بريتانيا وايي اوكرايين ته چلنجر۲ ټانکونه استوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سونک ویلي، روسیې سره په جګړه کې اورکرایین ته چلنجر ۲ ټانکونه استوي.
ښاغلي سونک ویلي دغه ټانکونه جګړه کې د اوکرایین د دریځ پیاوړي کولو لپاره استول کېږي.
د تېرې سه شنبې پر ورځ د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي سره په ټلیفوني اړیکه کې ښاغلي سونک منلې، چې دغه هېواد ته نور تجهیزات او توپچي سیسټمونه استوي.
د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر ویلي، دغه اقدام اوکرایین سره د بریتانیا د ملاتړ د پیاوړتیا هوډ ښکارندويي کوي.
د بریتانیا حکومت غواړي ۱۴ ټانګونه اوکرایین ته واستوي، ښاغلي زلینسکي د بریتانیا د دغه اقام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې:" د ټانګونو د استولو پرېکړه نه یوازې مونږ د جګړې په ډګر کې پیاوړي کوي بلکه نورو متحدینو ته هم ښکاره پیغام روسوي."
د نوموړي په ټکو: "د بریتانیا ملاتړ تل قوي وو او "اوس یې هم دریځ بشپړ قاطع دی".
بریتانیا داسې مهال اوکرایین ته د ټانګونو د استولو خبر ورکوي چې، د شنبې پر ورځ د جنورۍ په ۱۴مه د مرکز کیېف خارکیېف او اودیسا په ګډون په ځینو ښارونو توغندیز بریدونه وشول.
ښاغلی سونک وايي، چلنجر ټانکونه چې د بریتانیا د پوځ اصلي جګړه ییز ټانګونه دي د کیېف سره به مرسته وکړي چې روسي ځواکونه په شا وتمبوي.
چلنجر ټانګ د ۱۹۹۰ لسیزې په ورستیو کې جوړ شوی، له شلو کلونو ډېره مخینه لري خو دا به د اوکرایین لپاره تر ټولو عصري ټانګونه وي چې د روسیې پر وړاندې به یې جګړه کې کاروي.
دا ټانګونه اوکرایین ته د خوندیتوب او په سم ځای د ګوزار کولو فرصت برابروي.

د عکس سرچینه، Maxar Technologies
تمه ده چې بریتانیا راتلونکو څو روځو کې د اوکرایین پوځ ته د دغو ټانکونو د کارولو روزنه پیل کړي.
داسې حال کې چې دا مرستې به په یوازې سر د اوکرایین نظامي وړتیا پام وړ بدله نه کړي خو تمه ده چې د بریتانیا دا ګام به د نورو هېوادونو پام راواړوي چې اوکرایین ته نور عصري تجهیرات ورکړي.
د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر توبیاس ایلوود ویلي چې، د بریتانیا د مرستو هرکلی کوي خو په باور یې دې برخه کې د نړیوالو مرستې "ډېرې ورو" دي.
نوموړي بي بي سي ته ویلي: " دا هغه څه دي چې روسیه یې غواړي، چې بې پرې پاتې شو."
د هغه په وینا:" تر هغې چې مونږ مخ پر وړاندې لاړ نه شو او د روسیې ملاتړ و نه کړو، روسیه له منځه نه شي تللی او دا به په دې مانا وي چې ځوروونکي بریالي شي."
ښاغلي ایلوود همدا راز ویلي چې غواړي د پولنډ په ختیځ د وسلو جوړولو یوه فابریکه جوړه کړي چې اوږدمهال لپاره اوکرایین ته د دې فرصت برابر کړي چې خپلې وسلې ترې ترلاسه کړي.
اوس پولڼد غواړي خپل ۱۴ لیوپارد آلماني ټانګونه اوکرایین ته واستوي.
خو دغه ټانکونه چې ډېر جوړېږي او اروپا کې یې پوځ ډېر کاروي اوکرایین ته یې استول الماني جواز ته اړتیا ده.
اوکرایین تمه لري چې امریکا هم چې دې برخه کې خپل یو شمېر ټانګونه ورکړي.
روسي پوځ د شنبې پر ورځ اعلان کړی چې د سولدار په نامه د مالګي د کان ښار یې له اوږدې جګړې ورسته بېرته نیولی دی او دا یې یو "مهم" ګام بللی،
د روسیې د پوځ یوه ویاند ویلي چې دا بریا د دغې هېواد پوځ ته اجازه ورکوي چې بخموت ښار ته نږدې شي او اوکرایینې ځواکونه په شا کړي.
خو اوکراییني چارواکو روسیه د "طلاعاتي اوازو" په خپرولو تورنه کړي او وايي، د سولدار د بېرته نیولو لپاره یې مبارزې دوام لري


















