لوبې: په ای پي اېل کې د افغان لوبغاړو لوبېدل
لوبې: په ای پي اېل کې د افغان لوبغاړو لوبېدل
د خپرېدو وخت
د هند د ای پي اېل کرېکټ لوبو دویمه اوونۍ هم پایته ورسېده او تر اوسه د ۸ افغان لوبغاړو له ډلې ۴ لوبېدلي. راشد خان، عظمت الله، نور احمد او نوین الحق هغه لوبغاړي دي چې تر اوسه لوبېدلي خو فضل الحق فاروقي، محمد نبي، الله محمد غضنفر او رحمن الله ګوربز ته بیا تر اوسه چانس نه دی ورکول شوی.
د لوبو په خپرونه کې له مېلمه سره د دوی لوبې ارزوو او دغه راز د کراتې یوه افغان لوبغاړی درپېژنو چې سبا د اپرېل شبږمه یې نړیواله سیالۍ ده.



