ملګري ملتونه: ښځو سره د طالبانو چلن 'سره کرښه' ده
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې مشرې میشال باشېلې پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو، توکمي او مذهبي لږکیو د حقونو درناوي وکړي.
نوموړې د افغانستان په اړه یوې بېړنۍ ناستې ته وویل، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلن به 'سره کرښه' وي.
د هغې په وینا، ښځې باید د زدکړو، کار، سفر او د خپل غږ پورته کولو حق ولري.
د بشري حقونو ډلې اندېښمنې دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ښایي د ښځو حقونه تر پښو لاندې شي. ځو طالبانو ټینګار کړی چې ښځې به د شریعت په چوکاټ کې د کار او زدکړو حق ولري.

د عکس سرچینه، Reuters















