اوکرایین: د شوبلو راکولو کې د لوېدیځ 'زړه نازړه‌توب' زموږ 'ولس' وژني

لیوپارډ ټانکونه جګړه کې د جنګېدونکو روسي تانکونو د سیالۍ لپاره جوړ شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لیوپارډ ټانکونه جګړه کې د جنګېدونکو روسي تانکونو د سیالۍ لپاره جوړ شوي
د خپرېدو وخت

د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي یوه مرستیال ویلي، کېیف ته د اضافي وسلو ورکولو کې د لوېدیځ "زړه نا زړه‌توب" ددغه هېواد "ولس وژني".

میخایلو بودولیاک پر ټویټر لیکلي "هره ورځ ځنډ د اوکرایینیانو د مرګ په معنا دی".

د نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه دي چې د اوکرایین دفاع وزیر ویلي وو د جرمني له دفاع وزیر سره د لیوپارډ ۲ ډوله جرمني ټانکونو په اړه یې "ښکاره بحث" کړی او کېیف دا ټانکونه په بېړني ډول د روسي زغروالو ټانکونو پر وړاندې جنګول غواړي.

جرمني ټینګار کوي چې د جرمن جوړ دغو ټانکونو ورسپارلو کې کوم ممانعت نه لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې ورته ګام اوچت کړي.

"د لیوپارؤ ۲ شوبلو (ټانکونو) په اړه مو ښکاره خبرې وکړې.‌ دا خبرې بیا هم پیلوو".

German Leopard 2 tanks during a military exercise in Lithuania in October

د عکس سرچینه، Getty Images

د جرمني په رامشټاین هوايي اه کې دې خبرو کې کېیف ته د لا نورو زغره والو ګاډو دفاعي هوايي سیستم او زېرمو ورکولو په اړه هوکړه شوې ده.

د شنبې په ورځ سلاکار لریزنیکوف بي بي س‍ي ته وویل، د ناټو غړي هېوادونه هم باید اوکرایین ته په مرستو کې ژمن پاتې شي.

په ټوله اروپا کې تر دوو زرو ډېر لیوپارډ ټانکونه شته.

د اوکرایین ولسمشر زیلېنسکي باوري دی چې روسیې ماتولو کې به دوی ته ۳۰۰ ټانکونه ورکړل شي.

د بریتانیا په ګډون نورو هېوادونو هم اوکرایین ته چلېنجر ۲ په نامه ټانکونه استوي.

د اوکرایین دفاع وزیر اولکسي ریزنیکوف (ښۍ خوا ته) د کېیف له ملګرو د جرمني او امریکا له دفاع وزیرانو سره

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اوکرایین دفاع وزیر اولکسي ریزنیکوف (ښۍ خوا ته) د کېیف له ملګرو د جرمني او امریکا له دفاع وزیرانو سره

امریکا ویلي چې روانه اونۍ کې یې له اوکرایین سره د ۲٫۵ میلیارد ډالرو په ارزښت مرسته کړې، چې زغره وال ګاډي هم پکې شامل دي.

پنټاګون ژمنه کړې چې د سټرایکر پوځیانو لېږدوونکي براډلي ۹۰ لېږدوونکي ۵۹ اضافي ګاډي او اوینجر هوايي ‌دفاعي سیستم به هم ورکړي.

نهو نورو هېوادونو هم له اوکرایین سره په استونیا کې د پنجشنبې ورځې له ناستې وروسته د وسلو د ملاتړ ژمنه کړې ده.