د جاپان پر لومړي وزیر د 'لوګي‌ بم' برید؛‌ مشکوک بریدګر نیول شوی

Three men hold another man down

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

جاپان کې امنیتي‌ ځواکونو تر هغې وروسته لومړی وزیر فومیو کېشیدا له عمومي مراسمو روغ ایستلی چې د 'لوګي بم' برید پرې وشو.‌

ځايي رسنۍ وايي دا پېښه په واکایاما ښار کې شوې ده.‌

ټاکلې وه ښاغلی کیشیدا هلته د خلکو یوې غونډې ته وینا وکړي.‌

پولیس وايي د دې پېښې په تړاو یې یو ۲۴ کلن سړی نیولی دی.‌

خو تر اوسه د دې پېښې انګیزه نه ده روښانه شوې.

یوه عیني شاهد رسنیو ته ویلي، یو کس یې وکوت چې د لومړي وزیر پر لور یو شی ګوزاروي.

بل عیني شاهد د چاودنې د لوړ غږ د اورېدو ویلي دي.‌

دې پېښه کې مرګژوبله نه ده اوښتې.

د پېښې له ځایه یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې امنیتي کسانو یو سړی په ځمکه څملولی دی.‌

د ویډیو تشریح، د پېښې له ځایه یوه خپره شوې ویډیو

ګومان کېږي چې همدا کس به دې پېښه کې ښکېل وي.

پولیسو هم د یوه تن د نیول کېدو ویلي، خو په دې تړاو یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.‌

د اېن اېچ کې تلویزیون په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري، چې خلک د پېښې له ځایه په تېښته دي.

ښاغلي کیشیدا د واکایاما بندر کې له کب نیوونکو سره تر لیدنې وروسته،‌ تازه وینا پیل کړې وه چې دا پېښه وشوه.

امنیتي کسان سملاسي له هغه تاو شول او له سیمې یې وایست.‌

ځینو عیني شاهدانو اېن اېچ کې تلویزیون ته د وېرې او ګډوډۍ د خپرېدو ویلي دي.‌

د ښاغلي کیشیدا د واکمن لېبرال دیموکرات ګوند یوه غړي 'هیروشي موریاما' ویلي "دا چې د ټاکنیزو منډو ترړو په منځ کې چې د دیموکراسۍ بنسټ جوړوي، دا ډول پېښه وشوه، د خواشینۍ وړ ده. دا یو نه بښل کېدونکی جرم دی."

جاپان کې دا ډول پېښې کمسارې دي.‌

خو تېر کال په همداسې یوه انتخاباتي غونډه کې د مخکیني لومړي وزیر 'شینزو ابې' له وژل کېدو وروسته د سیاستوالو د امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

پر ښاغلي ابې د جاپان په لویدیځ نارا ښار کې د خپل ګوند د ځايي نوماندانو غونډه کې ډزې وشوې.‌