قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاویو دوه ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلي

د طالبانو او امریکايي استازي ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې

د عکس سرچینه، MOFA

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي په مشري پلاوي، د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره پلاوي سره یې دوه ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی په پلاوي کې د ماليې وزارت او د افغانستان بانک پر استازو سربېره په قطر کې د افغانستان سفارت او سياسي دفتر ځینې چارواکي هم وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دغو دوه ورځینو خبرو کې د ټولنیزو او بېلابېلو تخنیکي کمېټو په کچه خبرې شوې دي.

د ښاغلي بلخي په وینا ، "دواړو لوریو تر منځ د باور جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، تورو لستونو او بندیزونو لېرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرېوشوې."

د طالبانو پلاوي يو ځل بيا ټينګار کړی چې د باور جوړونې لپاره مهمه ده چي دبندیزونو او جایزو لستونه پورته او بانکي زيرمې خلاصې شي چې افغانان وکولای شي له بهرنيو مرستو پرته خپل اقتصاد پر پښو ودروي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي بلخي دغه راز ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ د بشري مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کي د قونسلي خدمتونو رسېدل نور هغه مهم موضوعات وو چې بحث پرې وشو.

خو ښاغلي بلخي دا نه دي ویلي چې امریکايي اړخ د طالبانو له پلاوي څه غوښتنې کړې دي.

ښاغلي ټام وېسټ سیمې ته د خپل سفر په پیل کې د منځنۍ آسیا هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه هم غږېدلی و.

ښاغلي وېسټ د قزاقستان په استانه کې د هغو لیدنو په اړه ویلي و، افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو سره په دې غږېدلی چې څنګه کولی شي د افغانانو ملاتړ وکړي، او زیاته کړې یې وه دې غونډه کې د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري مرستو په ګډون په ډېرو مهمو مسلو يې خبرې کړې دي.

وړاندې تر دې توماس وېست له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و،‌ د طالبانو حکومت د ناسمو تګلارو او په نوره نړۍ کې د تازه کړکېچونو له امله په ۲۰۲۳ کال کې پر افغانستان دوه میلیارده ډالره مرسته کمه شوې.

نوموړي ټینګار کړی و، که افغانستان کې د طالبانو حکومت خپلې ځپونکې تګلارې بدلې نه کړي، ښايي‌ پر دغه هېواد مرستې نورې هم کمې شي.‌

ښاغلي وېسټ په دوحه کې له طالب پلاوي سره د تازه کتنو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.