کابل کې د افغان لیکوال کورنۍ غړو وژنې ته غبرګونونه

د ښاغلي ولوالجي د مېرمن او لور آلتنا تصویرونه په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېږي

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د ښاغلي ولوالجي د مېرمن او لور آلتنا تصویرونه په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېږي
د خپرېدو وخت

د افغان لیکوال او شاعر اسدالله ولوالجي د کورنۍ څلورو غړو وژل کېدو ته افغانستان کې له خواشینۍ او غوسې ډک غبرګونونه څرګند شوي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله دغه وژنه 'له اسلامي او بشري ارزښتونو سره جنایت ' بلل شوی او له امنیتي ځواکونو غوښتل شوي، چې د پېښې ارزونه وکړي او معلومات راټول کړي.

پرون مازدیګر د ښاغلي ولوالجي د کورنۍ څلور غړي د یوه مقناطیسي ماین چاودنې له کبله د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ووژل شول.

په وژل شویو کې د ښاغلي ولوالجي مېرمن، لور، وراره او مېرمن یې شامل دي.

کابل

د عکس سرچینه، Alamy

له بي بي سي سره خبرو کې ښاغلي ولوالجي وویل، پېښه کې یې د کورنۍ یو شمېر نور غړي ټپیان شوي دي. کابل پولیس وايي، ماین په ګاډي کې ځای پر ځای شوی و. تر اوسه د دغې چاودنې انګېزه معلومه نه ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د پېښې معلوماتو لپاره کار کوي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

ښاغلي ولوالجي زیاته کړه، هیڅ شخصي دښمني نه لري او نه پوهېږي ولې یې کورنۍ په نښه شوې ده.

د پېښې قربانیانو مړي د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوي دي.

اسدالله ولوالجي

د عکس سرچینه، 1tv

د عکس تشریح، اسدالله ولوالجي افغان لیکوال، شاعر او د سیاسي چارو شنونکی دی

بل لور ته په خواله رسنیو کې هم د دغې پېښې په هکله له غم او غوسې ډګ غبرګونونه څرګند شوي دي.

پغمان د کابل ولایت له هغو سیمو یوه ده، چې معمولاً د پلازمېنې اوسېدونکي له کورنیو سره د تفریح لپاره ورځي، خو له دې ولسوالۍ مخکې هم د امنیتي پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د تېرې اپریل میاشتې په لومړیو کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ساتندویانو څانګې یو کارکوونکی قیام الدین مقصودي هم په همدې سیمه کې وژل شوی و.