د ترکیې یوې محکمې یوه مبلغ ته د ۸۶۵۸ کاله زندان سزا ورکړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جارج رایټ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په ترکیې کې یوې محکمې هغه ټلویزیوني مبلغ په ۸۶۵۸ کاله زندان سزا محکوم کړی، چې ځوانې ښځې به یې پر ځان راټولې کړې او ''د پیشو بچوړې '' به یې بللې.
پر عدنان اوکتار چې د یوې ډلې یا فرقې مشر بلل شوی، د کم عمره کسانو د جنسي ځورونې او سپکاوي تورونه لګېدلي.
۶۶ کلن اوکتار د خپل ټلویزیون چېنل له لارې پر دیني موضوعاتو ویناوې کولې. نوموړی د ارتقايي مفکورې سخت مخالف و او د تخلیقیت په هکله یې یو کتاب هم لیکلی چې په پراخه کچه نیوکې پرې شوې دي.
نوموړي ته لومړی د ۱۰۷۵ کاله سزا ورکړل شوې وه، خو بیا یوې استناف محکمې د نوموړي دویم ځل محاکمې امر وکړ، چې د ۲۱۵ متهمان پکې شامل وو. د استانبول یوې محکمې له دې ډلې لسو نورو کسانو ته هم د ۸۶۵۸ کاله زندانه سزا ورکړې.
ګڼ شمېر نورو کسانو ته بیا د کمې مودې سزا ورکړل شوې. عدنان اوکتار او د ده سلګونه مریدان په ۲۰۱۸ کال کې د ده له کوره د یو شمېر جرمونو په تور نیول شوي وو، چې د مجرمانو یو سازمان فعالولو، د مالیې ورکړه کې ټګي برګي، جنسي ځورونې او د ترهګرۍ ضد قوانینو ځینې مادې هم پکې شامل وو ''

د عکس سرچینه، A9 TV/FACEBOOK
د نیول کېدو پر مهال اوکتار خبریالانو ته ویلي وو، چې پر ده لګېدلي تورونه ''دروغ '' او ''د بریتانوي نفوذ لرونکو یوه لوبه ده. ''
دا داسې موضوع ده، چې نوموړي په تېر کې هم پرې پرلپسې خبرې کولې. د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې پر نوموړي رسماً ۱۰ تورونه ولګول شول، چې د مجرمانو یوې ډلې جوړولو، د سیاسي او پوځي جاسوسي، د کم عمره کسانو جنسي ځورونې او باج اخیستنې تورونه پکې شامل وو.
پر نوموړي دغه راز له تبعید روحاني شخصیت فتح الله ګولن سره د اړیکو تور هم لګېدلی و، چې ترکیې حکومت وايي، د ۲۰۱۶ کال یوې ناکامې کودتا طرح یې چمتو کړې وه. په هغه کودتا کې ۲۵۱ کسان وژل شوي وو او تر ۱۰۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.




















