افغانستان کې بدلېدونکی امنيتي او سياسي وضعيت؛ شېبه په شېبه حال

طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

ژوندی پوښښ

  1. چین له طالبانو سره 'ګټورې' خبرې کړې دي

    د چینايي رسنیو رپوټونه وايي، د طالبانو له یوه پلاوي سره له 'ګټورو' خبرو وروسته چینايي چارواکو د افغانستان سولې او بیارغاونې چارو کې د مرستې ژمنه تکرار کړې ده.

    د بي بي سي مانیټورینګ رپوټ کې د چین بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له قوله ویل شوي:

    ''چین د افغانستان د راتلونکي او خپل برخلیک ټاکلو په لړ کې 'چې ملکیت او مشرتوب یې د افغانانو په لاس کې وي‌' د افغانانو د خپلواکۍ درناوی کوي او د ښه ګاونډیتوب او د دوستۍ او همکارۍ د اړیکو وده غواړي.

    د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اونۍ وویل 'په بېړه' له افغانستانه د امریکایانو وتلو 'جدي منفي اغېز درلود.'

  2. پینټاګون: له ۱۰ زره ډېر کسان په کابل هوايي ډګر کې له هېواده وتلو ته انتظار کوي

    د امریکا دفاعي او پوځي چارواکو له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیاتو په هکله د دغه هېواد په دفاع وزارت کې یوه خبري غونډه کړې.

    د امریکا پوځ د سیمه ییزو امنیتي عملیاتو څانګې مرستیال مشر جنرال هنک ټیلر وايي د خلکو ایستلو عملیاتو کې ډېر تمرکز پر دې دی چې' وکولای شو په مناسبه او خوندي توګه' هر څومره زیات کسان چې ایستلای شو، وایستل شي.

    نوموړی وايي، پرون ۴۲ پوځي الوتکو ۱۱۲۰۰ امریکايي او د ۴۸ متحدینو ۷۸۰۰ کارکوونکي له افغانستانه بهر وایستل.

    هغه وايي، له کابل هوايي ډګره له هرو ۳۹ دقیقو وروسته یوه الوتکه پورته کېږي.

    د جنرال ټیلر په خبره اوس هم په هوايي ډګر کې ۱۰ زره داسې کسان شته چې له هغه ځایه وتلو ته انتظار کوي.

    د نوموړي په وینا دا په داسې حال کې چې نور خلک هم له هېواده د وتلو لپاره هوايي ډګر ته ورتلای شي‌ ' د همدې شېبې یو تصویر' دی.

    همدې غونډې ته وینا کې د امریکا دفاع وزارت رسنیزې څانګې مشر جان کربي وویل:

    ''موږ به د خلکو ایستلو لپاره تر وروستۍ ټاکلې نۍټۍ پورې دا لړۍ روانه وساتو.''

    د نوموړي په وینا کله چې له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیات پای ته ورسېږي، امریکايي پوځیان به هوايي ډګر پرېږدي او له هغه وروسته مسوولیت به د امریکا نه وي.

    ښاغلی کربي زیاتوي: ''زه ګومان کوم له هغه وروسته به له نړیوالې ټولنې سره طالبان په خپله هر څه سمبالوي''

    جنرال ټیلر

    د عکس سرچینه، Getty Images

  3. تاجکستان: د افغانستان په نوي سیاسي نظام کې باید د افغانستان ټولو اوسېدونکو نظرونه په پام کې ونیول شي

    د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره لیدلي دي.

    د تاجکستان ولسمشر په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې باید د افغانستان سیاسي او امنیتي ستونزو د سملاسي حل لپاره د دې هېواد ټولو لږکیو په ګډون یو ټولشموله حکومت رامنځته شي.

    د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې له شاه محمود قریشي سره د امام علي رحمان په لیدنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د خبرو مهمه موضوع وه.

    د تاجکستان ولسمشر وايي، هېواد یې ''هر ډول بې قانوني، او د افغانستان پر خلکو په ځانګړې توګه پر تاجکانو، ازبکانو او نورو لږکیو، ظلم، وژنې او چور چپاول په سخته غندي.''

    تاجکستان وايي، د افغانستان نوی سیاسي نظام باید د 'ټولپوښتنې' پر بنسټ رامنځته شي او باید د دې هېواد د ټولو اوسېدونکو نظر په پام کې ونیول شي.

