افغانستان کې بدلېدونکی امنيتي او سياسي وضعيت؛ شېبه په شېبه حال

طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

ژوندی پوښښ

  1. ملګري ملتونه: د اړمنو افغانانو لاسنیوي ته مرستې کمې دي

    په داسې وخت کې افغانان له سختېدونکي اقتصادي کړاو سره مخامخ دي، ملګرو ملتو اندېښنه څرګنده کړې، چې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره نړیوالې مرستې ډېرې کمې دي. د افغانستان لپاره د دې ټولنې د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، په راتلونکو لسو ورځو کې به د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو رسمي غوښتنه وکړي.

    دا څرګندونې پر داسې مهال شوې، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د توکیو بیې بېسارې ختلې، د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی او په بهر کې د افغان دولت پولي زېرمو ته د دې ډلې لاسرسی هم بند دی.

    ملګري ملتونه وایي د افغانستان کابو ۱۸ میلیونه وګړي چې د نفوس نیمايي کېږي مرستو ته اړتیا لري او په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د دوهمې روانې وچکالۍ له امله، اوسمهال د تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمايي، د اړین خوراک له کمي سخت کړېږي.

    نور جزیات په دې رپوټ کې

    افغانستان

    د عکس سرچینه، AFP

  2. جنرال مېلي: له طالبانو سره د داعش خراسان ډلې د ځپلو لپاره ښايي همغږي وکړو

    د امریکا د متحده ایالتونو د پوځ لوی درستیز وايي، طالبان یوه بېرحمه ډله ده او لا معلومه نه ده چې بدل به شي که نه، خو په عین حال کې دا هم وایي چې د اسلامي دولت نومې ډلې په ځپلو کې، ښايي له طالبانو سره همغږي وکړي.

    د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي چې له دفاع وزیر لویډ اسټین سره یې یوځای په خبرې غونډې کې څرګندونې کولې وویل :''موږ لا نه پوهېږو چې د طالبانو راتلونکې څه ده؟ خو زه له خپلې شخصي تجربې ویلای شم چې، د هغه څه پر بنسټ چې پخوا تېر شوي دا یوه بېرحمه ډله ده، دا چې بدله شوې که نه، ګورو به.''

    په خبري غونډه د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا شونې ده چې د داعش خراسان ډلې د ځپلو لپاره له طالبانو سره همغږي وکړئ جنرال مېلي وویل:''کېدای شي.''

    داعش خراسان ډله هغه ده چې د کابل له هوايي دګر نه بهر یې د خونړي برید مسوولیت ومانه.

    د یادونې ده چې په دې برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون ۱۷۰ تنه ووژل شول.

    نور جزیات دلته لوستل کېدای شي

    حنرال میلي
  3. د ترکیې او قطر تخنیکي ډلې د کابل هوايي ډګر ترمیم او پاکولو لپاره افغانستان ته ورسېدې

    د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي له بي بي سي سره په خبرو کې تایید کړه چې له ترکیې او قطر نه تخنیکي ډلې افغانستان ته رسېدلې چې په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر ترمیم او پاکولو چارې ترسره کړي.

    ښاغلي کریمي وویل چې د پاککارۍ چارې اوس مهال پیل شوي او هوايي ډګر ته څوک نه پرېښودل کېږي.

    د بلال کریمي په وینا له ترکیې او قطر نه ورغلو تخنیکي ډلو د حامد کرزي هوايي ډګر د ترمیم چارې پیل کړي او ژر به له دې هوايي ډګر نه ملکي الوتنې بیا پیل شي.

    دغه راز د قطر حکومت هم هیله مندي ښودلې، چې د کابل هوايي ډګر به ژر بېرته فعال شي. د امریکا له بشپړې وتنې وروسته دغه هوايي ډګر ته پرون لومړنۍ الوتنه له قطر نه وشوه.

    په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر نه وروستي امریکايي پوځیان د اګست میاشتې په دېرشمه نیټه ووتل چې ورسره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت هم پای ته ورسېد.

    امریکايي پوځیانو له وتلو وړاندې په هوايي ډګر کې شته سیستمونه او وسایل ویجاړ کړي وو.

