اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, اسرائیل: د جګړې درېدو لپاره هر ډول خبرو کې باید د یرغمل شویو اسرائیلو خلاصون شرط وي

    اسرائیلو که څه هم وار وار په غزه کې له اوربنده انکار کړی او هلته یې خپل هوايي او ځمکني عملیات روان ساتلي خو په کمساري ډول یوه چارواکي له شرایطو سره د اوربند په اړه خبرې کړې.

    د اسرائیلو د لومړي وزیر یوه مشر سلاکار مارک رېګو ویلي "زمونږ له نظره د اوربند په اړه هره هوکړه کې باید د نیول شویو اسرائیلیانو خلاصون شامل وي."

    د هغه له دې بیان وروسته د بي بي سي خبریالې لېز دوسېت هغه ته د حماس هغه بیان مخکې کړ چې وايي "د اسرائیلو په بریدونو کې ۶۰ یرغمل شوي اسرائیلیان وژل شوي." په دې صورت کې د دوی درېځ څه دی؟

    نوموړي وویل "زه دا نشم تایدولی او زه باور لرم چې دا د حماس د رواني جګړې یوه برخه ده."

    د اسرائیلو دغه چارواکي وویل 'حماس غواړي په داسې بیانونو په دوی د حملو مخه ونیسي دوی غواړي اسرائیلو ته وښيې چې تاسې په بریدونو کې خپل یرغمل شوي کسان وژنی!'

    اسرائیل
  2. وروستی, په غزه کې روغتیايي چارواکو د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۹۷۷۰ تنه اعلان کړ

    په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتيايي چارواکي وايي، د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۹۷۷۰ تنو ته رسېدلی دی.

    د دوی په وينا د وژل شویو کسانو له ډلې ۴۸۰۰ یې ماشومان دي.

    د اسرائیلي سرچینو په وینا د جګړې له پیل راهیسې ۱۴۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او حماس ۲۴۰ تنه یرغمل نیولي دي.

  3. وروستی, د بلنکن سره کتنه؛ محمود عباس په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې

    د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلنکن سره د کتنې پر مهال د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي "په غزه کې باید بیړنۍ اوربند اعلان او مرستندویه ادارو ته د مرستو رسولو اجازه ورکړل شي."

    د فلسطین د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې ښاغلي عباس د امریکا دغه لوړپوړي چارواکي ته ویلي "زه په غزه کې د یوې مخې ټول وژنې او دا چې په غزه کې د اسرائیلو په بې رحمه بریدونو کې په فلسطینیانو څه تیریږي په اړه د غندنې هیڅ لفظونه نه لرم."

    نوموړي د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته دا هم ویلي چې "د اسرائیلو د جګړې ماشین هیڅ نړیوالو او بشري حقونو ته درناوی نه لري."

    دا ورته داسې غوښتنه او نیوکې دي چې عرب مشرانو هم له بلنکن سره خبرو کې مطرح کړې وې.

    خو پرون د شنبې په ورځ له عرب مشرانو سره له ناستې وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند غوښتنه له دې کبله رد کړې وه چې د ده په ټکو جنګ بندي به حماس ډلې ته د بیا راوپوته کېدو فرصت ورکړي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

  4. وروستی, د امریکا بهرنیو چارو وزیر په یوه ناڅاپي سفر د فلسطین رام الله ته تللی

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین رام الله ته تللی او د دغه هېواد ولسمشر سره یې کتلي‌ دي.

    بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل ډيپلوماتیک سفر پر مهال رام الله ته د سفر په اړه څه نه و ویلي.

    رام الله ته د بلېنکن د رسېدو څو انځورونه هم خپاره شوې دي.

    رام الله د فلسطین اشغال شوې لوېدیزه غاړه کې د فلسطیني چارواکو مرکز دی چېرې چې هغه د فلسطین له ولسمشر سره هم کتلي دي.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن له څور ورځو راهیسې په منځني ختیځ کې دی. نوموړی د جمعې پر ورځ په تل ابیب او د شنبې پر ورځ امان ته هم تللی و.

