وروستی, پاکستان د ایران او امریکا تر منځ د خبرو ګډونوالو استازو او خبریالانو ته له رسېدو سره سم ویزې ورکوي
پاکستان د هغو استازو او خبریالانو لپاره دغه هېواد ته له رسېدو سره سم د ویزې ورکولو اعلان کړی، چې د ایران او امریکا تر منځ د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کوي.
د جمعې پر سهار د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر اېکس یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي، د شریکو هېوادونو د خبریالانو په ګډون به اسلام اباد کې د ټولو ګډونوالو هرکلی وشي.
د ښاغلي ډار په پیغام کې ویل شوي: ''د دې لپاره له ټولو هوايي شرکتونو هیله کېږي، چې داسې ټولو کسانو ته له ویزې پرته الوتکې ته د ختلو اجازه ورکړي. پاکستان کې به ګمرک مسوولین دې ټولو کسانو ته له رارسېدو سره سم (ان ارائیول) ویزې ورکړي.''