    کابل
  4. ایا د ټرمپ هوکړې له مخې طالب قومندانان خوشي شوي وو؟

    د امریکا ولسشمر جو بایډن تېره ورځ په خپله وینا کې وویل، له طالبانو سره د ډونلډ ټرمپ هوکړې ''تېر کال د پنځه زره بندیانو خوشي کېدو ته مشروعیت ورکړ، چې د طالبانو هغه قومندانان هم پکې شامل وو چې د افغانستان کنټرول یې تر لاسه کړ.''

    دا رښتیا دي چې پروسږکال د افغانستان له زندانونو د افغان امنیتي ځواکونو د ۱۰۰۰ بندیانو خوشي کولو بدل کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدو هوکړه شوې وه.

    د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې د امریکا له فشار وروسته د ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشي کېدو سره چې د افغان حکومت په وینا ''سخت جرمونه'' یې کړي و، دا بهیر بشپړ هم شو.

    خو ایا خوشي شویو کسانو کې ''د طالبانو لوړ پوړي جنګي قومندانان'' هم شامل وو؟

    افغان حکومتي چارواکي په دې باور وو، چې همداسې وه، د دوی په باور په دې ډله کې داسې کسان وو او دوی په دې هکله له امریکایانو سره خپلې اندېښنې هم شریکې کړې وې.

    د رپوټونو له مخې خوشي شویو کسانو کې مولوي طالب هم شامل و، چې د هلمند پر مرکز لښکرګاه یې د طالبانو د برید مشري یې کوله.

    خو د یادونې ده چې ځینې نور طالب قومندانان بیا له ټرمپ حکومت سره هوکړې ته د طالبانو له رسېدو ډېر مخکې خوشي شوي وو.

    د بېلګې په توګه ۲۰۱۴ کال کې د باراک اوباما ولسمشرۍ پر مهال د بندیانو یوې تبادلې بهیر کې له ګوانتانا بې زندانه یو شمېر لوړپوړي طالب مشران خوشي شوي وو.

  5. له کابله د ورستي امريکايي پوځي وتلو انځور انګازې

    له کابله د ورستي امريکايي پوځي وتلو انځور انګازې، د امريکا پخواني پوځيان يې د شرموونکې ماتې يوه نښه ګڼي. خو ولسمشر بايډن وايي خبره داسې نه ده. پر افغانستان يرغل يا پوځي ماموريت چې د ۲۰۰۱ کال اوکتوبر کې امريکايانو پيل کړی و، او مشري یې هم د بريتانيا په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو په ملاتړ امريکايي ځواکونو کوله، پرون د اګست پر ۳۱ د امريکايانو په وتلو پای ته ورسېد.. داسې انګېرل کېږي، چې امريکا تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې پر دې جګړې دوه ټرېليون ډالره لګولي وي.. دې جګړه کې له ۲۴۰۰ډېر امريکايي پوځيان ووژل شول. داسې حال چې په خپله د افغان ملکيانو، او هم د دغه هېواد ملي پوليسو او پوځ شاوخوا ۱۲۰ زره کسان په کې ووژل شول. د بي بي سي واشنګټن خبريال عليم مقبول له افغانستان د امريکا وتلو اغېز ته کتنه کړي.

    د ویډیو تشریح، له کابله د ورستي امريکايي پوځي وتلو انځور انګازې
  6. طالبان: 'ښايي ښځې پر مهمو څوکیو و نه ګومارل شي'

    له بي بي سي پښتوڅانګې سره مرکه کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، ښځې کولای شي د حکومت په 'ټیټو پوستونو کې' فعالیت ته دوام ورکړي، خو په وینا یې 'ښايي د حکومت په لوړو پوستنونو یا کابینه کې' ښځې و نه ګومارل شي. طالبان وايي، راتلونکو ورځو کې به نوی حکومت جوړ شي، خو دا پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده، چې رول او څرنګوالی به یې د افغانستان لپاره څنګه وي.

