د ۱۹ کلونو نړيوال جام: استراليا افغان لوبډلې ته په دوو وېکټو ماته ورکړه او درېيم مقام يې خپل کړ

د عکس سرچینه، ACB
د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام د درېيم مقام لپاره ترسره کېدونکې سيالۍ کې استراليا افغان لوبډلې ته په دوو وېکټو ماته ورکړه.
افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابلې لوبډلې ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره اعجاز احمدزي تر ټولو ډېرې ۸۱ منډې وکړې. د ده تر څنګ سليمان ساپي ۳۷ او محمد اسحاق ۳۴ منډې ترسره کړې.
د انګلنډ وېليم سلزمن او نېوېتن رادري کرېشنن درې درې او کووپر کونلي دوه وېکټې واخیستې.
بل پلو د افغانستان سليمان ساپي درې، شاهد الله او نور احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله کې د کپتان سليمان ساپي تر څنګ الله نور، بلال ترين، اعجاز احمدزی، اسحاق محمدي، خيبر ولي، ننګيالی خروټی، نور احمد، اظهار الحق، شاهد حسني او فيصل خان شامل دي.
د دو سياليو پايلوبه سبا (۵ فبروري) د هند او انګلنډ تر منځ کېدونکې ده.
د ۱۹ کلنو نړيوال جام په تېره لوبه کې افغانستان خپله سيالي انګلنډ ته په ۱۵ منډو بايللې وه.
افغان لوبډلې د جنورۍ پر ۲۲ مه له زمبابوې خپله سيالي په ۱۰۹ منډو ګټلې وه او له دې سره يې منځلوبو يا کوارټر فاينل ته لار ومونده چې هلته يې شري لنکا ته ماته ورکړه خو په نيمه پایلوبه کې يې خپله سيالي انګلنډ ته وبايلله.
افغانستان چې په سي ( C) ګروپ کې ځای درلود په ځنډ د رسېدو او د نړيوال جام د قرنطين محدويتونو پر اساس يې لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډېده، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.
افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اوه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی خو دا دويم ځل دى چې افغانستان د ١٩ کلنو په نړيوال جام کې نيمه پايلوبو ته رسېږي. په لومړي ځل يې دغه وياړ په ٢٠١٨ کال کې ترلاسه کړى و چې د مجيب، ګوربز، نوين الحق او قيس احمد غوندې تکړه لوبغاړي ورسره وو او لوبې په نيوزيلنډ کې کېدې. هغه وخت افغانستان نيمه پايلوبه استراليا ته بايللې وه.

د عکس سرچینه، ACB























