جنرال مېلي: له طالبانو سره د داعش خراسان ډلې د ځپلو لپاره ښايي همغږي وکړو

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د متحده ایالتونو د پوځ لوی درستیز وايي، طالبان یوه بېرحمه ډله ده او لا معلومه نه ده چې بدل به شي که نه، خو په عین حال کې دا هم وایي چې د اسلامي دولت نومې ډلې په ځپلو کې، ښايي له طالبانو سره همغږي وکړي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي چې له دفاع وزیر لویډ اسټین سره یې یوځای په خبرې غونډې کې څرګندونې کولې وویل : ''موږ لا نه پوهېږو چې د طالبانو راتلونکې څه ده؟ خو زه له خپلې شخصي تجربې ویلای شم چې، د هغه څه پر بنسټ چې پخوا تېر شوي دا یوه بېرحمه ډله ده، دا چې بدله شوې که نه، ګورو به. ''
په خبري غونډه د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا شونې ده چې د داعش خراسان ډلې د ځپلو لپاره له طالبانو سره همغږي وکړئ جنرال مېلي وویل: ''کېدای شي. ''
داعش خراسان ډله هغه ده چې د کابل له هوايي دګر نه بهر یې د خونړي برید مسوولیت ومانه.
د یادونې ده چې په دې برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون ۱۷۰ تنه ووژل شول.
د امریکا متحده ایالاتونو لوی درستیز ماریک مېلي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې تېره سې شنبه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له بشپړېدو سره په دغه هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسېده.
په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت له بشپړیدو وروسته دا لومړی ځل و چې جنرال مېلي د امریکا د دفاع له وزیر لویډ اسټین سره یوځای د افغانستان په اړه خبرې ناستې ته څرګندنې کولې.
دې خبري ناسته کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین هم د داعش خراسان ډلې په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل ''نه غواړم د راتلونکو عملیاتو په اړه کومه وړاندوینه وکړم، خو موږ به خپل ټول وس وکړو چې خپل پام د داعش خراسان پر ډلې ورټول کړو. ''
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د کابل پر هوایي ډګر د داعش خراسان ډلې برید کې وژل شوي ۱۳ امريکايي سرتېري اتلان بللي او د غچ اخیستو ژمنه یې کړې ده.
له افغانستانه د خلکو ایستل

د عکس سرچینه، Reuters
کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم له افغانستانه د بهرنیانو او هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل شوه چې په افغانستان کې یې له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تېرې اګست میاشتې له نیمايي راهیسې یې له افغانستانه یو لک او درویشت زره کسان ایستلي دي.
په دوی کې شپږ زره امریکايي وګړي او همداراز لسګونه زره هغه افغانان هم دي، چې پخپله یا یې د کورنیو غړو له امریکايي ادارو سره کار کړی و.
ډېری دغه کسان په خلیجي هېوادو کې له لومړنیو ارزونو تېرېږي. تر اوسه څرګنده نه ده، چې څومره افغانان به امریکا ته رسېدلي وي.
پر ولسمشر بایډن نیوکې

د عکس سرچینه، .
د امریکا پر ولسمشر جوبایډن له دې امله پراخې نیوکې شوې چې ولې یې په یو ناڅاپي توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې افغان امنیتي ځواکونو چې امریکا له کلونو راهیسې روزلي وو او لګښت یې پرې کړی و سقوط وکړ.
خو ولسمشر بایدڼ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د پرېکړې دفاع کړې او هغه یې غوره بللې ده.
دغه راز ولسمشر بایډن ویلي اعتراف کوي چې د ده د اټکل برعکس افغان پوځ د اګست ۳۱ مې له ضرب الاجله مخکې ماتې وخوړه.
د ښاغلي بایډن په وینا خپل امنیتي ټیم ته یې لارښوونه کړې وه، چې هر ډول پایلو ته باید چمتو واوسي او ''د پایلې لپاره هم، موږ هغه مهال هم چمتو و چې افغان امنیتي ځواکونه زموږ د اټکلونو برعکس دومره ځنډ لپاره و نه توانېدل جګړه وکړي. ''
د افغانستان په جګړه کې ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان ووژل شول او نژدې ۲۳۰۰۰ ټپیان شول.
ولسمشر بایډن له افغانستانه د پوځونو ایستلو پرېکړې مسوولیت له منلو سره وايي، له دې زیات وخت لپاره هلته د پوځونو پاتې کېدو هېڅ دلیل نه درلود.




