    د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره د هغه د کتنې ډېر جزیات نشته، خو ویل کېږي چې د حماس تر واک لاندې غزې په اړه به په وروستیو جزیاتو حتما خبرې شوې وي.

    انتوني بلنکن له دې وروسته پام کې لري چې د ورځې پای کې د خبرو لپاره ترکیې ته هم لاړ شي.

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    امریکا

    د عکس سرچینه، EPA

    محمود عباس

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، له محمود عباس سره د انتوني بلنکن لیدنه
  5. وروستی, په امریکا او نوره نړۍ کې د فلسطېنیانو سره د خواخوږۍ او د اوربند په ملاتړ لاریونونه

    په غزه د اسرائیلو د دوامداره بریدونو درېدو او بشري اوربند په موخه د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې لاریونونه، غونډې او مظاهرې دوام لري.

    په دې لړ کې له بریتانیا وروسته امریکا کې هم ستر لاریون شوی چې پکې زرګونو خلکو ګډون کړی وو.

    د امریکا په واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې زرګونو لاریون کونکو د فلسطین ملاتړي شعارونو تر څنګ په ولسمشر بایډن د نیوکو شعارونه هم بدرګه کول چې ولې 'په جګړه کې د اسرائیلو ملاتړ کوي.'

    لاریونوالو چې له ځانونو سره یې د فلسطین بیرغونه هم راوړي وه ویل په غزه باید بریدونه وردول شي او په وینا یې "دا د ژوند مسله ده."

    له واشنګټن ور ها خوا کاناډا، د اروپا په ځينو ښارونو،منځني ختیځ او همدارنګه افریقا کې هم د اوربند په ملاتړ لاریونونه شوي او له نړۍ غوښتنه شوې چې په غزه د اسرائیلو بریدونو په اړه دې پټه خوله نه پاتې کېږې.

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

  6. زېلېنسکي: د اسرائیل-غزې جګړه له اوکرایین تمرکز اړوي

    اوکرایین

    د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

    د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ومنله چې د اسرائیل – غزې جګړه د اوکرایین له شخړې تمرکز اړوي.

    هغه ویلي د روسیې یو هدف همدا دی چې د اوکرایین له جګړې پام واوړي.

    خو ښاغلي زېلېنسکي په ورته مهال دا رد کړې، چې ګوندې د دغه هېواد ځوابي عملیات دې ټکني پر مخ روان وي.

    تر دې مخکې ترسره شویو ارزونو ښودلې چې د اوکرایین سویل کې پیل شوي ځوابي عملیات ډېر سوکه پر مخ ځي.

    دې د کیېف له لودیزو متحدان سره چې د ځینو د وګړو ترمنځ اوکرایین ته د نورو پرمختللو وسلو او پیسو د ورکولو اړه مخالفت په ډېرېدو دی، له جګړې د ستړیا اندېښنه پیدا کړې.‌

  7. د عربي هېوادونو لخوا د عاجل اوربند غوښتنه او انقرې ته د بلېنکن سفر

    حماس

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر د بشردوستانه اوربند لپاره د دیپلوماتیکو هڅو په لړ کې د منځني ختیځ پر سفر بوخت دی.

    ټاکلې هغه یکشنبه انقره کې له چارواکو سره وګوري.

    ترکیې تېره ورځ اعلان وکړ چې غزه کې د اوربند له مکررو غوښتنو د انکار له کبله یې له اسرائیلو خپل سفیر بېرته ورغوښتی دی.

    د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ ناوخته ویلي و چې جګړه کې پر یوه بشردوستانه ځنډ د هوکړې برخه کې یو څه پرمختګ شوی دی.

    عربي هېوادونه د عاجل اوربند غوښتنه کوي. خو امریکا ورسره له دې کبله موافقه نه ده چې دا به له حماس سره د خپلو وسله والو تنظیم او پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

  8. تل ابیب کې زرګونو احتجاج کوونکو د یرغمل شویو د ازادۍ غوښتنه وکړه

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Reuters

    د اسرائیل په تل ابیب کې شنبه زرګونو کسانو حماس لخوا د شاوخوا ۲۴۰ یرغمل شویو کسانو د کورنیو لخوا په وربلل شوي احتجاج کې برخه اخیستې وه.

