د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې نوموړي د سې شنبې پر ورځ پاکستان ته د یوه سفر بهیر کې وویل:
''طالبانو ژمنه کړې، خو راتلونکو ورځو او اونیو کې به موږ وګورو
چې ایا دوی دا ژمنه پوره کوي او که نه.''
نوموړي زیاته کړه:
''طالبان غواړي یو نوی حکومت رامنځته
کړي، او دې سره به موږ هغه اشاره ووینو چې د ټولشموله حکومت په هکله زموږ غوښتنې
منل شوې او که نه.''
د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان: د خلکو ناهیلي کتارونه لا هم د بانکونو مخې ته لیدل کېږي
په افغانستان کې د تړلیو بانکونو او این ټي ایم ماشینونو تر
مخ د خلکو اوږده کتارونه لیدل کېږي. په دغه هېواد کې د طالبانو له کنټرول ترلاسه
کولو وروسته داخلي بانکي نظام په ټپه ودرېد.
د افغانستان اقتصاد له مخکې خورا
کمزوری و او تر ډېره بریده پر بهرنیو مرستو تکیه و. د طالبانو له کنټرول ترلاسه
کولو وروسته لوېدیځو هېوادونو له افغانستان سره مرستې بندې کړې.
له دې سره له بهره
افغانستان ته د پېسو لېږدونکو شرکتونو هم فعالیتونه ودرول او هغه پیسې چې له بهره افغان کورنیو ته استول کېدې بندې شوې.
د بي بي سي خبریال سکندر کرماني د پېښې ځای ته ورغلی او
په وینا یې د کورنۍ خپلوانو ورته ویلي، د کور په انګړ کې ولاړ موټر په توغندي
ویشتل شوی او د شپږ ماشومانو په ګډون د کورنۍ لس غړي دې پېښه کې وژل شوي دي.
د بي بي سي خبریال وايي: دوی وايي چې له داعش سره هیڅ
تړاو نه لري، بلکې په وینا یې یو شمېر وژل شویو کسانو له بهرنیو ځواکونو او شرکتونو
سره دنده درلوده.
د عکس تشریح، په هغو تصویرونو کې چې د بي بي سي خبریال ملک مدثر اخیستي، د دې برید له کبله رامنځته شوی ویجاړی لیدل کېدای شي. د بي بي سي خبریال وايي، ځینې وژل شوي کسان هوايي ډګر ته پر لار وو او ویزې او نور اسناد یې هم درلودل.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده