متقي دوحه کې د یو شمېر هېوادنو استازو سره ناسته کې: له افغانستان ماموریت پر مخ یوسئ

طالبان

د عکس سرچینه، HafizZiaAhmad1

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په دوحه کې د امریکا او بریتانیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو سره په ناسته کې غوښتنه کړې، چې دوی دې له افغانستان فعالیت ته دوام ورکړي.‌

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د امریکا، برتانیا، هسپانیا، سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا استازو ګډون کړی و.‌

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې "ښاغلي متقي او ورسره پلاوي د مختلفو هېوادونو سفیرانو پوښتنو او اندېښنو ته په تفصیل سره ځواب ووایه او زیاته یې کړه چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې له لیرې څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نژدې مشاهده کړي.‌"

د یادونې ده چې د امریکا و بریتانیا په ګډون ګڼو هېوادونو نږدې دوه کاله وړاندې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په کابل کې خپل سفارتونه تړلي‌ او دمګړۍ له دوحې د چارسمبالو له لارې فعالیت کوي.‌

دوی او د نورو هېوادونو استازي او دېپلوماتان که څه هم وخت ناوخت له طالب چارواکو سره ګوري، خو تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دغه هېوادونه وايي،‌ تر هغې چې طالبانو ټولګډونه حکومت جوړ، بشري حقونه رعایت او په ځانګړې توګه د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار لګولي بندیزونه لغوه کړې نه وي، د رسمیت پېژندنې برخه کې یې پرمختګ ناشونی دی.

ښاغلي‌ متقي‌ او ورسره مل پلاوي تر دې ناستې مخکې د روانې اوونۍ یکشنبه او دوشنبه دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ، د افغان نجونو،‌ ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا له استازې رینا امیري او افغانستان لپاره د امریکا سفارت له چارسمبالې کرن ډېکر سره کتلي‌ وو.‌

قطر

د عکس سرچینه، HafizZiaAhmad1

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، ښاغلي متقي د بېلابېلو هېوادونو استازو سره د سې‌شنبې ورځې ناسته کې "د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومتدارۍ، مخدره توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او همداسې نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل."

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د خزائنو عمومي رئیس نصرت الله محمود هم دې غونډه کې د افغانستان د مالي او اقتصادي وضعیت او د افغانستان بانک د عملیاتي بازار عمومي رییس 'محمد عباس سامح' د افغانستان په بانکي سکتور کې "د شفافیت، پرمختګونو او میکانیزمونو" په اړه مالومات شریک کړي.

همداراز د افغاني سرې میاشتې مرستیال "ملا نور الدین ترابې" هم د دې غونډې ګډونوالو سره خپلې اړتیاوې شریکې کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

تر دې مخکې دغې ټولنې پر خپل ټویټر لیکلي وو، چې ښاغلی ترابي "د یو شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه" په رسمي سفر تللی دی.‌

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار کړی دی.