"تلوېزیون کې د خپلې کورنۍ د ۲۶ غړو په وژل کېدو خبره شوم"

- Author, أمل سعيد
- دنده, قاهره
- د خپرېدو وخت
زینب سلیمان له خپلې مور او پلار او خور سره له دریو کلونو راهیسې د مصر قاهره کې اوسېږي. د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه، په غزه تراډه کې د ماماګانو پر کور د بمبار پر خبر وبوږنېدله.
پر تلوېزیون یې د خپلې کورنۍ ۲۶ وژل شوي مړي ولیدل چې د کور له کنډوالو رایستل کېدل چې ۱۷ پکې ماشومان وو. دا وايي "د تلوېزیون ښیښې ته په کتلو اوتر شوو.. یوه شېبه ټول چوپ شول او څه مو چې لیدل زړه ته مو نه لوېده چې رښتیا دې وي، مور مې بېهوښه شوه.
پر کور د ګهیځ درې بجې بمبار وشو، مړي په کمپلو کې راوایستل شول، د خوب پرمهال شهیدان شول، ګلالي ماشومان په خواږه خوب ویده وو چې له پاسه پرې بمونه وغورځول شول".

"د یوه خپلوان ژوندي پاتې کېدو خوشاله کړو چې وژل شوي خښ کړي"

څو ساعته، زینب او خویندو یې پر ټیلګرام خپرو شویو وېډیوګانو او انځورونو کې رایستل شوي مړي لټول چې د غزې تړانګې له کنډوالو رایستل شوي وو.
دا وايي: "غوښتل مو پوه شو چې بمبار کې کوم څوک ژوندی پاتې شوی که نه، انځورونه مو پرانیستل، لویول به مو چې پر کفنونو یې څه لیکل شوي یا دا چې د شهید مخ ولیدلی او ویې پېژندلی شو ایا زموږ د کورنۍ غړی دی او که وه؟ دا له زغم وتلی وخت و".
په پای کې مو یوه وېډیو ومونده چې زموږ د ماما زوی د څو کفنونو مخې ته- چې د (حماد العروقي) کورنۍ پرې لیکل شوي وو- ولاړ دی، خوشحاله شوو چې لږ تر لږه د کورنۍ یو تن خو ژوندی دی چې خپل دوستان خښ کړي.
په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، لسګونه کورنۍ د اسرائیلو د وروستیو بمباریو له کبله د ولسي ثبت له بهیره پاتې شوې دي. ډېری داسې کورنۍ شته چې ټول غړي یې وژل شوي او هېڅ خپلوان یې نه دی پاتې چې خښ یې کړي.

ولسي دفاعي ځواک راونه رسېد، ګاونډیانو زموږ د کورنۍ د مړو پاتې شوني راویستل"

سړکونه د ویجاړو شویو ودانیو کنډوالو بند کړي وو، زینب وايي "کله مو چې د ماما له زوی سره اړیکه ونیوه پوه شوو چې ګاونډیانو یې د کورنۍ د غړو مړي او ژوندي پاتې شوي رایستلي".
په کور کې ۳۰ کسان وو چې ۲۰ یې ماشومان، ۶ ښځې او څلور سړي وو. زموږ د ماما له زوی سره درې ماشومان ژوندي پاتې شوي. د ماما یو زوی په داسې حالت کې رایستل شوی چې دوه ټوټې شوی و. ګاونډیانو د مړو داسې پاتې شوني راویستل چې نه پوهېدل د کورنۍ د کوم غړي به وي.
"زما د خاله اوه میاشتنۍ لور یې له شهیدېدو دوه ساعته مخکې ژوندۍ راوایستله، د بدن د ننه خونریزي یې شدیده وه، همدا وو چې د طبي خدماتو د نشتوالي له کبله یې ژوند بایلود".
د غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو وحشیانه بریدونو او بمباریو کې له ۹۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې درېیمه برخه یې ماشومان دي.
په ډله ییزو قبرونو کې د خښېدو له وېرې د غزې اوسېدونکي د مړو شویو نومونه د هغوی پر لاسونو او پښو لیکي، که د بدن نور غړي یې وموندل شي چې وپېژندل شي.
زینب وايي د خاله له لور مریم سره یې وروستی تماس ښه په یاد دی، وايي د مریم له خوږې ډوډۍ سره جوړه وه، وايي وروستي تماس کې یې راته وویل: "دغه یوټیوب چینل وګوره ډېر ښه خواږه پخوي، کله چې ته راغلې یو ځای به یې پاخه کړو.. نه پوهېدم چې دا به مو وروستی تماس وي".
د حماد المرزوقي کور د غزې تړانګې په منځنۍ برخه کې و، چې تر ډېره خوندي سیمه وه او له شمال څخه – چې اسرائیلي پوځ یې مېشتو خلکو ته د وتلو امر کړی و- لیرې وه. خو زینب وايي په سیمه کې پر ولسي خلکو بمباري هېڅ نه ده درېدلې او د ماماګانو کور ته څېرمه سړک او کوڅه هېڅ نه پېژندل کېږي چې دلته یو وخت سړک او کوڅه وه.
"پر غزه د څلورو جګړو شاهده یم.. خو دا تر ټولو وحشیانه ده"

زینب وايي، "په ۲۰۰۸، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو کې پر غزه د څلورو جګړو شاهده یم، خو دا ځل جګړه دومره وحشیانه ده چې موږ ان د خپلو وژل شویو عزیزانو د خښولو او ګلالیو ماشومانو غېږ کې نیولو وس هم نه لرو، له دې ځایه هېڅ مرسته نه شم ورسره کولی".
زینتب وايي، اوس زما ټوله تمه دا ده چې د مرستو رسېدو لپاره اوربند وشي، کورنۍ د خپلو وژل شویو غړو د جسدونو ټوټې له کنډوالو راویستلی او خښې کړای شي. پر خپلو عزیزانو ویر وکړای شي.






















