ټرمپ: ملا برادر ته مې ویلي و، هغسې وکړه چې زه وایم، که نه له منځه به یوړل شې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د امریکا مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي د طالبانو مرستیال ملا عبد الغني برادر ته یې ګواښ کړی وو که هغه څه چې دی یې ورته وايي عملي نه کړي، نو له منځه به یوړل شي.
ښاغلي ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبد الغني برادر سره یې څو ځله په ټیلیفون خبرې کړې وې.
فاکس نیوز خبري شبکه لیکي ښاغلي ټرمپ په یوه مرکه کې له هغه ګواښه پرته پورته کړې چې له مخې یې طالبان پرېنښودل شول چې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي او پر امریکايي سرتېرو بریدونه وکړي.
فاکس نیوز لیکي ټرمپ ورته ویلي، چې ملا برادر یې ګواښلی وو که هغه څه ونکړي چې دی ورته ووايي نو له منځه به یوړل شي.
ښاغلي ټرمپ ویلي د همدې پایله کې د ده د واکمنۍ پرمهال په اتلسو میاشتو کې د طالبانو له خوا په امریکايي ځواکونو هیڅ برید ونه شو.
له طالب مشر سره د هغه د خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ټرمپ وویل:
'' ما د ده د کور انځور ور واستاوه. ده راته وویل زما د کور انځور دې ولې را واستاوه. ما ورته وویل چې ته باید په دې پوه شې. خو دا مې هم ورته وویل که له دې ځایه کوم څه وکړې او موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ، نو داسې ضربه به درکړو چې هیڅ هېواد نه وي لیدلي. ده په ځواب کې راته وویل پوه شوم جلالتماب! ده راته د جلالتماب ټکی وکاراوه زه نه پوهیږم چې ولې. خو موږ په اتلسو میاشتو کې یو سرتېری هم له لاسه ورنکړ. بایډن هم خپلې وینا کې دې خبرې ته اشاره وکړه. ''
خو هغه ونه ویل چې د ملا عبد الغني برادر کور چېرته وو، او زیاته یې کړه چې که ملا برادر پوهېده چې که د پلان مخالف کوم اقدام وکړي نو پایلې به یې څه وي.
ډونلډ ټرمپ پر اوسني ولسمشر جوبایډن نیوکه وکړه چې له افغانستانه د ځواکونو لپاره یې هغه پلان عملي نه کړ چې د ده ادارې جوړ کړی وو.
نوموړي وویل:
''دوی پلان تعقیب نه کړ، موږ ډېر ښه پلان جوړ کړی وو چې افغانستان کې خپل بې معنی حضور پای ته ورسوو. بل مهم ځای د بګرام اډه وه چې موږ د ملیاردونو ډالرو په لګښت جوړه کړې وه. دا د افغانستان لپاره نه بلکې د چین لپاره وه. دا اډه له هغه ځایه یو ساعت فاصله درلوده کوم ځای کې چې چین اتومي وسلې جوړوي. اوس به یې چین اشغالوي. ''
ډونلډ ټرمپ ټينګار کړی چې ده هم غوښتل چې ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. د ده د پلان له مخې ټآکل شوې ټول سرتېري د مې میاشتې تر ۲۱مې نېټې له افغانستانه ووځي، خو هغسې ونه شول.
فاکس نیوز لیکي چې ټرمپ ادعا لري چې ده په مناسبه بڼه د ځواکونو ایستل پلان کړي وو، او غوښتل یې د ۸۵ ملیارده ډالرو په ارزښت امریکایۍ وسلې له افغانستانه وباسي.
په دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو پایله کې امریکايي او د ناټو سازمانو د نورو غړو هېوادونو سرتېري له افغانستانه ووتل.
وروستی امریکایي سرتېری د ۲۰۲۱ کال د اګست په دېرشمه له افغانستانه ووت. له دې دوې اونۍ وړاندې د اګست پر پنځلسمه طالبانو پر کابل ولکه ټېنګه کړې وه.




