    ستانکزی
  7. د طالبانو حکومت '۱۰ میلیاردو ډالرو زېرمو ته اړتیا لري'

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د افغانستان بانک بورډ یو لوړ پوړی غړي په اړه ویل شوي، چې له امریکايي خزانې او د پیسو له نړیوال صندوق 'ای ایم ایف' غواړي د طالبانو په مشرۍ حکومت پرېږدي چې د افغانستان پیسو زېرمو ته یو څه لاسرسی ولري او یا به د اقتصادي بحران خطر رامنځته شي.

    طالبانو په خورا چټکۍ سره پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، خو داسې نه ښکاري چې دا ډله به د افغانستان پولي زېرمې ته په اسانۍ سره لاسرسی ومومي چې ډېره برخه یې له هېواده بهر ده.

    د امریکا ولسمشر جو بایډن حکومت ویلي، د افغان حکومت هغې ټولې پانګې ته چې په امریکا کې ساتل کېږي، د طالبانو لاسرسي اجازه نه ورکول کېږي.

    د پیسو نړیوال صندوق مسوولینو هم اعلان کړی، چې افغانستان ته به هېڅ ډول پانګه نه ورکوي.

    بل لور ته د میرلنډ منټګمري کالج اقتصادیاتو پروفیسر شاه محرابي چې له ۲۰۰۲ راهیسې د افغانستان بانک د بورډ غړی هم دی، رویټرز اژانس ته ویلي که نړیواله پانګه یې کنګل پاتې شي افغانستان ''له یوه داسې اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دی، چې مخه یې نه شي نیول کېدای.''

    افغانستان

    د عکس سرچینه، ep

    د عکس تشریح، افغانستان کې د بانکونو مخې ته د خلکو اوږده کتارونه لیدل کېږي چې د خپلو نغدو پیسو ترلاسه کولو په تمه ولاړ دي.
  8. د پنجشېر خلکو ته د طالبانو پیغام: جنګ غوښتونکي وشړئ، له اسلامي امارت سره یو ځای شئ

    طالبانو د پنجشنېر ولایت پر خلکو غږ کړی چې هغه کسانو ته ځای ورنکړي چې لا هم د خبرو اترو پر ځای د جګړې لاره غوره کوي.

    د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون مشر امیر خان متقي په یوه تازه غږیز پیغام کې ویلي، د افغانستان په نوي نظام کې به د پنجشېر د خلکو په ګډون د هېواد ټول وګړي ونډه ولري.

    نوموړی وایي، دا چې اوس په ټول هېواد کې جګړه نشته او خلک په ارام دي نه پکار نه ده چې د پنجشېر خلک دې هم نور کړاو وویني.

    د هغه په وینا، له څه مودې راهیسې د دې ستونزې د سوله ییز حل لپاره پنجشنېر کې مېشتو کسانو سره مذاکرات روان وو، خو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.

    امیر خان متقي که څه هم د چا نوم نه اخلي، خو یاده دې وي چې د پرځول شوي افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دا مهال پنجشېر کې دی او د طالبانو پر ضد یې د مقاومت اعلان کړی.‌

    ښاغلي صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړی او ټینګار کوي چې په هېڅ صورت به طالبانو سره جوړجاړی ونکړي.

    همدا راز د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود هم دا مهال پنجشېر کې دی او زرګونه کسان یې ترڅنګ راټول شوي.‌

    نوموړی وایي، طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو دی،‌ خو که اړتیا پېښه شوه نو جګړه به هم کوي.‌

    خو طالب چارواکی امیر خان متقي وایي، هغو کسانو چې په کابل او نورو ولایتونو کې مقاومت ونشو کړای، اوس د پنجشېر په څېر کوچنۍ سیمه کې هم باید جګړې ته لمن ونه وي.

    متقي

    د عکس سرچینه، Getty Images

  9. بریتانیا له افغانستان د وګړو ایستلو په اړه طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې

    د بریتانیا حکومت منلې ده چې له افغانستان د خپلو اتباعو او د دوی افغانو همکارانو د خوندي ایستنې لپاره یې طالبانو خبرې اترې پیل کړې دي. ویل کېږي چې دا خبرې په دوحه کې روانې دي او د دواړو خواو جګپوړي چارواکي پکې ګډون لري.

