تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
متقي دوحه کې د یو شمېر هېوادنو استازو سره ناسته کې: له افغانستان ماموریت پر مخ یوسئ
- Author, راصد ځواک
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په دوحه کې د امریکا او بریتانیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو سره په ناسته کې غوښتنه کړې، چې دوی دې له افغانستان فعالیت ته دوام ورکړي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د امریکا، برتانیا، هسپانیا، سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا استازو ګډون کړی و.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې "ښاغلي متقي او ورسره پلاوي د مختلفو هېوادونو سفیرانو پوښتنو او اندېښنو ته په تفصیل سره ځواب ووایه او زیاته یې کړه چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې له لیرې څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نژدې مشاهده کړي."
د یادونې ده چې د امریکا و بریتانیا په ګډون ګڼو هېوادونو نږدې دوه کاله وړاندې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په کابل کې خپل سفارتونه تړلي او دمګړۍ له دوحې د چارسمبالو له لارې فعالیت کوي.
دوی او د نورو هېوادونو استازي او دېپلوماتان که څه هم وخت ناوخت له طالب چارواکو سره ګوري، خو تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
دغه هېوادونه وايي، تر هغې چې طالبانو ټولګډونه حکومت جوړ، بشري حقونه رعایت او په ځانګړې توګه د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار لګولي بندیزونه لغوه کړې نه وي، د رسمیت پېژندنې برخه کې یې پرمختګ ناشونی دی.
ښاغلي متقي او ورسره مل پلاوي تر دې ناستې مخکې د روانې اوونۍ یکشنبه او دوشنبه دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ، د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا له استازې رینا امیري او افغانستان لپاره د امریکا سفارت له چارسمبالې کرن ډېکر سره کتلي وو.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، ښاغلي متقي د بېلابېلو هېوادونو استازو سره د سېشنبې ورځې ناسته کې "د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومتدارۍ، مخدره توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او همداسې نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل."
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د خزائنو عمومي رئیس نصرت الله محمود هم دې غونډه کې د افغانستان د مالي او اقتصادي وضعیت او د افغانستان بانک د عملیاتي بازار عمومي رییس 'محمد عباس سامح' د افغانستان په بانکي سکتور کې "د شفافیت، پرمختګونو او میکانیزمونو" په اړه مالومات شریک کړي.
همداراز د افغاني سرې میاشتې مرستیال "ملا نور الدین ترابې" هم د دې غونډې ګډونوالو سره خپلې اړتیاوې شریکې کړې.
تر دې مخکې دغې ټولنې پر خپل ټویټر لیکلي وو، چې ښاغلی ترابي "د یو شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه" په رسمي سفر تللی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار کړی دی.