تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. اسرائیل د بیت المقدس سپیڅلي ځایونه بېرته پرانیزي, جویل ګونتر-بیت المقدس

    د اسرائیلو پولیس وايي، د بیت المقدس مقدس ځایونه به د منځني ختیځ په شخړه کې د لنډمهاله اوربند له موافقې وروسته د لیدونکو او عبادت کونکو لپاره بیا پرانیستل شي.

    د الاقصی جومات، لوېدیځ دیوال او د سپیڅلي قبر کلیسا په ګډون، دغه ځایونه د اسلام، یهودیت او عیسویت لپاره د نړۍ له ډېرو سپېڅلو ځایونو دي.

    له ایران سره د امریکا او اسرائیلو لخوا شپږ اونۍ وړاندې د پیل شوې جګړې له امله یوازې محدود شمېر مذهبي مشرانو ته اجازه ورکول کېده، د ایسټر او پاسوور ځینو ورځو کې هم د ولس پر مخ دا ځایونه تړل شوي وو.

    د بیت المقدس زوړ ښار چې معمولاً یې په لارو، کوڅو کې د ځايي اوسېدونکو، کاروباریانو، سیلانیانو او عبادت کوونکو خورا ګڼه ګوڼه وي، تر ډېره له ګڼې، ګوڼې تش و او ډېری کاروباریانو خپل پلورنځایونه هیڅ نه پرانیستل.

    اسرائیلي پولیسو اعلان کړی، چې سپیڅلي ځایونه به د پنجشنبې له سهار وروسته بیا پرانستل شي، د امنیت ډاډمن کولو لپاره سلګونه اضافي افسران ځای پر ځای شوي او له خلکو غوښتل شوي چې د ګڼې ګوڼې په صورت کې صبر وکړي.

  2. ټرمپ: ناټو هلته نه وه، چې موږ ورته اړتیا درلوده

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ لږ مخکې د ناټو سازمان له مشر مارک روټ سره له نننۍ لیدنې وروسته پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشیال یوه پیغام خپور کړ. د ټرمپ په پیغام کې ویل شوي:

    "ناټو هلته نه وه، چې موږ ورته اړتیا درلوده او که موږ بیا ورته اړتیا ولرو، نو دوی به هلته نه وي. ګرینلینډ په یاد ولرئ، هغه د کنګل لویه ټوټه، چې چارې یې په خورا کمزورۍ سره سمبالېږي!!!.

    داسې ښکاري چې ټرمپ د ډنمارک خاورې هغې برخې له متحده ایالاتو سره د یوځای کولو لپاره خپل مخکیني څرګند شوي هدف ته اشاره کوي، یو داسې اقدام چې په ناټو کې د متحده ایالاتو ډېری متحدینو یې مخالفت کړی.

    روټ مخکې سي این این ته وویل چې د دوی غونډه "صادقانه" وه، او دی "په بشپړ ډول" باور لري چې نړۍ د متحده ایالاتو او اسرائیلو لخوا پرایران له بریدونو وروسته خوندي ده.

  3. د فرانسې ولسمشر پر امریکا او ایران غږ کړی، چې لبنان هم باید په اوربند کې شامل کړل شي

    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د امریکا او ایران پر ولسمشرانو غږ کړی، چې لبنان هم باید د اوربند په تړون کې شامل کړي. نوموړي پر اېکس یوه پیغام کې وویل:

    "ما نن د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او دغه راز د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرې وکړې. ما دواړو ته وویل چې د اوربند منلو پرېکړه تر ټولو غوره امکان و. ما هیله څرګنده کړه چې د جګړې په ټولو برخو کې، د لبنان په ګډون په ټولو برخو کې په به اوربند ته په بشپړ ډول درناوی وشي. دا د اوربند د باور وړ او دوامداره کېدو لپاره یو اړین شرط دی."

    هغه زیاتوي چې دا به "د هراړخیزو خبرو لپاره لاره پرانیزي" چې د اوږدې مودې سولې تړون ته لار هواروي.

    مکرون ژمنه کړې، چې "فرانسه به په منځني ختیځ کې د خپلو شریکانو سره په نږدې همغږۍ خپله بشپړ رول ولوبوي".

    نوموړی زیانوي، چې نن یې د قطر، متحده عربي اماراتو، لبنان او عراق له مشرانو سره هم د خپل دریځ په اړه خبرې وکړې.