    د بریتانیا لخوا د لومړي وزیر بورېس جانس ځانګړی استازی سایمن ګاس دا مهال دوحه کې طالب چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

    د بریتانیا دفاع وزیر بن والس وار د مخه پارلمان ته ویلی، شاوخوا ۱۵۰ یا ۲۵۰ هغه کسان چې بریتانیا ته د لېږدولو جوګه دي، لا هم خپلو کورنیو سره افغانستان کې بند پاتې دي.

    بریتانوي چارواکي د دې وګړو ایستلو لپاره وروسته له هغه خبرې اترې پیل کړې دي چې طالبانو ژمنه وکړه چې لا ډېرو کسانو ته به افغانستان د وتلو اجازه ورکوي.‌

    د لومړي وزیر بورېس جانسن ځانګړی استازی به طالبانو سره خبرو کې له افغانستان د بریتانوي وګړو او د هغوی افغانو همکارنو پر خوندي وتنه ټینګار کوي.

    په ورته مهال د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، د هغو کسانو مرستې لپاره چې غواړي له افغانستان ووځي، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې پوځیان ځای پر ځای کوي.

    طالبان

    د عکس سرچینه، Reuters

  10. طالبان: نوی حکومت به څو ورځو کې اعلان شي؛ د تېر حکومت چارواکي به پکې نه وي

    افغان طالبانو بي بی سي ته ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به افغانستان کې د دوی په مشرۍ نوی حکومت رسماً اعلان شي او د هېواد ټول قامونه به پکې ونډه ولري.

    قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، دا حکومت به ټولشموله وي، خو د تېر حکومت جګپوړي چارواکي به پکې نه وي.

    نوموړي د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني سره مرکه کې ویلي، طالبان داسې حکومت جوړولو غواړي چې په کور دننه او بهر کې ملاتړ ولري.

    شېر محمد عباس ستانکزی وایي، په نوي حکومت کې به هغو کسانو ته ځای ورکول کېږي چې تقوی ولري، پرهېزګاره وي او لوړې زدکړې یې کړې وي.

    یاده دې وي چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنلخسمه نېټه پر افغان پلازمېنه کابل ولکه وکړه، خو تر دې دمه یې د نوي حکومت اعلان نه دی کړی.

    دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ګڼ مشران افغانستان ته ستانه شوي او ویل کېږي چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله هم دا مهال کندهار کې دی.

    طالبان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. امریکايي ځواکونو څه ډول وسایل او وسایط تر شا پرې ایښي؟

    د طالبانو داسې ډېر تصویرونه لاس په لاس کېږي، چې وسله وال کسان یې په کابل هوايي ډګر کې له پوځي تجهیزاتو سره سیلفي تصویرونه اخلي، خو ښايي پوښتنه درسره وي، چې امریکایانو هلته څه پرې ایښي دي؟

    رپوټونه ښيي چې امریکایي ځواکونو تېره شپه د پلازمېنې کابل له هوايي ډګر وتلو وروسته هلته ټولټال ۷۳ الوتکې، چورلکې او دغه راز ۱۰۰ موټر او نور وسایل پرې ایښي دي.

    د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ جنرال کینیت مکنزي وايي، دا ټول وسایل د کاروولو وړ نه دي پاتې شوي.

    په دې کې لاندې وسایل او وسایط شامل دي.

    • ایم ډي- ۵۳۰ چورلکې چې د کشفي موخو او له نژدې بریدونو لپاره کاروول کېدې.
    • اې- ۲۹ سپکې جنګي الوتکې
    • ماین ضد وسایط
    • هموي موټر
    • د راکټ او توپ ضد دفاعي سسټم الات
    طالبان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  12. میرکل: له طالبانو سره موقت اړیکي په رسمیت د پېژندلو په مانا نه دي

    جرمني صدراعظمه اینګلا میرکل وايي افغانستان کې له لسو تر ۴۰ زرو پورې داسې کسان پاتې دي چې کېدای شي جرمني ته تلل غواړي.

    د نوموړې په وینا جرمني کې دې کسانو ته د پناه ورکولو موضوع په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په طرز پورې تړاو لري.

    جرمني له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیاتو کې نژدې ۵۳۰۰ کسان ایستلي دي، چې نژدې څلور نیم زره یې افغانان دي.

