جنیوا کنفرانس: امریکا افغانستان سره خپله نیمایي‌ مرسته د سولې بهیر کې پرمختګ سره مشروطه کړه

مایک

د عکس سرچینه، Pompeo Twitter

د عکس تشریح، مایک پومپیو سې شنبه د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس ته وینا کوله
د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، هېواد به یې راتلونکي یو کال کې له افغانستان سره ۶ سوه میلیونه ډالره مرسته کوي، خو نیمایي برخه یې،‌ یعنی ۳ سوه میلیونه ډالره مرسته به د افغان سولې بهیر کې پرمختګ سره مشروطه وي.

د افغانستان په اړه د جنیوا نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال ښاغلي پومپیو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په دوحه کې روانې خبرې افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات لپاره طلایي فرصت دی.‌ نوموړي وویل:

"غواړم یوه خبره روښانه کړم.‌ د سولې خبرو پر مهال کېدونکې پرېکړې به په راتلونکي کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو نېغ اغېز ولري.‌ د امریکا متحد ایالت به یو کال وروسته دې برخه کې شوی پرمختګ ارزوي".

ښاغلي پومپیو پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې د قانون برلاسي، خپلو نړیوالو مسئولیتونو ته ژمنتیا او د شفافې حکومتولۍ برخه کې خپل مسئولیت ترسره کړي.‌

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید د اقتصادي اصلاحاتو او د فساد مخنیوي‌ برخه کې رښتیني ګامونه پورته کړي.‌

ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه وکړه

ګوتېرېش

د عکس سرچینه، UN

د عکس تشریح، ښاغلي ګوتېرېش سې شنبه د جنیوا کنفرانس ته وینا کوله

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش دې غونډې ته په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر دوام ټېنګار وکړ.

ښاغلي ګوتېرېش د سولې، بشري حقونو، او د ښځو پر حقونو ټېنګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د لا ډېرو تلفاتو د مخنیوي او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید سملاسي د بشرپالنې له مخې افغانستان کې اوربند وشي.

همدا راز د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د جنیوا کنفرانس ته خپله وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او ملاتړ ته ژمنه ده او دې برخه کې به تر ۲۰۲۴ کاله خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

افغان ولسمشر چې د ویدیو کانفرانس له لارې یې دې غونډې ته وینا کوله وویل چې داسې سوله غواړي چې د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو له نړیوالو ارزښتونو سره برابره وي.

ښاغلي غني وویل د راتلونکي لپاره د افغان دولت ستراتیژي پر سوله، دولت جوړونې او بازار موندې متمرکزه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني وویل، داسې سوله غواړي چې بشري حقونه پکې تضمین شوي وي

افغان ولسمشر له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د نوي کمیسیون رامنځته کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دې برخه کې په تېرو پنځو کلونو کې ډېر پرمختګ شوی او له اداري فساد سره د مبارزې د اوسنۍ ستراتیژۍ له دوه معیارونو پرته نور ټول عملي شوي دي او پاتې دوه د تطبیق په حال کې دي.

د سولې هوکړه او د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه

د سولې په اړه د دې تازه څرګندونو سره هم مهاله د بشري حقونو د څار سازمان غوښتنه کړې چې په افغان سوله کې دې د ښځو د حقونو پر سر معامله نه کېږي.

دې بنسټ یوه یبان کې ویلي که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کې د ښځو د حقونو پر سر معامله وشي نو دا به د ښځو له هغو حقونو سره خیانت وي چې د تېرو دوه لسیزو په اوږدو په سختۍ په لاس راغلي دي.

بیان کې د دې بنسټ د فعالې سمیرا حمیدي له قوله ویل شوي:

"افغان مېرمنې اوس له دې واقعي امکان سره مخامخ دي چې پر دې حقونو به معامله وشي. هغه پرمختګ چې ښځو کړی باید د سولې په دې هوکړه کې شاتګ و نه کړي. د ټولو افغانانو حقونه په تېره د ښځو او نجونو حقونه باید د هرې کېدونکې هوکړې د زړه حیثیث ولري ".