    د مکرون پیغام وروسته له هغه مخې ته راځي چې نوموړي د چهارشنبې پر ورځ له هغو دوو فرانسويانو سره ولیدل چې له درې کلونو ډېر توقیف وروسته له ایرانه خوشي شوي دي.

    په داسې حال کې چې اسرائیل د چهارشنبې پر ورځ بریدونو ته دوام ورکړی، سپینه ماڼۍ وايي، لبنان د اوربند برخه نه ده.

  4. د لبنان عامې روغتیا وزارت: د نن ورځې په اوږدو کې تر ۱۸۰ ډېر کسان وژل شوي

    د لبنان دولتي خبري اژانس این این اې د دې هېواد عامې روغتیا وزارت چارواکو له قوله ویل شوي، د نن ورځې په اوږدو کې تر ۱۸۰ پورې کسان وژل شوي دي.

    نن د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) پر پلازمېنه بیروت، سویل او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې له تېرې میاشتې راهیسې چې په سویلي لبنان کې یې ځمکني عملیات پیل کړي، د بریدونو ترټولو لویه څپه پیل کړه.

    د این این اې په رپوټ کې د عامې روغتیا وزارت چارواکو له قوله ویل شوي، د نن ورځې په اوږدو کې ۱۸۲ کسان وژل شوي او ۸۹۰نور ټپیان شوي دي.

    په یوه ځانګړې اعلامیه کې د لبنان د مدني دفاع ادارې په حواله ویل شوي، چې ۲۵۴ کسان وژل شوي او ۱۱۶۵ کسان ټپیان شوي دي. یادې ادارې دا شمېر بي بي سي ته تایید کړ.

    د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، دوی "نن په لبنان کې په ګڼ مېشتو سیمو کې د ویجاړونکې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ له کبله خواشیني دي".

    بل لور د بخښنې نړیوال سازمان له اسرائیلو وغوښتل چې "له نړیوال بشري قانون سره سم خپلې ژمنې پر ځای وساتي او ډاډ ترلاسه کړي چې ملکي وګړي خوندي دي".

  5. وروستی, سپاه پاسداران: که پر لبنان د اسرائیلو بریدونه بند نه شي، ''پښیمانه کوونکی'' ځواب به ورکړو

    د ایران اسلامي جمهوریت د نشراتو (ای ار ای بي) دولتي خبري شبکې د دې هېواد سپاه پاسداران ځواک له قوله ویلي، که پر لبنان بریدونه سملاسي و نه درېږي، دوی به داسې ځواب ورکړي، چې ''پښېمانه کوونکی به وي.''

    پر ټيلیګرام خواله رسنۍ یوه پیغام کې په دې هکله ویل شوي: "موږ د ژمنه ماتونکيومتحده ایالاتو او د هغوید صهیونیسټ ملګري لپارهسخت خبرداری ورکوو.''

    په پیغام کې ویل شوي:

    "که د ګران لبنان پر وړاندې بریدونه سملاسي پای ته ونه رسېږي، موږ به خپله دنده ترسره کړو او په سیمه کې به شریرو یرغلګرو ته پښېمانه کوونکی ځواب ورکړو."

    د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د سپاه پاسداران انقلاب یوه چارواکي له قوله ویلي: "پر ویاړلي حزب الله هر ډول برید پر ایران برید دی. [پوځي] ډګر د رژیم [اسرائیل] وحشي جرمونو ته سخت ځواب چمتو کوي."

  6. وروستی, کویت وايي چې د اوربند تر اعلان وروسته پرې ایران د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

    کویت د ایران له لوري پرې د تازه بریدونو رپوټ ورکړی چې وايي، نن سهار وختي د امریکا او ایران د اوربند له اعلانه څو ساعته وروسته شوي دي.

    د کویت پوځ پرخپله اېکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي، "د کوېت دافع هوا د نن سهار له اتو بجو راهیسې د ایران دوښمنۍ نه د ډکو بریدونو له یوې ځواکمنې څپې سره ښکېله ده او هغه ۲۸ ډرون بریدونه یې شنډ کړي چې کویت پکې په نښه شوی و".

    په خپل بیان کې د کویت پوځ همداراز ویلي چې که څه هم تر ډېره یې د دغو بریدونو مخه نیولې خو په ترڅ کې یې "د تېلو کارخونو، د انرژۍ او د خوږو اوبو مرکزونو ته د پام‌وړ مالي زیان اړولی دی".

