اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.
ژوندی پوښښ
وروستی, د مصر او غزې تر منځ د رفح لار پرانیستل شوه
د مصر او غزې تر منځ د پولې پر سر د تګ، راتګ رفح لار
پرانیستل شوه. په تازه تصویرونو کې ښکاري چې په بشري مرستو بار لارې له دې لارې غزې
ته ننوځي. تر اوسه معلومه نه ده، چې دا لار تر څه وخته پرانیستې پاتې شي. اسرائیل
تر اوسه مني چې په مرستو بار ۲۰ لاریو ته به اجازه ورکړي چې غزې ته ننوځي.
په اسرائیلو کې د امریکا سفارت وايي، "معلومات یې ترلاسه کړي چې د غزې او مصر تر منځ د رفح پوله به په سیمه ییز وخت لس بجې (په یوه ساعت کې) پرانیستل شي.
دا په یوه بیان کې وايي: "موږ اټکل کوو چې ډېری خلک به هڅه وکړي چې له پولې پرانستلو سره واوړي او د متحده ایالاتو اتباع چې مصر ته د ننوتلو هڅه کوي باید د پولې دواړو غاړو ته د احتمالي ګډوډ چاپېریال تمه وکړي."
وايي
که پوله پرانیستل شي، دا څرګنده نه ده چې د
بهرني اتباعو د وتلو لپاره به څومره وخت پاتې وي.
سفارت
د متحده ایالاتو اتباعو ته وايي خلکو ته مشوره ورکوي چې پولې ته له سفر کولو یا د
تېرېدو هڅه کولو دمخه د دوی خوندیتوب
ارزونه وکړي.
په
لسګونو لارۍ چې اړین درمل، خواړه او اوبه پکې بار دي د مصر د لارې په اوږدو کې
بندې دي - چې د غزې یوازینۍ لاره ده.
دا لار د
اسرائیل لخوا کنټرول نه لري. اوس مهال
غزې ته ټولې لارې تړل شوې دي.
په غزه کې د اسرائيلي پوځ له ګواښونو وروسته القدس روغتون کې د ممکنه عاموژنې د مخنیوي غوښتنې په ډېرېدو دي
د عکس سرچینه، Getty Images
مصر د شنبې په ورځ د ۳۱ هېوادونو او ۳ نړیوالو سازمانونو د ناستې کوربتوب کوي چې غزه کې پر سولې خبرې وکړي، په ورته وخت کې په غزه تراډه او فلسطیني خاوره کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنې کېږي.
د سرمشریزې موخه غزې ته د بشردوستانه مرستو د پرېښودو پر سر بحث او خبرې او اوربند دی او د دوو دولتونو له منحلولو سره سم د اسرائیل او فلسطین د شخړې په هر اړخیزه توګه د حل لارې لټولو پیلول دي.
د نړۍ مشران لا دمخه مصر ته رسېدلي دي، د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک او همدارنګه د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د بحرین پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه هم ورځي.
تمه ده چې قطر، ترکیه، یونان، امارات، کویت، سعودي عربستان، عراق، ایټالیا، قبرس او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش به هم په کې ګډون وکړي.
رپوټونو کې ویل شوي چې د اسپانیا لومړی وزیر پیدرو سانچیز به په دې سرمشریزه کې د جرمني، فرانسې او جاپان د بهرنیو چارو پر وزیرانو سربېره د اروپايي شورا مشر چارلس میشل او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل هم ګډون وکړي.
غزه کې د ښځو کړاو؛ له يوې فلسطينۍ فعالې سره خبرې
د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ تاوتريخوالي او پر غزې د اسرائيلو پرله پسې بمباريو کې تر ټولو ډېر زيان ښځو او ماشومانو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو ښځو اداره وايي اسرائيلو او د فلسطين نيول شوو سيمو کې پر ملکيانو د بريدونو غندنه کوي، او د ښځو او نجونو په ګډون يې پر ملکيانو د ويجاړوونکي اغېز له امله هېښ شوي دي.
سيد عبد الله نظامي فلسطين کې له ټولنيزې فعالې اسراء محمد صالح سره خبرې کړې او پوښتلې يې ده چې د ښځو غږ رسولو کې يوازې ده او که نور هم ورسره همکاري کوي؟
د روغتیا نړیوال سازمان مشر: د روغتون د تخلیې امر د اندېښنې وړ دی
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
غزې ته د مرستو رسولو هڅې؛ د اړتيا وړ مرستو بار لارۍ رفح بندر سره ننوتو ته په انتظار ولاړې دي. اسرائيل بيا مځکني يرغل ته خپل تياری روان ساتلی.
په غزه کې دننه حالت په ناوړه کېدو دی. د بي بي سي خبريال جان ډانيسن پرې دا راپور راستولی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
ریشي سوناک وايي، د رفح لار به ژر پرانیستل شي
د بریتانیا لومړي وزیر په
منځني ختیځ کې له یو شمېر مشرانو سره له لیدنو وروسته ویلي، د مصر او غزې تر منځ د
تګ، راتګ رفح لار به ژر پرانیستل شي.
د بي بي سي له عربي څانګې سره د خبرو پر مهال
ښاغلي سوناک وویل:''اوسمهال ژر تر ژره اړتیا دا ده چې د غزې خلکو ته بشري مرستې
ورسېږي.''
نوموړی وايي، د فلسطیني ولسمشر محمود عباس، اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن
نتنیاهو په ګډون یې له شپږو مشرانو سره لیدنې او خبرې ګټورې وې او د بشري مرستو په
ګډون ''په یو شمېر برخو کې پاموړ پرمختګ شوی.''
نوموړي زیاته کړه، ''بریتانیا د راتلونکي په هکله یو نظر
شریکوي او هغه دا چې په راتلونکي کې فلسطینیان د کرامت، ازادۍ او امنیت ژوند وکړي
او په خبره یې موږ باید د دې لپاره سخت کار وکړو، چې همداسې وشي.''
د بریتانیا لومړي وزیر له مصري ولسمشر سره لیدلي
د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي
سره خبرې کوي. له دې مخکې ښاغلي سوناک په سعودي عرب کې د
قطر له امیر سره خبرې وکړې.