د ایران
دولتي رسنیو ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي چې پکې ګڼ شمېر کسان د
مختلفو پلونو او انرژۍ مرکزونو ته څېرمه "انساني زنځیرونه" جوړ کړي.
دا لاریونونه په داسې حال کې کېږي
چې امریکا ګواښ کړی پر تاسیساتو به د هوکړې نه کېدو په صورت کې بریدونه
کوي.
بي بي
سي وېریفای
څو ویډیوګانې تائید
کړې چې د ایران د حکومت ملاتړي په مختلفو ځایونو کې راټول شوي دي.
دا لاریونونه
ظاهرا د امریکا د ګواښونو په ځواب کې د حکومت د ملاتړ ښودنه ده.
ځینو ایراني
چارواکو دمخه خلک هڅولي چې د امریکا
د بریدونو د ګواښونو په ځواب کې د انرژۍ مرکزونو او نورو مهمو تاسیساتو
شاوخوا "انساني زنځیرونه" جوړ کړي ترڅو له احتمالي بریدونو څخه یې
خوندي کړي.
د ایران
د ځوانانو او سپورت مرستیال وزیر علی رضا رحیمي په یوه بیان کې ويلي
دا کمپاین، چې
"د روښانه راتلونکي لپاره د ایراني ځوانانو انساني زنځیر" نومېږي،
په ټول هېواد
کې ترسره کېږي.
د ایران
د دولتي فارس خبري اژانس لخوا خپرې
شوې
ویډیوګانې، چې بي بي سي تائید
کړې، خلک د د
بریښنا فابریکې مخې ته زنځیر جوړوي.
د ایران
حکومت پر ټېلېګرام ادعا کړې چې په کمپاین کې ګډونوالو
"د امریکا او اسرائیلو
تېری" غندلی
او د هېواد
له
وسله والو ځواکونو یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی. په بیان کې ویل
شوي چې ځوانانو د هېواد
په زیربناوو هر ډول برید "جنګي جرم" بللی
دی.
په یوه
جلا بیان کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي
چې ۱۴
میلیونه
ایرانیانو د "هېواد
د دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني کولو" لپاره نوملیکنه کړې ده.
د امریکا
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مهمو تاسیساتو شاوخوا د انساني ډالونو د جوړولو په
راپورونو نیوکه کړې،
او دا کړنه یې
"په بشپړ ډول غیرقانوني" بللې ده.