افغانستان کې بدلېدونکی امنيتي او سياسي وضعيت؛ شېبه په شېبه حال

طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

ژوندی پوښښ

  1. عمران خان: افغانانو د غلامۍ ځنځیرونه مات کړل

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کلتوري امپریالیزم په هکله یوه وینا کې وايي،'افغانانو د غلامۍ ځولنې ماتې کړې.'

    عمران خان په خپل هېواد کې په انګلیسي ژبه پر زدکړو د نیوکې په ترڅ کې دا څرګندونې له هغه یوه ورځ وروسته کړې، چې وسله والو طالبانو له څو ورځو چټک پرمختګ وروسته تېره ورځ پر پلازمېنه کابل ولکه ټینګه کړه.

    پاکستان له یوازې دریو هېوادونو و چې ۱۹۹۶ کال کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و.

    دغه هېواد کې نن د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو امنیتي غونډه کېږي او د مهمو پرېکړوتمه کېږي

    f

    د عکس سرچینه، Reuters

  2. ملالې او د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې

    د بشري حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیرڅ افغانستان کې پر بدلېدونکي وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

    ملالۍ یوسفزۍ پر افغانستان د طالبانو په ولکه حیراني ښودلې او وایي، د مېرمنو او د بشري حقونو د فعالانو په اړه اندېښمنه ده.‌

    د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو رپوټونه ترلاسه شوي. ښاغلي ګوتیرڅ ویلي، باید نړیوال بشري قانون تر پښو لاندې نشي.‌ ده پر طالبانو او نورو غاړو غږ کړی چې د بشري مرستو رسولو لپاره اسانتیا رامنځته کړي.

    ملاله

    د عکس سرچینه، Antonio Guterres

  3. د پاکستاني طالبانو د پخواني‌ مرستیال د خوشي کېدو رپوټونه

    یو شمېر پاکستاني خبریالانو ویلي، د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستیال مولوي فقیر محمد افغانستان کې له ۷ کلن بند وروسته خوشی شوی او بېرته د کونړ له لارې خپل کلي ته رسېدلی.

    د سرچینو په وینا، د پاکستاني طالبانو ویاند هم د مولوي فقیر محمد خوشی کېدل تائید کړي دي او وایي،‌ نوموړی د افغان طالبانو لخوا خوشی شوی دی.

    د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د بي بي سي پوښتنې ځواب کې وویل چې 'پلټنې کوي'.

    مولوي فقیر محمد په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان په ختیځ کې د افغان حکومت لخوا نیول شوی و او تر دې دمه ورسره بندي و.‌

    ب

    د عکس سرچینه، social media

  4. ګلبدین حکمتیار سره مرکه

  5. چین او روسیه کابل کې خپل سفارتونه فعال ساتي

    په داسې حال کې چې امریکا او ملګرو هېوادونو یې کابل کې خپل سفارتونه تړلي، چین او روسیې اعلان کړی چې دوی به خپل سفارتونه فعال ساتي.‌

    چین افغانستان کې خپلو وګړو ته ویلي چې په کور دننه دې پاتې شي، خو ډاډ یې ورکړی چې افغانستان کې بېلابېلو خواو سره یې د خپلو وګړو امنیت په اړه خبرې کړې دي.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم یکشنبه دولتي رسنیو ته وویل چې کابل کې د خپل سفارت د تړلو پلان نه لري.

    چین

    د عکس سرچینه، چین بهرنیو چارو وزارت

  6. وروستی, کابل هوایي‌ ډګر کې د ډزو رپوټونه ترلاسه شوي

    یو شمېر نړیوالو او افغان رسنیو ویلي، نن دوشنبه سهار کابل هوایي ډګر کې ډزې شوې دي او یو شمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.

    پر خواله رسنیو یوه ویډیو هم لاس په لاس کېږي‌ چې پکې د ۳ کسانو مړي پر ځمکه پراته دي او ګڼ کسان منډې وهي.

