دوی ویلي، هلته باید د انسانانو د ژوند ژغورلو او د لا نور بشري ناورین زیاتېدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.
دغو ادارو په غزه کې اوسنی وضعیت ناورین بللی.
دا غږ وروسته تر هغه شوی چې پر غزې د بریدونو له پیل راوروسته، تېره ورځ په لومړي ځل پر خوارکي توکو ۲۰ بار لاریو ته اجازه ورکړل شوه چې د مصر له پولې غزې ته واوړي.
دغو مرستو کې درمل او خواړه بار دي، خو تېل په کې نه شته.
اسرائيلو ویلي پر دې یې سلا کړې، چې دا مرستې دې یوازې د غزې سویل کې ووېشل شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د لندن له مرکزي برخې د بي بي سي خبریال ټام ګروندې
وايي، له کومه ځایه چې زه ولاړ یم او وینم، بیا تر هغه ځایه چې نظر مې لګېږي، د
فلسطین بیرغونه وینم او شعارونه اورېدل کېږي چې وايي ''فلسطین به خپلواک شي.
د
یادونې ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تائلنډ، اسټرالیا، نېدرلنډ، سویلي افریقا
او یو شمېر عرب هېوادونو په ګډون دا ډول لاریونونه د نړۍ په یو شمېر نورو ځایونو
کې هم شوي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
فلسطینی مشر وايي، موږ به خپله خاوره نه پرېږدو
د عکس سرچینه، Getty Images
د منځني ختیځ او اروپا یو شمېر مشران د مصر په قاهره کې
د دې لپاره یو ځای شوي، چې د اسرائیل او حماس تر منځ غزه کې د تاوتریخوالي کمولو
هڅه وکړي.
همدا څو شېبې مخکې د فلسطین ولسمشر محمود عباس په خپله پرانیستونکې وینا
کې وویل، فلسطینیان په زور له خپلې خاورې وتلو ته نه شي اړایستل کېدای.
نوموړي
زیاته کړه: ''موږ به بې ځایه کېدل و نه منو، هر څنګه ګواښونه چې وي، موږ به پر خپله
خاوره پاتې شو.''
ښاغلی عباس د هغې فلسطینۍ ادارې مشر دی، چې پر اشغال شوې لوېدیځه
غاړه واک لري، خو د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې یې واکمني نه شته.
مصر او ځینو
نورو عرب هېوادونو له دې مخکې ویلي، د فلسطیني کډوالو سترې جوپې ځکه د منلو نه دي،
چې دې سره به د هغو فلسطینیانو شمېر زیات شي، چې له خپلې خاورې شړل کېږي.
دغه
غونډه کې چې د سولې غونډې نوم ورکړل شوی، د اردن، قطر، ایټالیا، اسپانیا، بریتانیا
او اروپايي ټولنې استازو هم ګډون کړی. خو اسرائیل، امریکا متحده ایالتونه او ایران
هغه پاموړ هېوادونه دي، چې په دې غونډه کې یې استازي نه لیدل کېږي.