    ښاغلي قریشي د سیمې هېوادونو ته د سفر لړ کې نن مازدیګر له تاجکستانه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته لاړ.

    تاجکستان

    د عکس سرچینه، @SMQURESHIPT

  4. د افغان نجونو روباټ جوړونکې ډله مکسیکو ته ورسېده

    د مکسیکو بهرنیو چارو وزیر د افغان روباټ جوړونکو نجونو هرکلی وکړ. د افغان نجونو دغه ډله سږ کاله د موټر له پرزو د یوې ارزان بیه تنفس الې (ویڼټیلېټر) له چمتو کولو وروسته مشهوره شوه. دوی په امریکا کې له یوې سیالۍ وروسته جایزه ترلاسه کړې وه. له دې مخکې د ډلې ځینې نورې نجونې قطر ته رسېدلې وې.

    روباټ جوړوونکې نجونې

    د عکس سرچینه، Government of Mexico

  5. امریکا په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۰۰۰ کسان له افغانستانه ایستلي دي

    د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ کې مسوولین وايي، امریکا متحدو ایالتونو د سې شنبې پر ورځ له افغانستانه ۱۹۰۰۰ نور کسان ایستلي دي.

    په سپینه ماڼۍ کې د رسنیو څانګې یوه مرستیاله کارین جیان پیري په یوه ټویټر پیغام کې وویل:

    ''له پرون ماسپښین دریو بجو د نن ماسپښین تر درې بجو پورې له کابله نژدې ۱۹۰۰۰ کسان ایستل شوي دي.''

    نوموړې وايي، د اګست له ۱۴ مې تر اوسه امریکا نژدې ۸۷ زره نهه سوه کسان له افغانستانه په امریکايي پوځي الوتکو کې ایستلي او یا یې د متحدینو په الوتکو کې د سفر اسانتیا ورته چمتو کړې.

    د نوموړې په خبره دې سره د جولای له وروستۍ راهیسې د ټولټال ایستل شویو کسانو شمېر تر ۸۷۹۰۰ کسانو پورې رسېږي.

    کډوال

    د عکس سرچینه، EPA

  6. اېنګلا میرکل: جرمني له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی

    د جرمني صدراعظمه اېنګلا میرکل وايي، هېواد یې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د'خوندیتوب'لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، خو په وینا یې له طالبانو سره به هېڅ بې قید او شرطه هوکړه و نه کړي.

    جرمني پارلمان ته د چهارشنبې پر ورځ یوه وینا کې اېنګلا میرکل وویل، جرمن حکومت به تر'هغو چې اړینه وي'د پوځيانو او هغو پرمختیايي کارکوونکو چې له جرمني سره یې همکاري درلوده، ایستلو چاره روانه وساتي.

    د نوموړې په وینا په ورته مهال به جرمني په افغانستان کې دننه او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شویو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارو سره همکاري کوي.

    مېرمن میرکل وايي، د جرمني وسله وال ځواک تر اوسه پورې له افغانستانه ۴۶۰۰ کسان بهر ته لېږدولي دي، چې د دې هېواد په تاریخ کې د خلکو لېږدولو تر ټولو ستر عملیات دي.

    نوموړې زیاتوي:

    ''جرمنیان به راتلونکو ورځو کې د هغو کسانو د خوندیتوب لپاره د مرستې لړۍ روانه وساتي چې له موږ سره یې مرسته کړې.''

    میرکل

    د عکس سرچینه، Reuters

  7. نړیوال بانک له افغانستان سره مرستې بندې کړې

    د طالبانو کنټرول ته د افغانستان له ورتلو لس ورځې وروسته نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو پروژو مالي مرسته درولې ده. د نړیوال بانک مسوولین وايي، د افغانستان پر پرمختیا او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو برخه کې د طالبانو اغېز ته اندېښمن دي.

    تېرو دوو لسیزو موده کې نړیوال بانک د افغانستان بیا رغاونې او پرمختیا برخه کې نژدې پنځه میلیارده ډالره مرستې کړې دي.

    تر اوسه پورې د کرنې برخه کې د افغانستان تر ټولو سترې پروژې د نړیوال بانک په مرسته ترسره کېدې.

    تېره اونۍ د پیسو نړیوال صندوق ای ایم ایف افغانستان ته د پیسو ورکړه په ټپه ودروله.