    لا هم روښانه نه ده چې مرګژوبله د چا لخوا اړول شوې، خو امریکایي سفارت منلې چې د دوی ځواکونو یوازې د خلکو د ګڼې ګوڼې د ختمولو لپاره هوایي ډزې کړې دي.

    کابل

    د عکس سرچینه، Civil aviation authority

  7. طالبان وایي د کندهار هوایي ډګر یې هم ونیولو

    وسلوالو طالبانو دوشنبه سهار په یوه اعلامیه کې اعلان کړی چې د کندهار هوایي ډګر یې هم نیولی دی.‌ یو شمېر افغان ځواکونه او چارواکي له څو ورځو راهیسې دې هوایي ډګر کې محاصره او ایسار وو. طالبان وایي زرګونه افغان ځواکونه هم دوی ته تسلیم شوي دي. خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

    کندهار

    د عکس سرچینه، ملکي هوایي چلن ادره

    د عکس تشریح، کندهار هوایي ډګر
  8. طالبان د راتلونکي نظام په اړه لا چوپه خوله دي

    کابل ته له ننوتلو وروسته وسلوالو طالبانو تر دې دمه رسماً د کوم نوي حکومت یا نظام رامنځته کېدو اعلان نه دی کړی. خو دې ډلې د ټولو ادارو کارکوونکو ته هدایت کړی چې خپلو دندو ته ور ستانه شي. تمه کېږي چې نن دوشنبه به د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار لخوا جوړه شوې د هماهنګۍ شورا د واک د لېږد پروسې په اړه نور جزئیات هم شریک کړي.

    دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي امیر خان متقي یکشنبه بي بي سي ته ویلي وو، راتونکی حکومت به د هغو کسانو وي چې 'شل کاله یې د یو اسلامي نظام جوړېدو لپاره قربانۍ ورکړې دي'.

    طالبان

    د عکس سرچینه، Qureshi

    د عکس تشریح، طالبانو د راتونکي حکومت په اړه لا څه نه دي ویلي
  9. عمران خان او اردوغان پر افغانستان غږېدلي

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یکشنبه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره افغانستان کې پر بدلېدونکي وضعیت خبرې کړې دي.

    عمران خان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، پاکستان خپلو ملګرو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې له کابله د بهرنیو اتباعو او دیپلوماتانو د ایستلو چاره کې به مرسته کوي.‌

    د پاکستان لومړي وزیر همدا راز اعلان کړی چې نن دوشنبه به د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د خپل ملي امنیت شورا غونډه هم رابولي.

    خان

    د عکس سرچینه، Imran Khan Facebook

    د عکس تشریح، عمران او اردغان پر افغانستان غږېدلي
  10. امریکا سفارت: کابل هوایي‌ ډګر خوا ته مه راځئ

    کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو او هغو کسانو ته چې غوښتل یې له کابله هوایي سفر وکړي خبرداری ورکړی چې پلازمېنه کې امنیتي‌ وضعیت لا هم ترینګلی دی او هېڅوک دې تر هغې د هوایي ډګر خوا ته نه ورځي تر څو چې دوی حال نه وي ورکړی.

    وروستي رپوټونه وایي، د کابل نړیوال هوایي ډګر دا مهال په بشپړه توګه د امریکایي ځواکونو په کنترول کې دی او د بهرنیو او افغان وګړو د ایستلو چاره دوام لري.

    د بهرنیانو ترڅنګ زرګونه عام وګړي هم یکشنبه ناوخته او دوشنبه سهار کابل هوایي‌ ډګر ته رسېدلي وو. پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې زرګونه هم په ګډوډۍ کې منډې وهي او هڅه کوي‌ چې الوتکو ته وخېژي.

    کابل

    د عکس سرچینه، Afghan civil aviation Authority

    د عکس تشریح، کابل هوایي ډګر
  11. وسله وال طالبان ولسمشرۍ ماڼۍ کې

    وسلوال طالبان یکشنبه ماښام د افغانستان پلازمېنې کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل. د دوی له ورتګ یوازې څو ساعته وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني له ارګه وتلی او د یو نامالوم ځای پر لور روان شوی و.