کرېکټ؛ کلکتې نایټرایډرز د ای‌پي‌اېل جام وګاټه

IPL

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د شاهرخ خان کلکتې نایټریډرز لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د هند د کرېکټ غوره لیګ "ای‌پي‌اېل" پایلوبه کې سنرایزرز حیدراباد ته په اتو وېکټو ماته وکړه او اتلولي یې وګټله.

د ای پي اېل د اتلولۍ پر سر سیالي نن (یکشنبه) په چنای ښار کې کېده.

د افغانستان رحمان الله ګوربز هم سږکال اتلې لوبډلې کلکتې لپاره لوبېده او په ننۍ لوبه کې یې (۳۹) منډې وکړې.

هغه د کلکتې د توپ اچونې پاڼۍ کې د وېکټو تر شا درې کېچونه ونیول.

د یادونې ده چې د افغانستان بل لوبغاړی فضل الحق فاروقي سږ کال حیدراباد لپاره لوبېده، خو په نننۍ لوبه کې نه و اخیستل شوی.

د نننۍ لوبې پچه حیدراباد ګټلې او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وې.

خو د حیدر اباد لوبغاړي ژر یو په بل پسې وسوځېدل او کلکتې ته یې یوازې د ۱۱۴ منډو هدف وټاکلی شو. حیدر اباد لپاره تر ټولو ډېرې (۲۴) منډې لوبډلمشر پېت کامېنز وکړې.

د کلکتې له اړخه په توپ اچونه کې اندرې رسل ۳ وېکټې واخیستې.

کلکتې ورکړ شوی هدف د دوو ویکټو په زیان په داسې حال کې پوره کړ، چې ۵۷ توپونه یې لا پاتې وو.

وېکتېش لېر ۵۲ او رحمان الله ګوربز ۳۹ منډې وکړې.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند غوره لیګ د نارینه وو د شل اوریز کرېکټ تر ټولو ستر او مخکښ سوداګریز لیګ دی چې د نړۍ لروبر میلیونونه مینه وال لري.

سږ کال په دغه لیګ کې د افغانستان نهه لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي وو.

دا لیګ په ۲۰۰۷ کال د هند کرېکټ بورډ (هند کې د کرېکټ د کنټرول بورډ) لخوا پیل شوې او دا یې ۱۷م پړاو وو.

دا درېم ځل شو چې کلکته نایټرایډرز د دغه لیګ اتلولي کټي.

له کلکتې ورهاخوا چنای سوپر کېنګز او ممبی انډینز لوبډلو تر ټولو ډېر او پنځه پنځه ځله د ای پي اېل قهرماني ګټلې ده.