د جوبایډن په پخواني دفتر کې محرم اسناد موندل شوي

د امریکا ولسمشر

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا عدلیې وزارت هغه اسناد څېړي چې د ولسمشر جوبایډن په پخواني دفتر کې موندل شوي. د ښاغلي بایډن وکیل ویلي، په تېر نومبر میاشت کې د پین بایډن مرکز کې ۱۰ فایلونه له یوې بندې المارۍ ترلاسه شوي دي چې اوس ملي ارشیف ته سپارل شوي.

له جوبایډن وړاندې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ فلوریډا ته د محرمو اسنادو د لېږد له امله له نیوکو سره مخ دی او څېړنې ترې کېږي. د بي بي سي همکارې امریکایۍ رسنۍ سي بي ایس د رپوټ پر بنسټ د فدرالي پلټنو اداره د څېړنو بهیر کې ښکېله ده او د امریکا له لوی څارنوال میرک ګارلنډ یې غوښتي چې دغه اسناد وڅېړي.

د ولسمشر بایډن وکیل ویلي، دغه اسناد له هغه مهاله پاتې دي چې جوبایډن د ولسمشرۍ مرستیال و خو دا لا روښانه نه ده چې دغه محرمو اسنادو کې څه دي او ولې هلته ساتل شوي وو.

یوې معتبرې سرچینې سي بي ایس ته ویلي، دغو اسنادو کې اټومي رازونه نه وو او له نورو نامحرمو اسنادو سره یوځای هلته اېښودل شوي وو. د ولسمشر بایډن یوه لوړپوړي سلاکار پر دوشنبه سي بي ایس ټلویزون ته ویلي، دا دوسیې د امریکا د منځنۍ دورې له ټاکنو وړاندې هغه مهال وموندل شوې چې د دغه مرکز دفترونه پاکول کېدل.

ښاغلي بایډن له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۰ پورې په دغه خونه کې دفتر درلود چې له سپینې ماڼۍ یو مایل لیرې دی.

د ولسمشرځانګړی سلاکار ریچارډ ساوبر وايي "د دغو اسنادو له موندل کېدو راهیسې د ولسمشر شخصي وکیلان له ملي ارشیف او عدلیې وزارت سره په ګډه کار کوي چې ډاډ ترلاسه کړي د ولسمشر اوباما له واکمنۍ پاتې اسناد په ارشیف کې په مناسب ځای کې دي."

هغه دا روښانه نه کړه چې ولې د دې اسنادو د موندنې خبر دوه میاشتې وروسته خپرېږي.

په تېر سپټمبر کې ولسمشر بایډن سي بي ایس ټلویزون کې د هغو انځورونو په تړاو وپوښتل شو چې فلوریډا کې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کور کې ترلاسه شوي اسناد ښيي. بایډن وویل " یوڅوک څنګه دومره بې مسولیته کېدلی شي؟"

ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ خپله خواله رسنۍ ( سوشل ټروت ) کې ویلي وو" ایف بي ای به د جوبایډن پر ډېرو کورونو او ان سپینې ماڼۍ چپاو وروړي"

ښاغلی ټرمپ به د فلوریډا مرالاګو کې د هغه کور کې د ۳۰۰ محرمو اسنادو ساتلو له امله له پوښتنو سره مخ شي چې ملي ارشیف یې چارواکو ته خبر ورکړی دی.

د بایډن پخواني دفتر کې دغه پټ اسناد تر هغه اعلان لږې شېبې مخکې وموندل شول چې د عدلیې وزارت چارواکو وویل، یو ناپیلی وکیل به دا قضیه پسې پالي چې ډونلډ ټرمپ د هغه د کور په ګالف لوبځي کې د موندل شویو اسنادو له امله جرمي تورن کړي.

د کانګرس یوه غړي جېمز کومر خبریالانو ته ویلي "دا یوه بله اندېښنه ده چې په عدلیې وزارت کې قضايي اډانه له جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو سره دوه ګونی چلند کوي، له اوسني ولسمشر سره څه ډول چلند کوي او له پخواني ولسمشر سره په کومه بڼه" 

کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو یوه پخواني غړي ادم کنزینګر سي این این تلویزون ته ویلي دا باید روښانه شي چې د پخواني مرستیال ولسمشر په دفتر کې دغه اسناد چا سمبالول او ایا دا کار په لوی لاس شوی او که په تصادفي ډول شوی.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر بایډن پخواني دفتر تر اوسه د دغو موندل شویو اسنادو په اړه څه نه دي ویلي.