"اسلامي دولت" ډلې د اردن پر پوځ ځانمرګی برید کړی

د عکس سرچینه، AFP
"اسلامي دولت" نومې ډلې له سوریې سره پر پوله د اردن پر پوځ ځانمرګی برد کړی، چې لږترلږه شپږ اردني پوځيان پکې وژل شوي.
په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د "اسلامي دولت" جنګیالیو د الرکبان ښار د کډوالو پنډغالي ته څېرمه برید کړی دی.
دغې ډلې وړاندې د "اردن پولې" له منځه وړلو ګواښ کړی و.
اردن د امریکا په مشرۍ د "اسلامي دولت" ضد ایتلاف کې غړیتوب لري.
دغه ایتلاف په سوریه کې د یادې ډلې پر ټینګو مورچلو هوايي بریدونه کوي.
د الرکبان برید په ۲۰۱۱ کال د سوریې د شخړې له پیلېدا راهسې، په اردن کې کې لومړی برید دی.
ویل کېږي ځانمرګي بریدګر د اردن پر پوله له چاودېدونکو توکو خپله ډکه لارۍ د اردني پوځ یوه مرکز ته څېرمه چوولې ده.
په برید کې څلور پوله ساتي سرتېري او دوه د عام امنیت د ملي ګارد ساتونکي وژل شوي.
د اردن پاچا عبدالله دغه برید غندلی چې وايي اردن "په اوسپنیز لاس" هره هغه ډله ووهي چې د امنیت او پولې د خرابولو هڅې کوي.

د عکس سرچینه، EPA
اردن له برید ورسته د خپلې شمالي او شمال ختیځې پولې د پوځي سیمو د بندولو اعلان وکړ.
مرستندویان وايي، په الرکبان پنډغالي کې ۵۰ زره کډوال ایسار دي، چې اردن ته د ننوتلو په تمه په ډېر ناوړه حالت کې اوسېږي.



















