د ترکیې د مذهبي ادارې ویډیو سخت غبرګونونه پارولي

Scene from video showing woman serving tea to husband as he looks at his phone

د عکس سرچینه، DIYANET

    • Author, ایلګین کارلیداګ
    • دنده, بي بي سي مانیټورینګ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ترکیې مذهبي چارو اعلی ادارې له لوري د موبایل ټیلیفون له حده ډېر استعمال په تړاو د خبرداري پر خپرې شوې ویډیو سختې نیوکې شوې.

د مذهبي چارو یا 'دیانت ' له لوري پر ټویټر دغه خپور شوی ویډیويي کلیپ د جنسیتي تبعیض بېلګه او د مساوات یا برابري خلاف چاره بلل شوې.

دغه ویډیو کې چې د نومبر پر شپږمه خپره شوې، یوه ښځه داسې حال کې لیدل کېږي چې میړه ته یې د چایو ډک ګیلاس نیولی، خو هغه له خپل موبایل سره داسې بوخت دی، چې ښځې ته یې هېڅ پام نه شته.

په ویډیو کلیپ کې ښځه خپل مېړه لپاره د کېک دوې ټوټې او یوه پنجه یا خپړه هم راوړي، خو مېړه یې د هغې له شتوالي بې خبره ښکاري.

له دې وروسته دغه ښځه د مېړه څنګ ته کېني او په یوه لیکلي پیغام کې هغه ته وايي:

''ته باید ډېره توجه خپلې مېرمنې ته وکړې! ''

Husband and wife sharing cake

د عکس سرچینه، TWITTER/@DIYANETBASIN

له دې وروسته د مېړه پام ښځې ته اوړي او کېک ورسره شریکوي. دغه مهال له ویډیو سره لیکلي لیدل کېږي:

''خپل موبایل ته مه ګورئ، د دې پر ځای د خپلې مېرمنې مخ ته وګورئ! ''

دغې ویډیو پر خواله رسنیو په ترکیې ټولنې کې د ښځې رول تصور په تړاو له غوسې ډک غبرګونونه پارولي، چې د ۲۰۱۸ کال اکانومیک فورم جنسیتي برابرۍ رپوټ له مخې د ۱۴۹ هېوادونو په لیست کې ۱۳۰ ځای لري.

خبریالې مینیکسي توکیایې پر ټویټر په دې تړاو ولیکل:

''کله به دغسې کلیشه يي تصور پرېږدو چې ښځه دې چای راوړي، ښځه باید کېک هم راوړي، او دا هم په اوسنۍ زمانه کې... ۲۰۱۹ کال دی ''

د بوکر جایزې ګټونکې ترکۍ لیکواله الیف شفق هم دغه بحث ته ورګډه شوې او له ترکو ښځو یې غوښتي چې دغه پیغام رد کړي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د فېمینیسټو ترکانو ډلې 'مور دایانیسما ' بیا پر خپل انسټاګرام پاڼه د دغې ویډیو پیغام بدل کړی او لیکلي یې دي:

''موبایل ته دې مه ګوره، پاڅه او ځان ته چای چمتو کړه.!

بل لور ته د دیانیت ادارې مشر علي ارباس د ویډیو له خپرېدو څو ساعته وروسته د ټویټر له لارې دغو نیوکو ته په اشارې سره وویل، دوی د نیوکو هرکلی کوي، خو په وینا یې ''خو دا خواشینونکې ده چې نیوکې پر سپکاوي او (لفظي) بریدونو واوړي. ''

Turkish President Recep Tayyip Erdogan (R) stands next to the President of Religious Affairs of Turkey Ali Erbas

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د ترکې مذهبي چارو ادارې مشر علي ارباز له ولسمشر رجب طیب اردګان سره

د رسنیو ځینې نورو کاروونکو بیا دغه ویډیو ستایلې چې د کورني ژوند په تړاو خپره شوې. د ترکیې محافظه کارې یني اکیت ورځپاڼې د دغې ویډیو پیغام 'له معانا 'ډک بللی.