن کړی دی.
د غزې ښار په لوېدیځ کې القدس روغتون ته څېرمه د تل الحوا سیمه کې په دې وروستيو کې اسرائيلو هوايي بريدونه کړي دي.
د دغه روغتون کارکوونکي وايي، دلته ۴۰۰ ناروغان بستر دي او ۱۴ زره ملکي کسانو په دې روغتون کې پناه اخیستې ده.
اسرائیلي پوځ تېره یکشنبه د روغتون خالي کولو امر وکړ، خو هلته کارکوونکي وايي، د ناروغانو لېږدول شوني نه دي.
په غزه کې طبي چارواکو د ملګرو ملتونو ښوونځي ته څېرمه د ۲۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی
د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې طبي چارواکي وايي، د غزې په شمالي ښار جبالیه کې د ملګرو ملتونو یوه ښوونځي ته څېرمه د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.
بي بي سي تر اوسه د دې شمېرې پخلی نه دی کړی او د ملګرو ملتونو سره يې په دې اړه تماس نیولی دی.
د فرانسې خبري اژانس له خوا اخيستل شوي عکسونه ښیې چې د پېښې په ځای کې څو تنه ټپیان دي.
د لبنان حزب الله وايي اسرائیلۍ بې پیلوټه الوتکه یې نسکوره کړې
د لبنان حزب الله ویلي، د دغه هېواد په سویل کې یې یوه اسرائیلي بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې.
اسرايئلو د لبنان دغه ادعا در کړې ده.
دا په یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې لبنان د اسرائیلو په تړاو ورته ادعاوې کوي.
که څه هم اسرائیلي پوځ د لبنان دغه ادعا رد کړې، خو دا یې تایید کړې چې له ځکمې توغندی ورتوغول شوی، خو اسرائیلۍ بې پیلوټه الوتکې ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.
