د ''شریعت'' په هکله د اردوګان څرګندونو غبرګونونه پارولي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مانیټورینګ څانګه
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
له ''شریعت سره پر دښمنۍ'' د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان نیوکو په ترکیه کې د نوموړي د مخالفانو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
ښاغلي اردوګان د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د ''مذهبي چارو ریاست'' نوي مشرتابه معرفي مراسمو کې چې په ترکیه کې د ''دیانت'' په نامه یادېږي وویل: ''له شریعت سره مخالفت چې د ژوند په هکله د ټولو اسلامي احکامو بیان کوي، اصلاً خپله له دین (اسلام) سره د دښمنۍ په معانا دی.''
نوموړي د دې بنسټ له مشرانو وغوښتل چې په ټولنه پراخ رول ترسره کړي او په ځانګړې توګه د ځوانانو روزنې ته پام وکړي.
جمهوریت نومې ورځپاڼې چې سیکولر او حکومت مخالفه بلل کېږي، د فبرورۍ پر دویمه د ''ترکیه سیکولر هېواد دی'' تر سرلیک لاندې پر دې موضوع د مدني فعالانو او مذهبي چارو د ماهرینو غبرګونونه خپاره کړي دي.
بیرګون کیڼ اړخه ورځپاڼې هم لیکلي چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ترکیې پوهنې وزارت لپاره د تګلارې په تړاو د ښاغلي اردوګان څرګندونې داسې مهال شوې، چې د ''ملي او اخلاقي ارزښتونو له منځه وړلو'' مسئالې زور اخیستی. دغه ورځپاڼه وايي، د پوهنې او روزنې وزارت غواړي له مذهبي ډلو سره همکاري پراخه کړي.
د ښاغلي اردوګان څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې سیاسي مخالفان یې د پوهنې وزارت او پوځ په ګډون ځینو مهمو دولتي ادارو کې د بېلابېلو مذهبي ډلو د نفوذ ډېرېدو په هکله اندېښنه څرګندوي.
د ترکیې پوهنې وزارت په دا وروستیو کې له دې کبله چې وايي، د ترکیې د ښوونځیو چاپیریال ورځ تر بلې مذهبي کېږي، د ښوونې او روزنې اتحادیو له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.
یو تجربه کار خبریال مراد یتکین وايي، اردوګان داسې شرایط رامنځته کړي، چې ''یوه مذهبي هېواد ته د ترکیې له اوښتون سره مخالفت له مذهب سره مخالفت وبلل شي.''
نوموړی د ترکیې اساسي قانون دویمې مادې ته اشاره کوي، چې ترکیه پکې ''سیکولر، دیموکراتیک او د ټولنیزو قوانینو پر بنسټ ولاړ هېواد'' بلل شوی دی.
د سوزکو نومي ټلویزیوني شبکې یو ویاند چې د حکومت مخالفه رسنۍ بلل کېږي وايي، اردوګان ''د حکومت بڼې بدلون'' مطرح کولو هدف نه درلود، خو په وینا یې په ترکیې کې چې یو سیکولر هېواد دی، باید مذهبي زدکړې جبري نه شي.
د حقوقي چارو کارپوه ارسان سن سوزکو خبري شبکې سره خبرو کې ویلي، اردوګان غواړي په داسې خبرو عمومي توجه او د ټولنې ورځنیو بحثونو پام له روانو اقتصادي ستونزو بل پلو ته کړي.
خو د سیاسي چارو شنونکي فاتح یاسلي پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي، د ښاغلي اردوګان هدف ''د خبرونو مسیر بدلون'' نه دی، بلکې په وینا یې ''د داسې یوه حکومت په هکله غږېدلی، چې دی یې ارمان کوي.''
خبریال لیونت ګولتکین په خپل یو ټیوب چېنل کې په دې هکله ویلي، د شریعت قانون په هکله د ښاغلي اردوګان څرګندونې په ترکیې کې د ډېرو له فکر سره جوړې نه دي، او زیاتوي چې داسې خورا لږ خلک شته، چې همدا یې غوښتنه ده.
د ښاغلي اردوګان څرګندونو ته په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه څرګند شوي دي. د خواله رسنیو څارونکې ادارې برنډواچ په تېرو دوو ورځو کې پر خواله رسنۍ اېکس له ۷۱ زره ډېر ځله په ترکي ژبه د ''شریعت'' یادونه شوې ده.
د همدې موضوع په هکله د ''الله'' یا ''زه مسلمان یم'' او ''طیب اردوګان'' کلیمات هم له نورو موضوعات زیات ځله تکرار شوي دي.






















