ترکی دعوتګر عدنان اوکتار پر ۱۰۷۵ کلونو بند محکوم شو

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونه وايي، یوې ترکۍ محکمې ترکی دعوتګر عدنان اوکتار د جنسي جرمونو اړوند قضیو کې د ښکېلتیا په تور په ۱۰۷۵ کلونو بند محکوم کړ.
اوکتار په تلوېزیوني پروګرام کې دیني پروګرامونه وړاندې کول، خو شاوخوا به ښځې او پېغلې پرې ورغونډې وې.
تر ډېره د دغو نجونو د ښکلا جراحي عملیات شوي وو او ده ته به نڅېدې.
دغه ۶۴ کلن ترکی دعوتګر په ۲۰۱۸ کال هم د استانبول پولیسو له خوا د مالي جرمونو په تور نیول شوی و.
د ترکیې اېن ټي وي ویلي، پر اوکتار د جنسي تېري، له کم عمره نجونو د ناوړه ګټې اخیستنې، تېر ایستنې او سیاسي او پوځي جاسوسۍ د هڅې تورونه لګول شوي دي.
د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۱۲مه، د استانبول پولیسو وویل، په "اسلامي داعي" مشهور لانجمن سړی عدنان اوکتار یې له خپلو ساتونکو سره یوځای په دې تور نیولی چې د "یوې مجرمې ډلې په جوړولو او د جنسي تېري اعمالو" کې لاس لري.
له نوموړي سره په دې عملیاتو کې د هغه ۲۳۵ ملاتړي هم نیول شوي وو.
اوکتار په ۱۹۵۶ کال انقره کې زیږېدلی، چې د ترکیې A9 دیني تلوېزیوني چینل کې د هغه د لانجمن دیني پروګرام په خپرولو سره پېژندل شوی. نوموړي په دې پروګرام کې اسلام کې د شرابو او نڅاګرو ښځو پر موجودیت بحثونه کول.

د عکس سرچینه، Socila media-Twitter
اوکتار چې د یوې قفقازالاصله کورنۍ غړی دی، اسلامي فقه یې لوستې او قرآن کریم یې کوچنیوالي کې حفظ کړی دی. بیا یې د استانبول "معمارسنان" پوهنتون کې فلسفه او ښکلي هنرونه لوستي.
په ۲۰۰۶ کال یې "د خلق اطلس" په نوم کتاب په مستعار نوم (هارون یحیی) چاپ کړ او ادعا یې پکې وکړه چې "د نړیوالې ترهګرۍ اصل د ډاروین ودې په نظریې پورې تړاو لري."
د نوموړي د شخصي تلوېزیوني چینل د وېبپاڼې پربنسټ، اوکتار تر ۳۰۰ ډېر کتابونه چاپ کړي، چې ۷۳ ژبو ته ژباړل شوي. اوکتار ځان مخکښ مشر او داعي بولي، د ترکیې لر او بر کې ملاتړي او پلویان لري، چې ډېری یې ښځې دي.
ډېر کله متدینو ترکانو د هغه پر تلوېزیوني پروګرامونو نیوکه کړې.
د ۲۰۱۸ کال لومړیو کې، په ترکیه کې د دیني چارو پلاوي مشر علي ارباش وویل: "غالباً اوکتار عقلي ستونزه لري"، چې همدا یې ځینې وخت د تلوېزیوني داعیانو ترمنځ د لفظي شخړې لامل ګرځي.

د عکس سرچینه، AFP



















