سټولټنبرګ: د طالبانو او د نوي حکومت په اړه دریځ او قضاوت ته لا وخت شته
د ناټو سرمنشي ينس ستولټبرگ ويلي، لا وړاندې له وخته ده چې دا ټلواله د طالبانو په تړاو دريځ خپل کړي او یا افغانستان کې د نوي حکومت په تړاو قضاوت وشي.
دى وايي نړیوال بايد د طالبانو په اړه د دې ډلې د ويناو پر بنسټ نه بلکې د هغوى کړنو ته په کتو قضاوت وکړي.
ینس سټولټنبرګ د جمعې پر ورځ وویل، له طالبانو یې غوښتنه دا ده چې افغانستان به نه پرېږدي چې د نړيوالو ترهگرو په خوندي ځاى بدل شي.
نوموړي همدا راز طالبانو ته د بشري حقونو، په ځانگړي توگه د ښځو د حقونو په تړاو او خلکو ته د وتلو لار ورکولو په برخه کې د دې ډلې ژمنې وریادې کړې.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل، دوی به د افغانستان پر نويو واکمنانو خپل سياسي، ډيپلوماتيک او مالي فشارونه کاروي او پر وړاندې به یېيو موټى اوسي.
د ناټو سرمنشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو له کابو درې اوونیو راهیسې پر افغانستان واکمن دي او تمه کېږي چې ژر به خپل نوی حکومت اعلان کړي.

د عکس سرچینه، nato