    مېرمن میرکل خبري غونډې ته وویل، په کابل کې د اروپايي ټولنې پاتې کېدو په هکله له غړو هېوادونو سره اړیکه کې ده.

    د نوموړې په وینا له طالبانو سره اړیکي 'موقت دي او د دیپلوماتیکې منظورۍ په مانا نه دي.'

    مېرمن میرکل د خیریه چارو لپاره د کابل هوايي ډګر مهم وباله او په وینا یې (دا هوايي ډګر د افغانستان لپاره حیاتي دی او که نه هلته به مرستې و نه رسېږي.'

    میرکل

    د عکس سرچینه، Reuters

  13. په کندهار کې د طالبانو پلویانو لاریون کړی

    له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په کندهار کې طالبانو او د دوی پلویانو په ښار کې خوښي ولمانځله. یو شمېر خلک د کندهار لارو کوڅو ته راوتلي وو او د طالبانو بیرغونه یې له ځان سره لېږدول.

    کندهار

    د عکس سرچینه، AFP

    کندهار

    د عکس سرچینه، AFP

    کندهار

    د عکس سرچینه، AFP

  14. ذبیح الله مجاهد: د طالبانو رهبري شورا د ملا هبت الله په مشرۍ په کندهار کې غونډه کړې

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو رهبري شورا په کندهار کې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ درې ورځنۍ غونډه کړې. د ښاغلي مجاهد په وینا په غونډه کې د روان سیاسي، ټولنیز او امنیتي وضعیت تر څنګ ''په هېواد کې د نوي اسلامي حکومت د جوړیدو او کابینې په اړه لازمي مشورې وشوې.''

    له دې مخکې د اګست پر ۲۹ مه طالب سرچينو بي بي سي ته تائيد کړه چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله په کندهار کې دی.

    طالب سرچينې بي بي سي ته ويلي و چې د دوی مشر ملا هبت الله به ډېر ژر په عام محضر کې راڅرګند شي.

    ملا هبت الله

    د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

  15. ناټو عمومي منشي وايي، د کابل هوايي ډګر پرانیستي پاتې کېدل 'اړین' دي

    د ناټو سازمان عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي، د دې لپاره چې له افغانستانه د وتلو هیله کسان وکولای شي ووځي، د کابل هوايي ډګر پرانیستي او فعال پاتې کېدل 'اړین' دي.

    د فرانسې له خبري اژانس 'اې ایف پي' سره خبرو کې ناټو عمومي منشي وویل،'' باید دا هوايي ډګر پرانیستی پاتې شي، هم له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره او هم د دې لپاره چې ډاډمن شو کولای شو د هغو خلکو ایستلو لړۍ ته دوام ورکړو، چې غواړي له هېواده ووځي، خو نه دي توانیدلي له پوځي لارې د خلکو ایستلو بهیر کې ووځي.''

    نوموړي زیاته کړه: ''موږ به هغوی هېر نه کړو.''

  16. د افغانستان جګړې د امریکا او متحدینو لپاره یې څومره لګښت درلود؟

    د افغانستان کې ډېری لګښتونه د امریکا متحده ایالتونو پر غاړه وو. د رسمي شمېرو له مخې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ امریکا ۸۲۲ میلیارده ډالره د افغانستان په جګړه کې لګښت درلود. دا په داسې حال کې ده چې دې کې هغه لګښتونه شامل نه دي چې امریکا په پاکستان کې د افغانستان اړوند مرکزونو کې لګولي دي. جرمني او بریتانیا چې له امریکا وروسته یې افغانستان کې د پوځيانو شمېر تر ټولو ډېر و، په ترتیب سره دې جګړه کې نژدې ۳۰ او ۱۹ میلیارده ډالره لګولي دي.

    افغانستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  17. د وروستي امریکايي پوځي له وتلو سره په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته ورسېد

    تېره شپه د امریکا وروستۍ پوځي الوتکه د کابل له حامد کرزي هوايي ډګره والوته او دې سره په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ناندریز پوځي حضور پای ته ورسېد. د دې پوځي الوتکې له تګ سره د افغانستان کنټرول بېرته د طالبانو لاس ته ولوېد چې ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پوځي عملیاتو له کبله د دې ډلې له لاسه وتلی و.

