وروستی, د امریکا مرکزي قومانده: "د جګړې له پیله مو له ۱۳،۰۰۰ ډېر هدفونه په نښه کړي"
په داسې حال کې چې اسرائیل په ایران کې پر نورو ځایونو د برید راپور ورکوي، د امریکا د مرکزي قوماندې مرکز (سېنټکام) وایي، د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې یې دا بریدونه ترسره کړي دي.
په تازه معلوماتو کې ویل شوي چې له ۱۵۵ ډېرې ایراني بېړۍ یې زیانمنې یا له منځه وړې دي.
سېنټکام وایي هغه هدفونه چې دوی پرې بریدونه کړي، پکې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ مرکزونه، هوايي دفاعي سیستمونه، د بالستیک توغندیو ځایونه او د ایران سمندري ځواک بېړۍ او اوبتلونه شامل دي.
بل لور ته، د بشري حقونو یوې فعالې خبري رسنۍ راپور ورکړی چې په ایران کې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې له ۳۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې لږ تر لږه ۱۶۶۵ یې ملکي وګړي دي.