    اسرائيل د لبنان په جنوب کې هوايي بریدونه کړي

    بل لور ته بیا د اوربند له اعلانه څو ساعته وروسته د اسرائیل پوځ نن سهار د بریدونو په یوه نوې څپه کې د لبنان په جنوب کې صور او نبطیه سیمې په نښه کړې دي.

    که څه هم اسرائيلو د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هرکلی کړی خو لومړي‌ وزیر یې، بنیامین نتنیاهو دا رد کړې چې لبنان دې هم د دغه اوربند برخه وي. هغه ویلي چې په دغه اوربند کې د لبنان له حزب الله ډلې سره د اسرائيل جګړه شامله نه ده.

    د لبنان حکومت او حزب الله تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی خو پاکستان چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند منځګړیتوب یې کړی، ویلي چې دغه تړون لبنان هم رانغاړي.

    دې جګړې د لبنان لپاره ویجاړوونکې پایلې درلودلې دي او د شمېرو له مخې، تر اوسه یې له امله تر ۱.۲ میلیون ډېر خلک بې‌ځایه شوي او له ۱۵۰۰ ډېر وژل شوي دي.

    د ځینو اروپايي هېوادونو مشرانو، سعودي عربستان، قطر او د تاجکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هرکلی کړی دی. ملګرو ملتونو هم د منځني ختيځ په جګړه کې له "ټولو ښکېلو خواوو" غوښتي چې د "نړیوالو قوانینو له مخې پرخپلو ژمنو عمل وکړي او د اوربند شرطونه پلي کړي چې ورسره په سیمه کې تل‌پاتې او هر اړخیزې سولې ته لار هواره شي".

  7. له امریکا سره د اوربند هوکړه کې د ایران په ۱۰ ماده‌ييز وړاندیز کې څه دي؟

    بي‌بي‌سي فارسي وايي چې فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله د ایران د هغه ۱۰ ماده‌ييز وړاندیز جزیات خپاره کړي چې ویل کېږي له امریکا سره د هوکړې په ترڅ کې وړاندې شوي دي.

    د دغه وړانديز ځينې مهم ټکي په دې ډول دي:

    • پر ايران او د دغه هېواد پر ملاتړو مقاومت کوونکو ډلو باندې د هر ډول "تېري" په بشپړ ډول درول.
    • له سيمې د امريکا د جګړه‌ييزو ځواکونو ایستل، له پوځي اډو یې پر ايران د هر راز بريد مخنيوی کول او د جګړې لپاره له هر ډول نظامي چمتووالي ډډه کول.
    • د هرمز تنګي له لارې د بېړيو ورځنۍ تګ‌راتګ تر دوو اوونيو محدودول. دا چاره به د بېړیو د "خوندي تېرېدو پروټوکول" په نوم له ټاکلو اصولو سره سم او په څارنه ترسره کېږي.
    • پر ايران لګول شوي ټول لومړني، ثانوي او د ملګرو ملتونو بنديزونه په بشپړ ډول لغوه کول.
    • د يوې ځانګړي پانګونې او د مالي صندوق د جوړولو له لارې ایران ته په جګړه کې د رسېدلو زیانونو جبرانول.
    • د ايران ژمنتیا چې اټومي وسلې به نه جوړوي.
    • د امريکا له لوري د ايران د يورانيمو د غني کولو حق منل خو د بډاينې د کچې په اړه یې مذاکرات کول.
    • پر دې د ايران هوکړه کول چې د سيمې له هېوادونو سره به خپلو ګټو ته په کتو د سولې دوه‌‌اړخیز او څو اړخیز تړونه کوي.
    • د هغو ټولو ډلو پر ضد د "تعرض د نه کولو ژمنې غځول" چې د مقاومت ډلو په نوم یادېږي.
    • د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د مشرتابه پلاوي د ټولو پرېکړه‌ ليکونو لغوه کول او د ملګرو ملتونو په يوه رسمي پرېکړه‌ ليک کې د ټولو ژمنو تصویبول.
  8. وروستی, اسرائیل د لبنان د صور ښار اوسېدونکو نه غوښتي چې ژرترژره دا ښار پرېږدي

    د اسرائیلو پوځ په یوه نوي خبرداري کې د لبنان په جنوب کې د صور ښار له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې سم‌لاسي له دغه ښاره ووځي.

    د اسرائیل پوځ په دې اړه خبرپاڼه کې ویلي، "ژرترژره خپل کورونه پرېږدئ او د ځان خوندیتوب لپاره د زهراني سیند شمال لوري ته لاړ شئ".

