دوحې ناسته کې له طالبانو د امریکا غوښتنه؛ د بشري حقونو وضعیت له بدتروونکو پالیسیو په شا شئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، استازو د دوحې په خبرو کې له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو د ناوړه حالت رامنځته کوونکې پالیسۍ بېرته واخلي خو په ورته مهال يې په افغانستان کې د انفلاسیون کمېدو او صادراتو ډېرېدو په څېر موضوعات هم اورېدلي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، په دغو دوو ورځنیو خبرو کې د دواړو لورو تر منځ د نورو موضوعاتو تر منځ پر باور جوړونې، د افغانستان د بانکي زېرمو پر آزادېدو، له نشهيي توکو سره پر مبارزه او بشري حقونو خبرې شوې.
امریکايي پلاوي له طالبانو د امریکايي وګړو د ژر او بې قید او شرطه خلاصېدو غوښتنه هم کړې او ټینګار يې کړی چې دا رنګ نیونې د مثبت تعامل پر وړاندې جدي خنډ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوړپوړي پلاوي د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د تړلو دروازو تر شا خبرې او سلامشورې کړې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دا له لوپوړو طالب استازو سره په افغانستان کې د امریکا د حیاتي ګټو په تړاو خبرې بللې.
هغه دا خبرې دوه اړخیزې، په جزئياتو او صادقانه بللې او د دواړو افغانانو او د امریکا د ګټو خوندي کولو لپاره يې دوام اړین بللی.
هغه ليکلي په دغو ناستو کې د افغانستان پر اقتصاد، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنيتي ژمنو، ټولګډون والي او د نشهيي توکو پر ضد مبارزه خبرې شوې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
له دغې ناستې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې امریکايي چارواکو د افغانانو د ملاتړ په موخه د باور رامنځته کولو ساحې په ګوته کړې.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران، نیونو، د رسنیو د ځپنې او مذهبي محدودیتونو په اړه ژوره خواشيني ښودل شوې او پکې راغلي، امریکايي پلاوي له طالبانو غوښتي خپل هغه سیاستونه بدل کړي چې د بشري حقونو په تېره بیا ښځو او نجونو او زیان منونکو ټولنو حالت یې خراب کړی.
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر ټویټر ليکلي چې د دغو دوو ورځو ناستو په اوږدو کې يې "په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت د سمون پر بيړنۍ اړتیا ټینګار" کړی.
هغې زیاته کړې چې "د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو، تعلیم او کار ته د لاسرسي، د بندیانو خلاصون، د جسمي مجازاتو ختمولو، په رسنیو او بیان آزادیو د فشار ختمولو" غوښتنه هم کړې او دغه راز يې ټینګار کړی چې "د امنیت، اقتصادي پرمختیا او ثبات د ترلاسه کولو لپاره، د هیلو او بشري پانګو ساتلو او له نړیوالې ټولنې سره د دریځ په ښه کولو کې، بشري حقونو ته درناوی اساسي ارزښت لري".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
امریکايي پلاوي د طالبانو د مالیې وزارت او مرکزي بانک له استازو سره هم پر اقتصادي حالت او د بانکي سکتور پر ننګونو خبرې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي امريکايي چارواکو د انفلاسیون کمېدو او په ۲۰۲۳ کال کې د صادراتو او وارداتو د ودې په تړاو هم له طالب چارواکو اورېدلي او د افغانستان د اقتصادي ثبات اړوند يې نورو تخنيکي بحثونو ته هم چمتووالی ښودلی.
طالب پلاوي هم د افغانستان پر بانکونو د ډېرو محدودیتونو ليرې کېدل یو مثبت بدلون بللی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دواړو لورو تر منځ د باور جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، تورو لستونو او بندیزونو لېرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې شوې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې امریکايي پلاوي له طالبانو دا هم اورېدلي چې دوی په خپله هغه ژمنه ولاړ دي چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د هغې د همټلوالو لپاره ګواښ نه پېښېږي او دواړو لورو پر خپلو امنيتي ژمنو د درېدو لپاره د طالبانو پر هڅو هم خبرې کړې.
امریکايي پلاوي پر دې هم اعتراف کړی چې پر ملکیانو ستر ترهګریز بریدونه کم شوي.
په اعلامیه کې راغلي چې امریکايي پلاوي د طالب چارواکو دا ريپوټونه هم اورېدلي چې د دوی د حکومت لخوا پر نشهيي توکو بندیز د دغو توکو پر کرکیله کې د پام وړ کموالي لامل شوی. که څه هم امریکايي چارواکي لا هم د نشهيي توکو د ځینو ځانګړو ډولونو د پلور او قاچاق اړوند اندېښنه ښودلې.





