    دوی له دغه شعار سره چې "هغوی بېرته کور ته راولئ" د یرغمل شویو د ازادۍ غوښتنه کوله.

    ځینو معترضانو د یرغمل شویو کسانو عکسونه هم له ځان سره راوړي وو.

    دغه کسان نږدې یوه میاشت مخکې پر اسرائیل د حماس وسله والو د برید پر مهال یرغمل شوي او اوس یې له ځان سره په غزه کې ساتلي دي.

    هممهاله بیت المقدس کې هم ګڼ شمېر کسان د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د استوګنځي مخې ته راټول شوي وو او د هغه د استعفا غوښتنه یې کوله.

  9. وروستی, حماس: اسرائیلي ځواکونو مرکزي غزه کې د کډوالو پر المغازي پنډغالي برید کړی

    د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د کډوالو پر المغازي پنډغالي 'خونړی' برید کړی دی.

    دوی ویلي د شنبې او یکشنبې ترمنځ پر شپه دغه برید کې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

    د فرانسې خبري اژانس د اسرائیلو پوځ د یوه ویاند په حواله لیکلي، دوی په دې اړه څېړنې کوي، چې ایا ځواکونو یې د دې پېښې پر مهال په دې سیمه کې عملیات درلودل که نه.

    دغه خبري اژانس د محمد علاالول په نوم یوه ژورنالیست سره هم غږېدلی چې وايي په دغه برید کې یې د کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

    بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دا پېښه نشي تاییدولی.

  10. د ترکیې لخوا له اسرائیلو د خپل سفیر غوښتل کېدل

    ترکیې غزه کې له اوربنده د اسرائیل د انکار له کبله له دغه هېواده خپل سفیر ور غوښتی دی.

    د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دا ګام د اسرائیلي ځواکونو د پرله پسې بریدونو له کبله غزه کې د بشري غمیزې او له اوربنده ددغه هېواد د انکار پایله کې اخیستل شوی دی.

    د یادونې ده چې ترکیې په ۲۰۱۸ کال کې هم د لسګونو فلسطینیانو د وژلو په اعتراض کې له اسرائیلو خپل سفیر ورغوښتی و، خو څلور کاله وروسته یې همدا تېر ۲۰۲۲ کال بیا شاکر اوزکان دغه هېواد ته د سفیر په توګه واستاوه.

    دا ګام د اسرائیل او ترکیې ترمنځ د ډېرېدونکي کړکېچ ښودنه کوي.

    تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي و، چې انقره د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره اړیکې پرې کوي.

    ترکي رسنیو د ښاغلي اردوغان له خولې لیکلي وو چې نتنیاهو داسې کس نه دی چې نورې خبرې ورسره وشي او دا چې دوی "خط پرې کښلی دی."

  11. بایډن: د غزې جګړه کې د بشردوستانه ځنډ برخه کې پرمختګ شوی

    USA

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل او حماس ترمنځ روانه جګړه کې د یوه بشردوستانه ځنډ د ډاډمنتیا برخه کې پرمختګ خبر ورکړی دی.

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې سیمه کې پر دیپلوماتیکو هڅو بوخت دی، پر دې موضوع کار کوي.

    ښاغلي بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دې برخه کې څه پرمختګ شوی که نه، وویل، "هو".

    خو هغه د دغه پرمختګ جزییات نه دي شریک کړي.