    د یادولو ده چې اسرائيل که څه هم ویلي چې د امریکا او ایران تر منځ د اوربند ملاتړ کوي خو ټینګار یې کړی چې "له حزب‌الله سره جګړه نه دروي" او ګواکې "لبنان" به د اوربند په دې هوکړه کې شامل نه دی.

    خو بل لور ته ایران او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې د اوربند په خبرو کې یې مرسته کړې، وایي چې د اوربند په دې هوکړه کې لبنان هم شامل دی.

    اسرائیل په لبنان کې له حزب‌الله ډلې سره جګړه کوي؛ هغه ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده.

  9. وروستی, له امریکا سره اوربند ته د ایرانیانو خوښي

    د امریکا او ایران تر منځ د دوه اوونیز اوربند له اعلان وروسته ایرانیان په پلازمېنه تهران کې راټول شوي وو او خوښي یې څرګندوله. دوی د خپل مذهبي مشر مجتبی خامنه‌اي عکسونه او د ایران بيرغونه په لاسونو کې نيولي وو. ایران دا خپله بریا خو امریکا یې خپله کامیابي بولي.

  10. وروستی, د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران او امریکا د اوربند هرکلی کړی

    د ملګرو ملتونو د ویاند دفتر وايي چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هرکلی کړی دی.

    د ویاند دفتر ویلي، "هغه [انتونیو ګوتېرېش] د منځني ختیځ په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د اوربند شرطونه پلي کړي چې ورسره په سیمه کې پاېښت لرونکې او هر اړخیزې سولې ته لار هواره شي."

    ښاغلي ګوتېرېش د دغه اوربند په اسانچارۍ کې د پاکستان او د نورو ښکېلو هېوادونو هڅې ستایلې دي.

  11. وروستی, ټرمپ له ایران سره د اوربند هوکړه د امریکا "هر اړخیزه بریا" بللې

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره پر دوه اوونیز اوربند تر هوکړې وروسته ادعا کړې چې په دې کې "هېڅ شک نه شته" چې امریکا "بشپړه او هر اړخیزه بریا" خپله کړه.

    هغه فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د دې هوکړې له مخې به د ایران غني شوي یورانیم "په بشپړ ډول کنټرول شي".

    که ‌څه هم ښاغلي ټرمپ په دې اړه نور جزیات ور نه کړل خو ویې ویل چې،‌ "که داسې نه وای نو ما به دا هوکړه نه وای منلې".

    دی وپوښتل شو چې که دا تړون ناکام شي نو پر هغو ګواښونو به عمل وکړي چې ویلي وو، د انرژۍ مرکزونو او ملکي پلونو ترڅنګ به د ایران زېربناوې ویجاړې کړي، نو ده یې په ځواب کې یوازې همدومره وویل چې، "و به یې ګورئ".

    ټرمپ نه دا پوښتنه هم وشوه چې بیجینګ هم د اوربند هوکړې ته د ایران په هڅولو کې کوم رول درلود او که نه؟ ده وویل،‌ "هو، ما همداسې اورېدلي."

    ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ راتلونکې میاشت له خپل چینايي سیال شي جین‌پينګ سره په چین کې وګوري.

  12. د اوربند له اعلان وروسته یو شمېر ایرانیان په تهران کې راټول شوي وو

    د امریکا او ایران تر منځ د اوربند له اعلان وروسته ایرانیان په پلازمېنه تهران کې راټول شوي او د مذهبي مشر مجتبی خامنه يي، عکسونه او د ایران بيراغونه يې په لاسونو کې نيولي.

    په واشنګټن کې د بي بي سي فارسي خبریال خشایار جنیدي وايي، په ایران کې د اوربند په اړه بېلابېل غبرګونونه دي.

    اوسمهال له دې امله چې د انرژۍ پر مرکزونو بریدونه نه کېږي د ارامۍ احساس دی خو د هغو کسانو لپاره چې د رژيم مخالف دي دوی به بيا له پخواني حالت سره مخامخ وي او دا ځل له ډېرې غوسې سره مله دي.

  13. د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې به اسانه نه وي

      • Author, خشایار جنیدی
      • دنده, د بي بي سي فارسي خبريال

    لکه څنګه چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو پیلېږي، دا روښانه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور ته ډېر زيان رسېدلی دی.

    ایران او امریکا تېر کال دوه ځله خبرې اترې کړې دي. دواړه ځله، د مذاکراتو پر مهال جګړه پيل شوې او خبرې نه دي بريالۍ شوې.