    له دې مخکې جرمني ویلي، که طالبان د قانون په توګه اسلامي شریعت نافذ کړي،''ان د یوه سنټ نور مرسته به هم و نه کړي.''

    نړیوال بانک
  8. بایډن: د اګست تر پایه به له افغانستان د وګړو ایستلو بهیر بشپړ شي

    د امریکا ولسمشر، جو بایډن، په ټینګار ویلي، باوري دی چې له افغانستانه به د امریکايي وګړو او کارکوونکو د ایستلو بهیر به د روانې اګست میاشتې د پای تر ټاکل شوې نېټې پورې بشپړ شي.

    ښاغلي بایډن سه شنبه سپینه ماڼۍ کې خپلو ټلویزیوني څرګندونو کې زیاته کړه چې له کابله د الوتنو شمېر ډېر شوی او په وینا یې، ټول هغه کسان به پاتې ورځو کې و ایستل شي، چې په اړوندو شرایطو برابر وي.

    خو امریکایي ولسمشر ټینګار کړی چې پر ټاکلي وخت د دغه کار د کېدو لپاره د طالبانو همکاري هم اړینه ده او په وینا یې، خپل دفاع وزارت ته یې امر کړی، چې که په دې برخه کې ستونزې راپورته کېږي، بیړني پلانونه دې ورته له مخکې چمتو کړي.

    ښاغلي بایډن وړاندې د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادو غونډې ته وویل، چې په کابل کې یې روان ماموریت د اسلامي دولت ډلې د اړوندو وسله والو له ډېرېدونکي ګواښ سره مخامخ دی. هغه وویل:

    "د اوس له پاره ټاکل شوې ده چې د اګست تر ۳۱ یې خلاص کړو. څومره ژر چې یې خلاص کړو ښه خبره ده. د هرې ورځې عملیات زموږ ځواکونو ته لا ډېر ګواښ پېښولی شي. خو د اګست تر ۳۱ یې بشپړول دې پورې اړه لري چې طالبان خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او هغو خلکو ته تر هوايي ډګره د تلو اجازه ورکړي چې موږ یې بهر ته لېږدول غواړو. او زموږ په عملیاتو کې هېڅ ډول خنډ پیدا نه شي".

    ولسمشر بایډن دا اعلان وروسته له هغه کوي چې د بریتانیا د لومړي وزیر بورېس جانسن په ګډون د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو (جي - ۷) مشران هم ونه توانېدل چې د امریکا ولسمشر قانع کړي له کابل هوايي ډګره د پوځونو ایستلو ضرب الاجل نېټه وغځوي.

    بایډن
  9. له کابله بهر، افغانان 'د لوږې پر لور روان دي'

    په داسې حال کې چې تر ډېره بریده د نړیوالو تمرکز په کابل هوايي ډګر کې پر وروستیو پېښو ورټول دی، چې زرګونه بهرنیان او افغانان له هېواده د وتلو هڅه کوي، د افغانستان نورې سیمې هم یوه بشري کړکېچ ته نژدې بلل شوې.

    پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د خوړو لږوالی، د کورونا وبا او د ګڼ شمېر افغانانو لپاره د مېشت ځایونو له لاسه ورکولو له کبله رامنځته شوې مخکینۍ ستونزې لا ډېرې شوې دي.

    د خوړو نړیوال پروګرام اجرايي مشر له سیاسي مشرانو غوښتي چې ژر تر ژره لاس په کار شي او خبرداری یې ورکړی چې کېدای شي میلیونونه افغانان ډېر ژر له لوږې سره مخامخ شي.

    ډېویډ بېسلې رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې وویل:

    ''یو بشپړ توپان راتلونکی دی، له لوږې سره د مخامخېدونکو کسانو شمېر ۱۴ میلیونو ته زیات شوی دی.''

    د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف هم په راتلونکو میاشتو کې د سختې وچکالۍ له کبله د اوبو کموالي خبرداری ورکړی دی.

    افغانستان

    د عکس سرچینه، EPA

  10. مجاهد: د پنجشېر ستونزه به حل شي

    د طالبانو ویاند د "پنجشېر ستونزې" په هکله وویل چې دا یوه کوچنۍ ستونزه ده او هڅې روانې دي چې د خبرو له لارې حل شي. ښاغلي مجاهد وویل، طالبان جګړه پای ته رسېدلې بولي.

