افغانستان کې بریدونه؛ کابل کې د پاکستان شارژدافیر د بهرنيو چارو وزارت ته احضار شوی

خوست

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله د پاکستان شارزدافیر احضارکړی و. په دې اړه د وزارت د اعلامیې له مخې "شارزدافیر ته د افغانستان له حریم د سرغړونې او ملکي وګړو په کورونو د بمباریو له امله سخت اعتراض وشو".

د طالبانو حکومت چارواکي وايي دې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي، خو پاکستان ادعا لري چې حملو کې یې د پاکستاني وسله والو پټنځایونه په نښه کړي دي.

په اعلامیې کې راغلي دا بریدونه "بشري جنایت" بلل شوی دی او راغلي چې "د خپلې خاورې دفاع خپل شرعي مسولیت ګڼي". اعلامیې کې پر پاکستان غږ شوی چې "د نیابتي سیاستونو د عملي کولو پرځای دې، خپلو داخلي ستونزو ته په بنسټیز ډول حل پیدا کړي".

اعلامیې کې پوښتل شوې دي، "څنګه ممکنه ده چې په یوې خاورې د ښځو او ماشومانو وژل بلې سیمې کې د امنیت ټینګېدو په معنی کېدی شي؟"

اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی دی "چې د دې تکراري پاروونکو اقداماتو جنایت د پایلو مسولیت به د پاکستان د پوځ په غاړه وي".

له دې وړاندې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ویلي وو، پاکستان تېره شپه د افغانستان "هوايي حريم نقض" کولو سره د ډيورنډ کرښې ته نژدې پرتو څو ولایتونو هوایي بریدونه کړي دي.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه د وژل شويو ماشومانو د عکسونو خپرولو تر څنګ ليکلي، "تېره شپه د پاکستان متجاوز پوځ يو ځل بيا د افغانستان حريم نقض کړ، په کونړ، خوست او پکتيکا ولایتونو کې یې ملکي کورونه بمبار کړل".

ښاغلي مجاهد ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې "۱۱ ماشومان، يوه مېرمن او يو سپين ږيری کس" وژل شوي دي.

نوموړي همدا راز د پاکستان پوځ په بمبارۍ کې د ۱۴ تنو ښځو او ماشومانو د ټپي کېدو ويلي دي. بي بي سي په خپلواکه توګه د مرګژوبلې د دغو شمېرو پخلی نشي کولی.

د طالبانو حکومت د خوست د والي ویاند، مستغفر ګوربز وايي، د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ په مڼې کلي کې نهه تنه وژل شوی او لس نور ټپيان دي. د نوموړي په وینا په وژل شويو کې اته ماشومان، يوه مېرمن او يو نارينه شامل دي.

د خوست په ګاونډ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې هم د دريو تنو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د برمل ولسوالۍ يواوسېدونکی وايي، د شپې نژدې يوه بجه وه چې هوايي برید وشو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ پر اېکس یوه بیان کې ویلي، " د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د وسله والو مرکزونه او پټنځایونه په کره او هدفمند ډول په نښه شوي دي. څلور هدفونه په بشپړ ډول له منځه وړل شوي چې په کې یو روزنیز مرکز، یو پټنځای، د مهماتو زېرمه، او هغه مرکزونه شامل دي چې د فتنۀ الخوارج اړوند قوماندان علیم خان، خوشال او قوماندان اختر محمد جاني خېل پورې تړاو لري."

ښاغلي تارړ ویلي، دا بریدونه د هغو خونړیو پېښو غچ و چې تېرو څو ورځو کې د پاکستان بېلا بېلو سیمو کې شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تېره ورځ پېښور کې د خپلو شپږ امنیتي ځواکونو په جنازه کې وویل چې " د ترهګرۍ پر وړاندې به د دوی جګړه دوام ولري."

خوست کې برید

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د پېښور حسن خېلو کې د تېرې ورځې برید شپږ پاکستاني امنیتي ځواکونه ووژل شول او شپږ نور وسله والو له ځانه سره وړي.

د طالبانو حکومت په وار وار دا رد کړې چې افغان خاوره دې د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو پر ضد وکارول شي. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله وايي، پاکستان " د خپلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې د ماشومانو او ښځو پر وژنې خواشيني ښودلې ده.

نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه يوه پوسټ کې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ ښودلو تر څنګ ليکلي، "پاکستان په سیمه کې د خپلو بې غوره پاليسو او دښمنانه کړنو له پايلو سره لاس او ګرېوان دی او بايد پوه شي چې د دې پاليسو په دوام او تعقيب سره به خپل منزل ته ونه رسېږي".

ښاغلي کرزي ويلي، "د پاکستان خير په دې کې دی چې د افغانستان پر وړاندې د جګړې او يجاړۍ پاليسي پرېږدي او پر ځای یې ښه ګاونډيتوب او متمدنې اړيکې غوره کړي".

جنګي الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ په دې وروستيو کې تاوتریخوالی زيات شوی دی، پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره مرګوني بريدونه کړي چې د طالبانو حکومت په وینا ګڼو ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان وروستی مرګونی برید د روان کال په مارچ مياشت کې د امید په نامه د روږدو کسانو د درمنلې پر مرکز و چې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په کې د لږ تر لږه ۲۶۹ تنو د وژل کېدو پخلی وکړ خو ويلي یې وو چې کره شمېر ښايي له دې ډېر لوړ وي.

دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو وژونکی برید و چې ان په وروستیو ۲۰ کلونو کې چې په دغه هېواد کې د وخت حکومتي ځواکونو، ناټو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه هم ساری نه دی ليدل شوی.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورنوي چې ګواکې په خپله خاوره کې هغو وسله‌والو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې دننه بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت په وار وار دا خبره رد کړې ده او ټينګار یې کړی چې هېچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په تاوان وکاروي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ نښتې هم شوې وې چې دواړو خواو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه.

د همدې نښتو او تاوتریخوالي له کبله د پاکستان او افغانستان تر منځ لارې له اوږدې مودې راهيسې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ په ټپه ولاړه ده.

د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ په بېلابېلو هېوادونو کې څو ځله خبرې اترې شوې خو له دې بریدونو داسې ښکاري چې کومه پايله یې نه ده لرلې.