    مهمه نه ده چې د ایران دولتي رسنۍ د خپلې بریا په اړه څومره مبالغه کوي، حقیقت دا دی چې د دوی دریځ خورا کمزوری دی.

    د دوی پوځ درانه زیانونه ګاللي، اقتصاد یې په ویجاړ حالت کې دی، او لا هم د مخالفینو او خلکو سره ډېری نا حل شوي مسلې لري.

    په دې وروستیو کې، حکومت دلاریونونو پرمهال د نیول شویو کسانو ځینې اعدام کړي هم دي.

    حکومت باید په هېواد کې پر واک کنټرول پیاوړی کړي. د دوی دریځ خورا کمزوری دی. له بلې خوا، د امریکا لپاره د ایران غوښتنې منل هم اسانه نه دي.

    امریکا وايي اوربند یې په دې شرط منلی چې د هرمز تنګي کې د بېړيو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته راشي.

    ایران بیا وايي د دوی لومړیتوب د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ کنټرول دی.

    په خبرو اترو کې به یوه بله پېچلې موضوع د ایران اټومي پروګرام وي.

    د ایران دولتي رسنۍ ادعا کوي چې امریکاله ایران سره د یورانیمو د غني کولو موافقه کړې ده.

    خو امریکا ایران ته د یورانيمو د غني کولو اجازه نه ورکوي.

    له دې معلومېږي چې دا دوه اوونۍ به خورا سختې وي.

  14. اسرائیلو د ایران او امریکا د اوربند ملاتړ کړی خو وايي "لبنان په کې شامل نه دی"

    اسرائیلو اعلان کړی چې له ایران سره د اوربند ملاتړ کوي، خو وايي په تړون کې "لبنان شامل نه دی".

    د اسرائیلو په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې هېواد یې د ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې پر ایران د دوو اونیو لپاره بریدونه ځنډوي، په دې شرط چې ایران سملاسي د هرمز تنګي پرانیزي او په امریکا، اسرائیلو او د سیمې په هېوادونو ټول بریدونه ودروي.

    اسرائیلو د امریکا د هغو هڅو ملاتړ هم کړی چې ایران به نور د امریکا، اسرائیلو، د ایران عربي ګاونډیانو او نړۍ لپاره اټومي، توغندیز او ترهګریز ګواښ نه رامنځته کوي.

    په اعلامیه کې ویل شوي،امریکا اسرائیلو ته ويلي چې په راتلونکو خبرو اترو کې د امریکا، اسرائیلو او د اسرائیلو د سيمه ييزو متحدينو له خوا شريک شويو دغو اهدافو ترلاسه کولو ته ژمن دي.

    خو په پای کې ټينګار شوی چې د دوو اوونيو په اوربند کې لبنان شامل نه دی.

  15. په بازارونو کې د تیلو بیې د ټيټېدو په حال کې دي

    د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوه اونیو مشروط اوربند له اعلان وروسته په تېرو څو ساعتونو کې د تیلو بیې د پام وړ کمې شوې او لا هم د کمېدو په حال کې دي.

    د یو بېرل خامو تېلو، بيه شاوخوا ۱۳ سلنه راټيټه شوې او شاوخوا ۹۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

    د امریکا خامو تېلو بيه هم شاوخوا ۱۴ سلنه ټيټه شوې.

    د سې شنبې په ورځ د یو بېرل خامو تېلو بيه شاوخوا ۱۰۰ ډالره وه.

  16. اسرائیلو د ایران او امریکا تر منځ د اوربند په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي, ډینیل ډیسیمون، بیت المقدس

    د امریکا او ایران د اوربند اعلان ته د اسرائیلو له خوا لا رسمي ځواب نه دی ورکړل شوی.

    دا روښانه نه ده چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ډونلډ ټرمپ په پرېکړه کې څومره ښکېل و.

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، چې د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب کوي، ویلي چې په اوربند کې لبنان هم شامل دی، چیرې چې اسرائیليځواکونه موجود دي.

    د اسرائیلو مشرتابه وړاندې ویلي ږږ تر هغه به له لبنان ونه وځي تر څو چې د حزب الله ګواښ له منځه نه وي وړل شوی.

    داسې کومه نښه نه ده لیدل شوې چې اسرائیلو په لبنان یا بل ځای کې د خپلو عملیاتو د بندولو موافقه کړې وي.