    نوموړي زیاته کړه:

    "په سلو کې اتیا سلنه چارې پر مخ تللې دي او ډاډه یم چې دا موضوع به له سوله ییزې لارې حل شي.''

  11. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبري غونډې یو شمېر غونډې مهم ټکي

    • د بي بي سي یوې پوښتنې ته په ځواب کې د طالبانو ویاند وویل، طالبان د اګست میاشتې تر ۳۱ ضرب الاجل پورې د ټولو بهرنیو اتباعو وتلو پلوي دي، خو په وینا یې دوی د افغانانو وتلو (پلوي نه دي.)
    • نوموړي له افغانانو وغوښتل کورونو ته ستانه شي او له امریکایانو یې وغوښتل چې خلک د هېواد پرېښودلو ته و نه هڅوي.
    • د نوموړي په وینا ښځې به د تل لپاره له کار کولو منع نه شي او په خبره یې چارواکي هڅه کوي داسې میکانیزم چمتو کړي چې دوی وکولای شي کار وکړي.
    • ښاغلی مجاهد وايي، سفارتونو ته د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی او له هغوی یې وغوښتل چې خپل فعالیت و نه دروي او سفارتونه بند نه شي.
    • ښاغلي مجاهد وویل، ښوونځيو، پوهنتونونو، مدرسو، روغتونونو او ځايي حکومتي ادارې، ټلویزیون او راډیو بیرته فعالیت پیل کړی دی.
    مجاهد
  12. د طالبانو له ویاند پوښتنه وشوه، چې د افغانستان ملي شورا له برخلیک سره به څه کېږي؟ ښاغلی مجاهد وايي، باید د سیاسي نظام د رامنځته کېدو تر مهال انتظار وکړو. د مزار شریف خبریالانو پوښتنه وکړه، چې ګواښ ورته شوی، ایا کولای شي خپل ښار ته ستانه شي؟

    ذبیح الله مجاهد ځواب ورکړ، د دې موضوع په هکله به پوښتنه وکړي.

  13. ذبیح الله مجاهد هنرمندانو ته: هر څه چې له شریعت سره سم وي، اجازه لري

    د فلم جوړوونکو او هنرمندانو استازي پوښتنه وکړه، ایا موږ به د فعالیت اجازه ولرو؟

    ښاغلی مجاهد وايي، راتلونکی نظام به د "شریعت احکامو" پر بنسټ کار کوي، هر څه چې له شریعت سره سم وي، اجازه لري.

  14. ذبیح الله مجاهد: له ټولو هېوادونو سره ښه اړیکي غواړو

    خپلې دویمې خبرې غونډې ته وینا کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: ''موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې له خپلې خاورې زموږ لپاره ستونزې جوړې نه کړي او په همدې ترتیب موږ به هېڅوک نه پرېږدو چې زموږ له خاورې د بل چا لپاره ستونزې رامنځته کړي.''

    د طالبانو ویاند وايي:

    ''موږ له ټولو هېوادونو سره ښه اړیکي غواړو. د هیڅ هېواد پر ضد منفي رویه نه لرو.''

    یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې هېواد کې د داعش ډلې خطر تر کومه بریده دی او ایا نن د داعش څلور غړي نیول شوي؟ ښاغلي مجاهد وویل:

    ''هو، امنیتي پېښې رامنځته کېږي. موږ هڅه کوو، هغو خلکو ته زیان و نه رسېږي چې یو ځای کې راټول شوي، زیان و نه رسېږي.''

    مجاهد

    د عکس سرچینه، Reuters

  15. له افغانستانه بهر د نظامي وسایطو او تجهیزاتو د ایستل کېدو پوښتنې ته په ځواب کې ذبیح الله مجاهد وویل:

    ''د فرقو تجهیزات او هېڅ اوسپنیز الات به له هېواده بهر نه پرېښودل کېږي. موږ د هېواد پر پولو بشپړ کنټرول لرو.''

  16. مجاهد: له ترکیې سره ښه اړیکي غواړو، خو سرتېري یې نه غواړو

    له ترکیې سره د راتلونکي اړیکو په هکله د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، '' ترکیه مسلمان هېواد دی، غواړو ښه اړیکي ورسره ولرو، خو (په افغانستان کې) د ترکیې پوځونو له شتون سره مخالف یو. همدا چې د هوايي ډګر ستونزه حل شي، موږ بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه لرو.''

