د ملګرو ملتونو سرمنشي له ایران او امریکا غوښتي چې بېرته خبرو اترو ته کېني
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل کېدو غوښتنه کړې، او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د جګړې پایته رسولو کې مرسته وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې "د دې جګړې لپاره هېڅ پوځي حل نشته."
ښاغلي ګوتېرېش دا هم ويلي چې د اوربند "باید په بشپړ ډول درناوی وشي" او "ټولې سرغړونې باید ودرول شي،" او زیاته کړې یې ده چې "یوې موافقې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو د بیا پیل کېدو غوښتنه کوم."
د ملګرو ملتونو سرمنشي هم له ټولو هېوادونو غوښتي چې "د هرمز تنګي په ګډون د نړیوال قانون سره سم د بېړيو د ازاد تګ راتګ درناوی وکړي."