ای پي ایل کې افغان او پاکستاني لوبغاړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند په مخکښ شل اوریز لیګ کې سږ کال د افغانستان نهه لوبغاړي لوبېږي، خو له ۲۰۰۸ کال راهیسې پاکستاني لوبغاړي پکې ځای نه لري.
د هند د کرېکټ په مخکښ شل اوریز لیګ، ای پي ایل کې هره لوبډله ۲۵ لوبغاړي ساتلی شي چې په هغو کې ۱۷ باید هندیان او یوازې اته بهرنیان وي.
په هره لوبه کې یوازې څلور بهرنیان لوبه کولی شي. په همدې دلیل عمومآ لوبډلې له بهرنیو هېوادونو هغه لوبغاړي ورخپلوي چې تر خپلو هندي ستورو یا ښه وي یا ورسره په تله کې برابر خېژي.
په هند کې د کرېکټ خورا ډېرو لوبغاړو او استعدادونو ته په پام، هغو بهرنیانو ته چې په دغه لیګ کې ځای مومي او بیا پکې لوبېږي، ځانګړی پام ور اوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سږکال د سویلي افریقا ۱۷، د استرالیا ۱۶، د انګلنډ ۱۵ او د ویسټ انډیز ۱۱ لوبغاړي په ای پي ایل کې لوبېږي.
له دغو څلورو هېوادونو ورهاخوا پنځم ولس افغان دی چې تر ټولو ډېر لوبغاړي یې په 'ای پي ایل' کې لوبېږي.
د ډیلي لوبډلې ته د ګلبدین نایب له ورتګ سره سږ کال د هند په مخکښ شل اوریز لیګ کې د افغان لوبغاړو شمېر نهو ته ورسېد.

د عکس سرچینه، GN
په ګجرات کې درې ستوري، راشد خان، نور احمد او عظمت عمرزی لوبېږي.
په کلکتې کې رحمن الله ګربز او الله محمد غضنفر ځای لري. غضنفر د مجیب ځدراڼ له ټپي کېدو وروسته له کلکتې سره یو ځای شو.
محمد نبي له ممبۍ سره، فضل الحق فاروقي له حیدر اباد سره او نوین الحق له لکنهو سره لوبه کوي.
پاکستاني لوبغاړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند مخکښ شل اوریز لیګ په ۲۰۰۸ کال کې پیل شو. په هغه کال پکې د پاکستان ۱۱ لوبغاړو برخه واخیسته.
شاهد اپریدي، عمر ګل، یونس خان، سهیل تنویر، شعیب اختر، شعیب ملک، محمد حفیظ، سلمان بټ، محمد اصف، مصباح الحق او کامران اکمل په بېلابېلو لوبډلو کې بخت وازمویه.
خو په هم هغه کال د هند په ممبۍ کې له یوه ترهګریز برید وروسته د ډیلي او اسلام اباد اړیکې خړې شوې.
د سیاسي اړیکو خرابېدل په دې مانا شو چې د هند کرېکټ بورډ نور پاکستاني لوبغاړي په خپل مخکښ شل اوریز لیګ کې پرېنږدي.

د عکس سرچینه، Getty Images





















