د اوکرایین اوږد انتظار پای ته ورسېد؛ جرمني پرمختللي "لیوپارډ ۲" ټانکونه ور استولي

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني دفاع وزارت وايي اوکرایین ته یې د 'لیوپارډ ۲' ټانکونو لومړۍ جوپه استولې ده.
دا ۱۸ پرمختللي جګړه ییز ټانکونه تر هغې وروسته کیېف ته سپارل شوي چې د کارېدو لپاره یې اوکرایینۍ عمله وروزل شوه.
د جرمني دفاع وزیر بورېس پیستوریوس وايي ډاډمن دی چې دا ټانکونه کولی شي د جګړې لومړۍ کرښه کې "ټاکونکی" رول ولوبوي.
هغه ویلي دغه ټانکونه "لکه څنګه چې یې یو وخت ژمنه شوې وه، زموږ اوکراییني ملګرو ته په لاس ورغلي."
په ورته وخت له اوکرایینه رپوټونه وايي چې د بریتانیا 'چلنجر ۲' ټانکونه هم ور رسېدلي.
اوکرایین له څو میاشتو راهیسې د روسیې یرغل پر وړاندې جګړه کې مرستې لپاره د پرمختللو ګاډو او تسلیحاتي سیستمونو غوښتنه کوله.
د ولودیمیر زېلېنسکي حکومت تر اوسه د لیوپارډ ۲ ټانکونو پر ورسېدو تبصره نه ده کړې.
خو دا یې منلې چې د بریتانیا کې د جوړو شویو چلېنجر ۲ ټانکو لومړۍ جوپه ور سپارل شوې ده.
لیوپارډ ۲ د ناټو غړو هېوادونو لخوا په ډېرو غوره تولید شویو جګړه ییزو ټانکونو کې شمېرل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
مګړۍ له شاوخوا ۲۰۰۰ دې ماډل ټانکونو په اروپايي هېوادونو کې ګټه اخیستل کېږي.
جرمني له اوږد انکار وروسته تېره جنورۍ کې دې ته غاړه کېښوده چې اوکرایین ته دا ټانکونه ورکړي.
برلین مخکې نورو هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوله چې کیېف سره د دغو ټانکونو مرسته وکړي.
که نور هېوادونه غواړي دا ټانکونه صادر کړي، نو د جرمني قانون له مخې باید د دوی هوکړه ترلاسه کړي.
د المان پوځ تېرو څو اوونیو کې اوکراییني ټانکیستانو ته د لیوپارډ ۲ ټانکونو د 'اې-۶' پرمختللي بڼې د کارولو روزنه ورکړې.
دا ټانکونه په ځانګړې توګه د روسیې له اصلي جګړه ییزو ټانکونو 'ټي-۹۰' سره سیالۍ ته ډیزاین شوي او ویل کېږي ساتنه یې اسانه او لویدیز کې له نورو جوړو شویو ټانکونو کم مصرفه دي.

برلین پر لیوپارډ ۲ سربېره اوکرایین ته د ټانکونو موندلو دوه تخصصي وسایط او د پیاده نظام ۴۰ مارډر جګړه ییز ګاډي هم استولي.
له دې سره د اوکرایین دفاع وزارت ویاندې اېرینا زولوتار 'اې اېف پي' خبري اژانس ته ویلي چې د بریتانیا چلنجر ۲ ټانکو هم "وار له مخه" دغه هېواد ته ور رسېدلي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
خو مخکې یې منلې وه چې اوکرایینۍ عمله بریتانیا کې د دغو ټانکونو برخه کې له روزل کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنه وې.
مسکو که څه هم تازه په دې اړه خپرو شویو رپوټونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې خبرداری ورکړی چې اوکرایین سره هر ډول مرسته به بدې پایلې ولري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و چې دا وسلې به له منځه ولاړې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images





