  12. غزه کې د ملکيانو لپاره حالت لا د ډار او وېرې دی. د بي بي سي ځانګړی خبريال چې اوس بيت المقدس کې دی، له څو ورځو راهيسې يې له هغو خبریالانو سره کار کړی، چې غزه کې د بي بي سي سره فلم اخلي، چې هلته پر خلکو د جګړې د اغېزو په اړه راپورونه چمتو کړي. يوه يادونه دا چې دې راپور کې یې له پيله خواشينوونکي انځورونه دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  13. د رفح لاره د بهرنیانو پر مخ تړل شوې ده

    د رفح بندر له لارې هغو کسانو ته د تګ اجازه چې بهرني پاسپورټونه لري ظاهرا د ټپيانو د ايستلو پر سر د اختلاف له امله ځنډول شوې ده.

    په تېرو څو ورځو کې سلګونه بهرني وګړي له همدې لارې له غزې څخه مصر ته اوښتي وو.

    خو د فلسطیني سرچینو په وینا، د شنبې په ورځ هېڅ یو بهرني وګړی، يا هغه څوک چې دوه ګونی تابعيت لري او يا هم ټپيانو ته د تېرېدو اجازه نه وه.

    ویل کېږي، سلګونه کسان پولې ته نژدې تللي، خو دروازه يې پر مخ نه ده پرانیستل شوې.

    فلسطینۍ غاړې ته سرچینو بي بي سي ته ویلي، تر هغې به بهرنيانو او يا هغو کسانو ته چې دوه ګونی تابعيت لري د سفر اجازه ورنه کړل شي چې ترڅو د ټپیانو د خوندي لېږد په اړه هوکړه نه وي شوې.

  14. ترکيې له اسرائيلو خپل سفير غوښتی دی

    ترکیې ویلي، په اسرائیلو کې یې خپل سفیر د مشورې لپاره ورغوښتی دی.

    د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا په اسرائيلو نيوکې کړې او ويلي يې دي، چې له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې نشي کېدی.

    عربي هېوادونو په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې خو امریکا وايي دا به له حماس سره مرسته وکړي

  15. وروستی, د امریکا بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند په اړه د ځینو عربي مشرانو غوښتنه نه ده منلې

    د عربي نړۍ له مشرانو سره له خبرو اترو وروسته په خبري ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوربند په اړه له مهمې پوښتنې سره مخ شو خو هغه په واضح ټکو وویل "امریکا د اوربند ملاتړې نده."

    په دې ناسته کې د مصر او اردون تر څنګ یو شمېر نورو هېوادونو د اوربند غوښتنه کړې وه خو په خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې انتوني بلنکن وویل "په دې وخت کې اوربند به حماس ته لا وخت ورکړي چې بیا راپورته شي او لکه د اکتوبر د اوومې په شان پېښې بیا تکرار شي."

    هغه دا هم وویل " اسرائیل له خپل ځان څخه د دفاع حق لري خو د ده په ټکو دا په دې پورې اړه لري چې اسرائیل یې څنګه کوي."

    امریکا

    د عکس سرچینه، Antony Blinken

  16. وروستی, د مصر بهرنیو چارو وزیر: 'د فلسطینیانو سره دې دوه ګونی او له نورې نړۍ جلا چلند نه کیږي'

    د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامع شوکري ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلنکن سره یې خبرو کې هغه ته "د دوه ګوني چلند او جلا معیارونو په اړه خبرداری ورکړ."

    هغه ویلي "د ولسي خلکو په نښه کول او د نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه که د هر چا لخوا وي باید وغندل شي" د ده په وینا دا معیار اوس د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ جګړه کې په پام کې نه دی نیول شوی.

    هغه همدا راز ویلي پکار نده چې د عربو وینه له نورو کم ارزښته وبلل شي.

    ښاغلي شوکري یو ځل بیا په اسرائیلو د اوربند غږ هم کړی دی.

