امریکا وايي د دوشنبې په ورځ پر ایراني بندرونو بنديز پلی کېږي
د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اعلان سره سم د هرمز تنګي له لارې ایراني سمندرغاړو او بندرونو ته پر تلونکو بېړيو د بندیز وخت په ډاګه کړی او ويلې یې دي چې پر ایراني بندرونو بنديز به د دوشنبې په ورځ پيل شي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ له اعلان سره سم د اپرېل پر ۱۳مه ځايي وخت د سهار پر لسو بجو به ایراني بندرونو ته په تلونکو او راتلونکو بېړيو هر ډول بنديز پلی شي.
د سېنټکام په وینا بنديز د ټولو هېوادونو پر بېړيو په مساوي ډول عملي کېږي.
د خبرپاڼې له مخې د بنديز له پلي کېدو وړاندې به د رسمي خبرتياو له لارې سوداګريزو بار وړونکو شرکتونو ته نور معلومات ورکړل شي.
د امریکا له خوا د خپرو شويو معلوماتو له مخې د يادولو وړ ده چې یوازې پر ایراني بندرونو بنديز لګول کېږي او د هرمز تنګي له لارې به د نورو هېوادونو کښتې تګ راتګ وکولی شي.