    داسې شونتيا نه ليدل کېږي چې نتنیاهو دې د امریکا او ایران په څېر د بريا ادعا وکړي.

    د فبرورۍ د ۲۸مې جګړې د اعلان په وینا کې نتنياهو وویل، "د دې عملیاتو موخه په ایران کې د ایت الله رژیم لخوا رامنځته شوی ګواښ له منځه وړل دي" او "دا عملیات به تر هغه دوام وکړي چې اړتیا یې وي."

    د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، د ایران پوځ لاهم ګواښ رامنځته کولی شي، او د اسلامي جمهوریت رژیم لا هم په بشپړ ډول په خپل ځای دی.

    ان همدا اوس چې زه دغه مطلب ليکم، دلته په بیت المقدس کې د توغندیو خبرداری او چاودنې اورېدل کېږي، او د اسرائیلو پوځ وايي له ایرانه څو توغندي توغول شوي دي.

  17. له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه؛ ایران ځان بریالی بولي

      • Author, خشایار جنیدی
      • دنده, بي بي سي فارسي

    د ایران حکومت او دولتي رسنۍ دا د رژيم لپاره يوه ستره بريا بولي. د دغه هېواد د ملي امنيت عالي شورا په اعلاميه کې راغلي، چې ایران په دې جګړه کې نژدې خپلې ټولې موخې ترلاسه کړې او دا چې "دښمن له تاريخي ناکامۍ سره مخامخ" دی.

    د دې بيان او د ایران د بریا د ادعا ترڅنګ یو بل ټکی هم د ایران د حکومت لپاره مهم دی هغه دا چې دا جګړه د دغه هېواد د روحاني مشر ايت الله علي خامنه يي او د اسلامي انقلابي ګارډ د لوړ پوړو جنرالانو له وژل کېدو سره پيل شوه.

    دا د رژيم لپاره حياتي ګواښ او حياتي جګړه وه.

    له دې امله دوی خپل ځان بریالی ګڼي، ځکه چې دوی وتوانېدل، د امریکا او اسرائیلو سره له يوې مياشتنۍ جګړې راووځي.

  18. عراق د ایران او امریکا تر منځ د دوو اونيو اوربند هرکلی کړی

    د عراق د بهرنیو چارو وزارت د ایران او امریکا تر منځ د دوو اوونیو اوربند هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې "اوربند به تاوتریخوالی کم او په سیمه کې به امنیت او ثبات پیاوړی کړي."

    د عراق د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې هېواد یې "د اوربند په بشپړ ډول مراعات او د هر ډول تاوتریخوالي له زیاتېدو په مخنيوي باندې ټینګار کوي."

  19. ایران وايي له امریکا سره مذاکرات به په پاکستان کې ترسره شي

    د ایران د ملي امنيت عالي شورا د مشروط اوربند له اعلان وروسته په يوه اعلاميه کې ویلي چې خبرې اترې به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شي.

    په اعلاميه کې ویل شوي په لوړه کچه پرېکړه وشوه چې د دغو اصولو پر بنسټ به ایران په اسلام اباد کې له امریکایي لوري سره د دوو اوونيو خبرې اترې وکړې.

    په اعلاميه کې راغلي چې د پاکستان له لارې امریکا ته د لسو مادو پلان وړاندې شوی چې په لاندې ډول دی:

    • د ایران پر وړاندې د "تېري" نه کولو ضمانت
    • پر هرمز تنګي د ایران دوامداره کنټرول
    • د [یورانیم] غني کولو منل
    • د ټولو لومړنیو او ثانوي بندیزونو لغوه کول
    • د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې د ټولو پرېکړه لیکونو لغوه کول
    • ایران ته د تاوان ورکول
    • له سیمې د امریکا د جنګي ځواکونو وتل
    • د "لبنان اسلامي مقاومت" په ګډون په ټولو جبهو کې د تاوتریخوالي پایته رسول
  20. وروستی, ایران په رسمي ډول د اوربند او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو سره موافقه کړې

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان کړی چې "که چېرې پر ایران بریدونه ودرول شي" ایران چمتو دی چې له اوربند سره موافقه وکړي.

    نوموړي زياته کړې، "د دوو اونیو لپاره، د هرمز تنګي له لارې خوندي تګ راتګ شونی دی."

    هغه ويلي، دا کار به "د ایران د وسله والو ځواکونو سره په همغږۍ او تخنیکي محدودیتونو په پام کې نیولو سره" ترسره شي.