  17. مجاهد: د بشري مرستو هرکلی کوو

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې پوښتنې ته چې نړیوالو مرستو ته څومره اړتیا لري؟ وویل:

    ''موږ د نورو هېوادونو بلا عوض او بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لرو، خو داسې مرستنې نه غواړو چې زموږ هویت او خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.''

  18. واشنګټن پوسټ: د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې مشر په کابل کې له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي

    د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویل شوي، د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې مشر ویلیم برنز په افغان پلازمېنه کابل کې د طالبانو د مشر له سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر سره پټه لیدنه کړې.

    د واشنګټن پوسټ رپوټ کې راغلي دغه لیدنه د اګست پر ۲۳ مه'دوشنبه'تر سره شوې او د طالبانو لاسونو ته د افغان پلازمېنې له لویدو وروسته د امریکايي لوړپوړو چارواکو او طالبانو مشرتابه تر منځ لومړنۍ لیدنه ده.

    واشنګټن پوسټ وايي، سي ای اې چارواکو تر دې دمه د دې لیدنې په هکله څه نه دي ویلي، خو هغه چارواکو چې د دې لیدنې په هکله معلومات لري او نومونه یې نه دي یاد شوي، دا تایید کړې ده.

    ملا عبدالغني برادر چې د دې رپوټ له مخې د سي ای اې له مشر سره یې لیدلي، د طالبانو له موسسو غړو یو دی، چې ۱۱ کاله مخکې د پاکستاني څارګرو ادارو په مرسته سي ای اې نیولی و او اته کاله زنداني و.

    د دې لیدنې رپوټ داسې مهال خپرېږي چې له کابل هوايي ډګره د بهرنیانو ایستلو لپاره پرلپسې دیپلوماتیکې او پوځي هڅې روانې دی.

    ویلیم برنز

    د عکس سرچینه، Reuters

  19. د افغانستان په هکله د جي - ۷ بېړنۍ غونډه؛ جانسن: د طالبانو په هکله به قضاوت د دوی د خبرو پر ځای د دوی د کړنو پر بنسټ کېږي

    په پام کې ده څو ساعته وروسته به د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو چې په (جي - ۷) مشهور دي، بېړنیزه غونډه کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن وغواړي چې له کابل هوايي ډګره د پوځونو ایستلو ضرب الاجل نېټه وغځوي.

    دا غونډه د بریتانیا په وړاندیز او کوربتوب په انلاین بڼه تر سره کېږي.

    ښاغلی جانسن به دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په پار د مرستو زیاتولو غوښتنه هم وکړي.

    نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

    ''له دوستانو او متحدانو به وغواړم چې د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتې شي او له کډوالو او پناه غوښتونکو سر بشر دوستانه مرستې ډېرې کړي.''

    ښاغلي جانسن په افغانستان کې د بشري حقونو او تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندي ساتلو د ټینګار په ترڅ کې ویلي''د طالبانو په هکله به د دوی د ویناوو پر ځای د دوی د کړنو له مخې قضاوت کېږي.''

    جانسن

    د عکس سرچینه، Getty Images

  20. فرانسې ته یو شمېر رسېدلي افغان کډوال له طالبانو سره د اړیکو شکونو له کبله تر څارنې لاندې دي

    د فرانسې کورنیو چارو وزیر وايي، پنځه افغانان چې له کابله فرانسې ته لېږدول شوي، له وسله والو طالبانو سره د مشکوکو اړیکو درلودلو له کبله فرانسه کې تر څارنې لاندې نیول شوي دي.

    د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین فرانس انفو راډیو ته وویل چې له نژدې زرافغانانو چې فرانس ته لېږدول شوي:

    '' یو کس ګومان کېږي – او زه دا تکراروم چې ګومان کېږي، له طالبانو سره اړیکه لري.''

    نوموړی زیاتوي:

    ''خو ډېره مرسته یې کړې، له فرانسوي پوځ سره، له فرانسوي وګړو او خبریالانو سره، موږ هغه او ملګري یې ځکه فرانسې ته له رسېدو وروسته تر څار لاندې نیولي چې ټول شکونه لېرې شي.''

    نوموړی زیاتوي له دې کسانو یو له هغه ځایه وتلی و، چې باید پکې پاتې شوی او له همدې کبله نیول شوی دی. ښاغلی درمانین وايي، دا ښيي چې امنیتي ځواکونه پر دې کسانو څومره کلک څار کوي.