په
داسې حال کې چې د ایران او امریکا استازي په اسلاماباد کې د منځني ختیځ د جګړې د
پای ته رسولو لپاره خبرو ته تیاری نیسي، رسمي سرچینې او کارپوهان وايي چې چین د دې
مذاکراتو لپاره لاره هواره کړې او د تلپاتې اوربند په ترلاسه کولو کې به یو مهم
رول ولري.
پاکستان
په نړیواله کچه د هغو وروستیو هڅو له امله ستایل شوی چې د جګړې د دواړو لورو ترمنځ
یې لنډمهاله اوربند رامنځته کړ، که څه هم ځینې یې حیران هم کړي دي.
خو
پاکستانی چارواکي وايي د چین پټه او خاموشه ونډه به اوس هم هغومره مهمه وي لکه
څنګه چې د هغې په مرسته د وروستۍ شېبې هوکړه ممکنه شوه، هغه هوکړه چې د سهشنبې شپې
ته نژدې د ناکامۍ له خطر سره مخ وه.
یوه
لوړپوړي پاکستاني چارواکي چې د خبرو له جزیاتو خبر دی ویلي: "د
اوربند په شپه، هیلې کمې شوې وې، خو چین مداخله وکړه او ایران یې قانع کړ چې یو
ابتدایي اوربند ومني."
هغه
زیاته کړه: "زموږ هڅې مهمې وې، خو د پرمختګ لپاره کافي نه وې، او بالاخره دا پرمختګ
هغه وخت ترلاسه شو چې بیجینګ ایران قانع کړ. " دغه سرچینه د حساسې دیپلوماتیکې موضوع له
امله د نوم نه ښودلو غوښتنه کړې وه.
د یوه
دوامدار توافق لپاره به پاکستان اړ وي چې دواړه لوري د سختو اختلافاتو له لارې
رهبري کړي، په ځانګړي ډول د هرمز ستراتیژیک تنګي د پرانیستلو او د ایران د اټومي
پروګرام د دوام په موضوعاتو کې.
یوه
بله ډیپلوماټیکه سرچینه وايي: "پاکستان د دواړو لورو د مذاکراتو د اسانتیا
لپاره د کارپوهانو یوه ډله جوړه کړې چې د کښتۍ چلونې، اټومي او نورو اړوندو مسایلو
کې مرسته وکړي."
دغه
سرچینې او ځینې کارپوهان وايي چې د خبرو مېز ته د پاکستان له کېنولو سره ټولې
سترګې د چین پر رول دي.
سرچینه
زیاتوي: "له چین څخه د تضمین کوونکي په توګه غوښتنه شوې ده. ایران تضمین غواړي. "
د افغانستان او پاکستان ستونزه
د پاکستان د سنا د بهرنیو چارو او دفاع کمېټې پخواني مشر مشاهد حسین سید وویل: "پاکستان او چین د لومړۍ ورځې څخه د شخړو د پای ته رسولو لپاره نږدې همغږي لري."
وروسته له هغې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي، ترکي او مصري چارواکو سره له خبرو وروسته تېره میاشت بیجینګ ته سفر وکړ، چین د پاکستان د منځګړیتوب هڅې وستایلې.
وروسته چین هڅه وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې جګړې د کمولو لپاره هم خبرې پیل کړي او په اورومچي کې یې د دواړو هېوادونو له استازو سره وکتل.
چین او روسیې هم د اوربند له اعلان څو ساعته مخکې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو پرېکړه لیک ویټو کړ، هغه تنګی چې ایران پکې د جګړې له پیل راهیسې عملي بندیز لګولی و.
چین د سولې په هڅو کې د ښکاره رول له اخیستو ډډه کړې او یوازې یې ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅونې کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې وزیر وانګ يي د اړوندو هېوادونو له استازو سره ۲۶ ټیلیفوني اړیکې نیولې او ځانګړي استازي یې څو ځله سیمې ته سفرونه کړي دي.
کارپوهان وايي چې په راتلونکو اونیو کې د چین د رسمي تضمین کوونکي رول منل لا هم ډاډمن نه دي.
یوه سرچینه وايي: "دوی خپل ملاحظات لري، نه غواړي په ښکاره ډول په دې شخړه کې ښکېل شي."
خو خبرې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه دواړه لوري په ډېرو مهمو موضوعاتو کې ژور اختلاف لري.
یو مهم اختلاف د لبنان په اړه دی؛ پاکستان او ایران غواړي چې لبنان هم په اوربند کې شامل شي، خو اسرائیل دا ردوي.
اسرائیل چې پاکستان یې په رسمي ډول نه پېژني، لا هم بریدونه کوي او وايي هدف یې د ایران ملاتړ لرونکی لبناني حزبالله دی. امریکا بیا ویلي چې راتلونکې اوونۍ به په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان د چارواکو ترمنځ جلا خبرې ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي: "مذاکرات ډېر پېچلي او حساس دي… د توافق لپاره به ټول لوري باید دردناکې قربانۍ او امتیازات ورکړي. "