    د ویډیو تشریح، د وروستي امریکايي پوځي له وتلو سره په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته ورسېد
  18. مجاهد: زموږ چلند تاکتیکي نه دی، بلکې همدا زموږ باور او استراتیژي ده

    ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې 'غچ اخیستنه او دښمني' به نه تکراریوي او په وینا یې 'له هر افغان سره باید په درناوي چلند وشي، ملت مهرباني ته اړتیا لري او احتیاط ته اړتیا ده. زموږ چلند تاکتیکي نه دی، بلکې همدا زموږ باور او استراتیژي ده.'

    مجاهد زیاته کړه:

    'هېوادونو ته مو پیغام دا دی چې موږ سره مرسته وکړئ، ان له امریکا سره هم باید داسې تعامل وکړو چې امریکا ته هم او زموږ خلکو ته هم زیان او ضرر و نه رسېږي.'

  19. مجاهد: د یووالي ساتنې لپاره لازمې سلا مشورې کوو

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست هم دی، په کابل کې د وینا پر مهال وویل:

    ''د یووالي خوندي ساتلو لپاره سلا مشورې کوو.''

    نوموړي زیاته کړه:

    '' زموږ هېواد له څو اړخونو ویران شوی. له ټولنیزه اړخه د بېلا بېلو اختلافونو ښکار شوی. د امریکايي پېسو پر مټ ډول – ډول شوراګانې او ګوندونه رامنځته شوي.''

    نوموړي زیاته کړه چې مسوولیت لري 'د ټولنیز پیوستون'' لپاره کار وکړي.

    له کابل هوايي ډګره د امریکایاي ځواکونو له وتلو او هوايي ډګر ته د طالبانو له ننوتو وروسته د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون په تالار کې د ''د استقلال او د امریکا له لوري د اشغال پای ته رسېدو تجلیل ورځې'' په نامه مراسم ترتیب شوي چې د دغې دولتۍ رسنۍ له لوري په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    مجاهد

    د عکس سرچینه، RTA

  20. پارااولمپیک سیالو کې افغان لوبغاړي؛ 'د هیله مندۍ پیاوړی پیغام'

    د پارالمپیک نړیوالې کمېټې 'ای پي سي' ویاند کریج سپینس وايي، توکیو ته د پارالمپیک افغان لوبغاړو رسېدل د 'هیله مندۍ یو پیاوړی پیغام دی.'

    ذکیه خدادادي او حسین رسولي د 'پراخو نړیوالو عملیاتو' پایله کې له کابله جاپان ته رسېدلي دي. د لوبغاړو کلي ته د دوی رسېدو په مناسبت یوه مېلمستیا ترتیب شوې وه، چې د ای پي سي مشر اندریو پارسنز په ګډون پکې یو شمېر کسانو برخه درلوده.

    ویاند سپینس وايي:

    ''تاسو تصور کولای شئ چې دا خورا احساساتي شېبه وه. په هغه خونه کې هر چا ډېرې اوښکې وڅڅولې. دا واقعاً یوه یادګاري لیدنه وه.''

    پر سې شنبه ښاغلي رسولي د اوږده ټوپ په 'ټي ۴۷' سیالیو کې برخه واخیسته، ځکه نوموړی ناوخته رسېدلی او د خپل تخصص په ۱۰۰ متره منډه کې یې سیالي و نه شو کولای.

    ۲۶ کلن لوبغاړی په سیالۍ کې وروستی و، خو همکارو لوبغاړو په چکچکو بدرګه کړ.

    ۲۳ کلنه خدادادي بیا لومړنۍ ښځینه لوبغاړې ده، چې پارااولمپیک سیالیو کې به د افغانستان استازیتوب وکړي. نوموړې به پر پنجشنبه د ښځو په ۴۴ – ۴۹ کیلوګرامه کټګورۍ تایکوانډو سیالیو کې برخه واخلي.

    رسولي

    د عکس سرچینه، Reuters

    ذکیه خدادادي

    د عکس سرچینه، Zakia Khudadadi via REUTERS