د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د ایران او امریکا د پلاوو ترمنځ
خبرې اترې پیل شوې دي.
د پاکستان رسمي سرچینو بيبيسي ته
ویلي چې دا خبرې نن له
ماسپښین وروسته په څلورو بجو پیل شوې، خو دا لا روښانه نه
ده چې د لیدنې څرنګوالی څه ډول دی.
په رسمي ډول تر اوسه کوم بیان نه دی
خپور شوی، خو حکومتي سرچینو بيبيسي اردو ته ویلي چې پاکستاني چارواکي هڅه کوي د
ایران او امریکا د پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې برابرې کړي.
د سرچینو په وینا، په لومړي پړاو کې
به د دواړو هېوادونو ترمنځ پیغامونه د پاکستاني چارواکو له لارې تبادله کېږي، او
که مثبت پرمختګ وشي، نو خبرې به مخامخ هم ترسره شي.
د مذاکراتو لپاره ایراني پلاوی د
جمعې په شپه اسلاماباد ته رسېدلی و او امریکایي پلاوی د شنبې په سهار هلته ورسېد.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپرېل په اتمه پر ټروت اعلان کړی و چې له شهباز شریف او عاصم منیر سره د خبرو پر بنسټ، پر ایران د بمباریو او بریدونو لړۍ د دوو اونیو
لپاره ځنډوي.
د امریکا د ولسمشر له خوا ایران ته ورکړل شوې مهلت د پای ته رسېدو په
درشل کې و او هغه مخکې خبرداری ورکړی و چې "نن شپه به ټوله
تمدن له منځه ولاړ شي."
نوموړي له ایران څخه څو ځله
غوښتنه کړې وه چې د هرمز تنګی پرانیزي او ګواښ یې کړی و چې که دا کار ونه کړي،
ایران به "د ډبرو زمانې ته ستن کړي."
ایراني پلاوي ټینګار کړی و تر هغه چې په
لبنان کې اوربند ټینګ نه شي او د ایران کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې نه شي، چې خبرې پیل شوې نه وي.
د بي بي سي خبریال افتخار خان د هغو خبریالانو په ډله کې دی چې اسلام اباد کې د امریکا او ایران د مذاکراتو خبري پوښښ ته ورغلي دي.
دلته د دواړو لورو د غوښتنو غورچاڼ راته وايي.