    غزه

    د عکس سرچینه، bb

    د عکس تشریح، د مصر بهرنیو چارو وزیر
  17. غزه کې د جګړې څلور اوونۍ

    له هغه راهيسې چې غزه کې جګړه پيل شوې، اوس څلور اوونۍ تېرېږي، زرګونه فلسطينيان وژل شوي، ژوبل شوي او يا هم ورک دي. د بي بي سي ځانګړي خبریال فرګال کين غزه کې دننه خبريالانو سره په ګډه کار کړی، او له بيت المقدسه يې دا راپور راستولی دی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. وروستی, د غزې شمال کې لا هم ۴۰۰ زره خلک پاتې دي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر له عرب مشرانو سره ګوري

    په منځني ختیځ کې د امریکا ځانګړی استازی ډېوېډ سټر فیلډ وايي، د غزې تړانګې په شمال کې د اسرائیلي ځواکونو له پراخو ځمکنیو عملیاتو سره سره، لا هم هلته شاوخوا ۴۰۰ زره خلک پاتې دي.‌

    اسرائیلي ځواکونو د غزې په شمال کې له ځايي خلکو غوښتي وو چې جنوب ته ولاړ شي- هغه ځای چې اسرائیل یې "خوندي" ګڼي.

    خو ملګري ملتونه،‌ خیره ټولنې او غزه کې ځایي ‌خلک وايي، د دوی لپاره غزه کې هېڅ خوندي‌ ځای نه شته. له هغې راهیسې چې اسرائیلو بمباري پیل کړې، د غزې په جنوب کې هم ګڼ خلک وژل شوي او لا هم بمبار کوي.‌

    د اردون په پلازمېنه امان کې خبریالانو د خبرو پرمهال ښاغلي ډېوېډ وویل،‌ نژدې یوه میلیون خلکجنوب ته تللي خو سلګونه زره لا هم پاتې دي.‌

  19. وروستی, الشفا روغتون څخه د مصر په لوري د امبولانسونو په روان کاروان اسرائیلو برید کړی

    په غزه کې د روغتیا وزارت د اعلان له مخې اسرائیلي، ځواکونو تېره ورځ د هغو امبولانسونو کاروان په نښه کړی چې د تداوی لپاره یې ټپیان مصر ته لېږدول.

    د حماس تر واک لاندې دغه وزارت ویلي "دا کاروان د الشفا روغتون په دروازه کې په نښه شوی چې لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې ټپیان شوي او ۶۰ نور ژوبلول شوي دي."

    اسرائیلو هم دا منلي چې یو شمېر امبولانسونه په نښه شوي خو دا یې نه دي ویلي چې دا برید یې چېرې او ولې کړی دی.

    له دې مخکې په دې برید کې د ۱۳ کسانو د وژلو او ۲۶ نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

    د حماس د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ادعا کړې چې اسرائیلي ځواکونو په قصدي ډول دا برید کړی تر څو مصر ته د ټپیانو د لېږد د بهیر مخه ونیسي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Ruters

  20. وروستی, کلیفورنیا؛ اسرائیلو ته د وسلو سپارلو په اعتراض پوځي بېړۍ معترضانو ځانونه پرلت کړی

    معترضان

    د عکس سرچینه، Social Media

    د عکس تشریح، معترضانو د فلسطین بیرغونه او لوحې ورسره لېږدولې چې له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ د درولو غوښتنې پرې لیکل شوې دي.

    د جمعې په ورځ په امریکا کې لاریون کوونکو د امریکا په هغه پوځي بېړۍ کې پرلت کړی او نه ترې وځي چې د کلیفورنیا ایالت له اوکلانډ څخه د وتلو لپاره یې چمتووالی نیوه.

    د فعالانو دغې ډلې ویلي ګومان کوي چې د واشنګټن ټاکوما کې دغه بېړۍ په هغو وسلو او پوځي تجهیزاتو بار شوې چې غواړي اسرائیلو ته یې ولېږدوي.

    په سن فرانسیسکو کې د عربي سرچینو د سمون مرکز د پولیسو په حضور کې خپل دا پرلت او اعتراض سمبال کړی دی.

    سي بي سي خبري اژانس ویلي، په دې اعتراض او پرلت کې نژدې ۲۰۰ کسانو ګډون کړی، ګڼو یې د فلسطین بیرغونه او لوحې ورسره لېږدولې چې له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ د درولو غوښتنې پرې لیکل شوې دي.