جرمني او امریکا اوکرایین ته د ټانکونو پر استولو هوکړه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د جرمني صدر اعظم اولاف شولټس د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره د اوکرایین ملاتړ ته د لېپرډ ۲ ټانکونو پر استولو هوکړه وکړه.
د جرمني لومړی وزیر پارلمان ته په یوه وینا کې وویل "هېواد به یې ۱۴ لېپرډ ۲ ټاکنونه اوکرایین ته واستوي او نورو هېوادونو ته به هم اجازه ورکړي چې د جرمني جوړ ټانکونه اوکرایین ته ورکړي."
دا چې لېپرډ ۲ ټانکونه په جرمني کې جوړ شوي، د صادرولو قوانین یې دا تقاضا لري چې یو بل داوطلبه هېواد یې دریم هېواد ته واستوي او د برلین اجازه ولري.
ټاکل شوې امریکا هم ایم ۱ ابرامز ۳۰ ټانکونه اوکرایین ته واستوي.
د جرمني د پارلمان ځینو غړو پر دغه پرېکړه نېوکې هم وکړې او دلیل یې دا راوړ چې هېواد یې له دویمې نړیوالې جګړې وورسته هغه ژمنه باید پلې وساتي چې جګړیزو ساحو ته به وسلې نه استوي.
جرمني ددغو ټانکونو استولو ته زړه – نازړه و یا دا چې کوم بل هېواد ته ددې کار اجازه ورکړي، یوه اندېښنه یې دا وه چې په دې ناڅاپي کار سره به یې له روسیې سره ترینګلتیا لا پسې ډېره شي.
خو د نړیوالو فشارونو له کبله، شولټس هوډ وکړ چې د جرمني د رسنیو د رپوټونو له مخې اوکرایین ته ۱۴ لېپرډ ۲ ټانکونه واستوي.
المانۍ (دیر شپیګل) ورځپاڼې په پیل کې مخکې له دې چې له یوې بلې سرچینې یې تایید ولري، دا خبر د حکومتي سرچینو په حواله خپور کړ.
د سټراټیژیکو څېړنو د نړیوال انسټېټیوټ د مالوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱۶ اروپايي او د ناټو غړي هېوادونه لېپرډ ۲ ټانکونه لري.
دا ټول هېوادونه به اوکرایین ته ټانکونه ونه لېږي- خو د ښاغلي شولټس له دې موافقې ښکاري که وغواړي نو کولی شي.

په دې لړ کې (وال سټریټ جورنال) ورځپاڼې ویلي، د امریکا متحده ایالتونه ښايي د ابرامز M1 یو لوی شمېر ټانکونه اوکرایین ته واستوي، چې په وینا یې امکان لري دا اونۍ یې په اړه اعلان وشي.
غبرګونونه
د ټانکونو د استولو له خبرونو وروسته، اوکرایین په لومړي غبرګون کې د دې ګام تود هر کلی کړی دی او وایي د روسیې په ماتولو کې به یې مرسته وکړي.
د بریتانیا په پارلمان کې د دفاعي کمیټې مشر هم د دغه خبر هر کلی کړی خو وايي، اوکرایین ته د استولو پر تګلاره غور په کار دی.
روسیې له وړاندې خبرداری ورکړی چې دې برخه کې هر ډول مرسته به بدې پایلې ولري. په واشنګټن کې د روسیې سفیر وايي، اوکرایین ته د امریکايي وسلو استول به ښکاره پارونکې چاره وي.
د اوکرایین د ولسمشر د دفتر مشر اندرې یرماک د جرمني له لوري د ټانکونو د استولو له رپوټونو وروسته پر ټیلیګرام ولیکل "شوبلې (ټانکونه) یو له هغو ملاتړو برخو ګڼل کېږي چې اوکرایین د ۱۹۹۱ کال خپل برم ته ستون کړي.
د لېپرډ ۲ ټانکونه په ځانګړي ډول د روسيې ټي ۹۰ ټانکونو سره د سیالۍ لپاره جوړ شوي، چې روسیه یې په دغه جګړه کې کاروي.
د بریتانیا په ګډون نورو هېوادونو ژمنه کړې چې ۱۴ چلېنجر ۲ ټانکونه اوکرایین ته ورکړي.





















