تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ کلکتې نایټرایډرز د ایپياېل جام وګاټه
د شاهرخ خان کلکتې نایټریډرز لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د هند د کرېکټ غوره لیګ "ایپياېل" پایلوبه کې سنرایزرز حیدراباد ته په اتو وېکټو ماته وکړه او اتلولي یې وګټله.
د ای پي اېل د اتلولۍ پر سر سیالي نن (یکشنبه) په چنای ښار کې کېده.
د افغانستان رحمان الله ګوربز هم سږکال اتلې لوبډلې کلکتې لپاره لوبېده او په ننۍ لوبه کې یې (۳۹) منډې وکړې.
هغه د کلکتې د توپ اچونې پاڼۍ کې د وېکټو تر شا درې کېچونه ونیول.
د یادونې ده چې د افغانستان بل لوبغاړی فضل الحق فاروقي سږ کال حیدراباد لپاره لوبېده، خو په نننۍ لوبه کې نه و اخیستل شوی.
د نننۍ لوبې پچه حیدراباد ګټلې او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وې.
خو د حیدر اباد لوبغاړي ژر یو په بل پسې وسوځېدل او کلکتې ته یې یوازې د ۱۱۴ منډو هدف وټاکلی شو. حیدر اباد لپاره تر ټولو ډېرې (۲۴) منډې لوبډلمشر پېت کامېنز وکړې.
د کلکتې له اړخه په توپ اچونه کې اندرې رسل ۳ وېکټې واخیستې.
کلکتې ورکړ شوی هدف د دوو ویکټو په زیان په داسې حال کې پوره کړ، چې ۵۷ توپونه یې لا پاتې وو.
وېکتېش لېر ۵۲ او رحمان الله ګوربز ۳۹ منډې وکړې.
د هند غوره لیګ د نارینه وو د شل اوریز کرېکټ تر ټولو ستر او مخکښ سوداګریز لیګ دی چې د نړۍ لروبر میلیونونه مینه وال لري.
سږ کال په دغه لیګ کې د افغانستان نهه لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي وو.
دا لیګ په ۲۰۰۷ کال د هند کرېکټ بورډ (هند کې د کرېکټ د کنټرول بورډ) لخوا پیل شوې او دا یې ۱۷م پړاو وو.
دا درېم ځل شو چې کلکته نایټرایډرز د دغه لیګ اتلولي کټي.
له کلکتې ورهاخوا چنای سوپر کېنګز او ممبی انډینز لوبډلو تر ټولو ډېر او پنځه پنځه ځله د ای پي اېل قهرماني ګټلې ده.