ایراني
رسنیو د مجتبی خامنهيي چې د اسلامي جمهوریت درېیم مشر بلل شوی، یو لیکلی پیغام
خپور کړی چې پکې یې د نوې لمریز کال او کوچني اختر مبارکي ویلې ده.
په
پیغام کې راغلي: "سږکال د معنویت پسرلی او د طبیعت پسرلی، یعنې نېکمرغه کوچنی
اختر او د نوروز لرغونی جشن، په یوه وخت سره برابر شوي دي. زه د هېواد ټولو خلکو
ته د دواړو مذهبي او ملي اخترونو مبارکي وایم او په ځانګړي ډول د نړۍ ټولو
مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي
ورکوم."
ښاغلي
خامنهيي د دی میاشتې د حکومت ضد مظاهرو ته په اشارې سره هغه "کودتا"
بللې او ویلي یې دي چې دا د "اقتصادي ستونزو" په پلمه پر هېواد
"تپل" شوې وه.
مجتبی
خامنهیي نوی لمریز کال د "ملي یووالي او ملي امنیت په سیورې کې د اقتصادي
مقاومت کال" وباله.د نوې
کال د نومولو دود د هغه د پلار علي خامنهيي د مشرۍ پر مهال تل مراعتېده. هغه به
ډېر کله د اقتصادي مفاهیمو لکه وده، تولید او ځانبسیاینې د کال د نومولو لپاره
کار اخيست
او دولتي ادارې به مکلفېدې چې د ده د شعارونو د هدفونو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.
تر دې
مخکې امریکا او اسرائیلو له ایران سره د جګړې په دیارلسمه ورځ (۲۱ کب ۱۴۰۴
– ۱۲
مارچ ۲۰۲۶)،
د اسلامي جمهوریت د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنهیي لومړی پیغام د ایران له
دولتي ټلويزیون
خپور شوی و.
د
اسلامي جمهوریت د دویم مشر علي خامنهیي له وژل کېدو اونۍ
وروسته، د کارپوهانو شورا اونۍ وروسته، د دوشنبې په ورځ (۱۸ کب) د هغه دویم زوی
مجتبی خامنهیي د درېیم مشر په توګه وټاکه. ایتالله خامنهیي د ۱۴۰۴ کال د کب په ۹مه، د ۸۶ کلونو په عمر وژل
شوی و.
سره له
دې چې د حکومت له لوري د مجتبی خامنهیي په اړه پراخ تبلیغات شوي، خو د نوي مشر نه
څرګندېدل د هغه د ټپي کېدو د کچې او د ایران د راتلونکې په اړه ګنګوسې زیاتې کړې
دي.
راپورونه
وایي، د "مشرتابه پر استوګنځي" د برید پرمهال هغه هلته موجود و، خو د
ایراني چارواکو په وینا له برید "روغ وتلی" دی.
که څه
هم تر اوسه د هغه په نوم دوه لیکلي پیغامونه خپاره شوي، خو تر اوسه یې کوم انځور
نهدی خپور شوی.
تر دې
وړاندې یوه ایراني چارواکي هم پر ایران د اسرائیلو او امریکا په برید کې د هغه ټپي
کېدل تایید کړي وو.
د قبرس
په نیکوسیا کې د ایران سفیر علیرضا سالاریان له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې
ویلي: "ما اورېدلي چې د هغه پښې، لاسونه او بازو ټپي شوي… زما په اند هغه په
روغتون کې دی."
د
سالاریان په وینا، مجتبی خامنهیي په هماغه برید کې ټپي شوی چې پکې یې پلار او د
کورنۍ څو نور غړي، د هغه د مېرمنې په ګډون وژل شوي دي.
هغه
زیاته کړه: "زه فکر نه کوم چې هغه به 'په هېڅ حالت کې' د وینا کولو توان ولري."
خو
ورته مهال ځینو ایراني څېرو او چارواکو ویلي، مجتبی خامنهيي "جدي ټپي"
نهدی. له دې ډلې د ایران د ولسمشر زوی یوسف پزشکیان هم دی، هغه ویلي، اورېدلي یې
دي چې مجتبی خامنهیي روغ دی او "کومه ستونزه نشته."
تر
اوسه د مجتبی خامنهيي
د روغتیا د وضعیت په اړه رسمي معلومات نهدي خپاره شوي.