''کله چې نوی نظم او حکومت اعلان شي، ټول موسسات به پرانیستل شي، زموږ خویندې د ژوند په هر ډګر کې کولای شي، کار او فعالیت وکړي، ونډه ولري او په سیاست کې برخه واخلي او دا دوی منل شوی حق دی.''
نوموړي دغه راز وویل:
''هغه هېوادوال چې غواړي بهر ته سفر وکړي، د امریکايي او ناټو پوځي ځواکونو له وتلو وروسته د سمو قانوني اسنادو پر مټ هر وخت چې وغواړي له افغانستانه بهر او له بهره افغانستان ته سفر کولای شي.''
د عکس سرچینه، social media
د طالبانو او حقاني شبکې تر منځ د توپير په هکله د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویایند څرګندونو پوښتنې راپورته کړې
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هغو څرګندونو چې وايي، طالبان او حقاني شبکه دوه جلا ډلې دي، غبرګونونه راپارولي دي.
تېره شپه د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکایانو په هکله معلومات د طالبانو او حقاني شبکې لاس ته ورغلي؟ نوموړي ځواب ورکړ:''نه، داسې نه دي شوي، طالبان او حقاني شبکه دوې ځانګړې ډلې دي.''
له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت پینټاګون مسوولینو ویلي و، د هغو امریکایانو اړوند معلومات چې په پام کې وه، له افغانستانه وایستل شي، کابل هوايي ډګر ته پر لار له طالبانو سره هم شریک شوي دي.
پر حقاني شبکه تور دی، چې څو ځله یې پر افغان حکومت او امریکایايي ځواکونو خونړي بریدونه کړي دي.
که څه هم د دې شبکې په هکله ویل کېږي چې د طالبانو تحریک یوه برخه دي، خو ډېری مهال یې فعالیتونه مستقل او خپلواک بلل شوي.
داسې رپوټونه هم شته چې حقاني شبکه له القاعده سره هم اړیکي لري.
امریکا حکومت ۲۰۱۲ کال کې حقاني شبکه غیرقانوني اعلان کړه او'یوه ترهګره'ډله یې وبلله، خو طالبان د امریکا ترهګریزو ډلو په لیست کې نه شته.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوګان وايي، ترک چارواکي د
روانې میاشتې پای کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پلازمېنې کابل هوايي
ډګر چارو سمبالولو پر موضوع له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي.
ښاغلی اردوګان وايي، ترک چارواکو له طالبانو سره درې نیم
ساعته خبرې کړې او په وینا یې طالبانو د ترکانو لخوا په داسې صورت کې د هوايي ډګر
چارو سمبالښت ته چمتوالی ښوولی چې د امنیت مهمې چارې به یې خپله طالبان سمبالوي.
د افغانستان راتلونکي کې د کابل هوايي ډګر فعالیت او
امنیت خورا مهم بلل کېږي او امریکا له مخکې ویلي دا باید فعال وي، چې له نړۍ سره د
یو ډول اړیکې 'څه نه څه ظاهري بڼه' ولري.
ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او په افغانستان کې یې
ځواکونه د همدې سازمان تر چتر لاندې ځای پر ځای شوي وو.
ترک ځواکونو له تېرو شپږ کلونو راهیسې د هوايي ډګر امنیت
مسوولیت درلود.
خو طالبانو له نورو بهرنیو ځواکونو سره یو ځای د ترک پوځیانو پر
وتلو ټینګار کړی. بل لور ولسمشر اردوګان ویلي، له خبرو سره سره د هوايي ډګر فعال
ساتلو حضور په هکله تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې. نوموړې د پنجشنې ورځې پېښې ته
په اشارې سره په یوه خطرناک وضعیت کې د 'بند پاتې کېدو' خبرداری ورکړی.
له کورنۍ سره جرمني ته له رسېدو وروسته نوموړې بي بي سي سره خبرو کې له کابله د تېښتې کیسه وکړه. ۲۹ کلنه ظریفه غفاري په دا وروستیو کې د ښځو حقونو فعالې او یوې افغانې ښځینه چارواکې په توګه شهرت وموند.
نوموړې وايي فکر کوې چې له همدې کبله طالبانو د یوه ګواښ په نظر ورته کتل.
هغه وايي:
''زما غږ د ټوپک له زوره زیات زور درلود.''
اغلې غفاري وايي، هغه مهال چې طالبانو په چټکۍ کنټرول ترلاسه کاوه، او ژوند یې خطر متوجه و، بیا هم ناهیلې نه وه، خو اوس ناهیلې ده.
د اګست پر ۱۸ مه نوموړې د کابل هوايي ډګر پر لور یوه ګاډي کې داسې لاړه چې د ګاډي په پایدان کې ناسته وه او د طالبانو له پوستو د تېرېدو پر مهال به یې ځان پټاوه.
د عکس سرچینه، ZARIFA GHAFARI
پاکستاني چارواکي وايي، د چمن له لارې ورتلونکي کسان له چمن او کلا عبدالله سیمو مخکې تلو ته نه پرېږدي
د افغانستان او پاکستان تر منځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن ښارګوټي کې ځايي چارواکي وايي، هغو افغانانو ته به له چمن او کلا عبدالله سیمو مخکې د تلو اجازه نه ورکول کېږي چې له افغان'تذکرې'سره دغه هېواد ته ورځي.
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه چمن کې ځايي ډپټي کمشنر جمعه داد مندوخېل وايي، هغه افغانان چې پر ډېورنډ کرښه د (باب) دوستي له لارې پاکستان ته رسېږي، له چمن او کلا عبدالله سیمو به د مخکې تلو اجازه نه لري.
نوموړی وايي، دې لړ کې په افغانستان کې د طالبانو له کنټرول ترلاسه کولو مخکې له افغان چارواکو سره هوکړه شوې وه، چې تذکره لرونکي افغانانو ته به پاکستان کې له چمن او کلا عبدالله مخکې د تلو اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړی زیاتوي مخکینیو افغان چارواکو ورسره منلې وه، چې یوازې هغه کسان به تر چمن او کلا عبدالله پورې د سفر اجازه ولري چې د افغانستان سپین بولدک ولسوالۍ تذکره ولري او د افغانستان نورو سیمو خلک دا حق نه لري.
ښاغلی مندوخېل زیاتوي اوس هم همدا پرېکړه عملي کېږي او که څوک سرغړوونه وکړي، د چمن او کوټې تر منځ امنیتي پوستو کې به ونیول شي او بېرته به افغانستان ته واستول شي.